که په قطر کې د طالبانو دفتر وتړل شي…؟

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

تیره اونۍ د المان په مونیخ ښار کې تر امنیتي غونډې وروسته ولسمشر غني د قطر له خارجه وزیر سره د لیدنې په مهال له نوموړي وغوښتل چې که تر راتلونکي پسرلي پوري طالبان د سولې خبرو ته حاضر نشول نو باید په قطر کې د هغوی د فتر وتړل شي.

ولسمشر غني د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسي په هیواد کې جګړه ییز فعالیتونه د سولې د ټینګښت په نوم پیل کړي او غواړي له دې لارې پر طالبانو سوله په زور ومني.

طالبانو په تیر نومبر کې قطر دفترته د پوهنتوني استادانو او ژور نالیستانو له یوه ورغلي غیر رسمي پلاوي سره په خبرو کې له امریکایانو او کابل سره د سولې د خبرو د پیلیدو شرائط او جزئیات په تفصیل سره هغوی ته واضح کړل.

خو امریکایان او کابل حکومت غواړي پرطالبانو سوله هم د خپلو شرائطو مطابق ومني چې دا په خپله د جګړې د تحمیل یو بل تعبیر او د عملي کیدو چانس یې ناشونی دی.

ایا د قطرد فتر پرانیستل شوی دی چې وتړل شي؟

د قطر دفتر په کال ۲۰۱۳ کې د هغه د پاسه د طالبانو د بیرغ د لوړ والي په خاطر د حامد کرزي د احتجاج له کبله تر رسمي پرانیستلو وړاندې خپله د طالبانو له لوري تحریم شو.

د یاد دفتر د پرانیستلو فکر اصلا د هغه امریکايي افسر د تبادلې د ترسره کولو په غرض رامنځته شو کوم چې امریکایانو یې د طالبانو له اسارت څخه د خلاصولو ټولې هڅې په کار واچولې خو هغه ټولې ناکامې شولې.

وروسته یې د قطر په منځګړیتوب د طالبانو لپاره په یاد هیواد کې د دفتر پرانیستلو تجویز وکړ او د هغه په وسیله وتوانیدل چې خپل پوځي اسیر د ۵ نفرو طالب مشرانو په تبادله کې ازاد کړي.

که قطر دفتر د امریکایانو له لوري تړل کیږي پرطالبانو به یې اغیز څه وي؟

اوس که د دفتر په نوم په قطرهیواد کې د طالب چارواکو په اوسیدو بندیزلګیږي او یا له هغه ځایه ایستل کیږي پر طالبانو به یې اغیز څه وي؟

په قطر کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر تړل د طالبانو پر دیپلو ماتیکو اړیکو هیڅ اغیز نه شي کولی ، خو د هیواد په داخل کې د مرستندویه او عمراني مؤسساتو کارونه له ستونزو سره مخ کولي شي.

پرطالبانو ځکه اثر نه لري چې هغوی له قطره پرته د افغانستان په داخل کې له هرچاسره چې وغواړي هم اړیکې ټینګولای شي او هم ورباندې خپلې غوښتنې د دوئ په خوښه منلی شي.

ځکه خپله د سیګار امریکايي مؤسسې په اعتراف طلبان اوس پر نیم افغانستان واکمن دی چې په دې سره هغوی هم په پوځي او هم په سیاسي لحاظ کولای شي خپل پیغام د افغانستان له داخل نه هرچاته په ښه ډول ورسوي.

له بله پلوه په افغانستان کې معمولا دهغو هیوادونو له طالبانو سره د اړیکو نیولو اړتیا پیدا کیږي چې یا د هغوي افراد له طالبانو سره بندیان دي او یا غواړي په افغانستان کې د رغنیزو کارونو د تر سره کولو لپاره کوم پروتوکول لاسلیک کړي.

په دې دواړو کارونو کې اصلا اړتیا د اړونده هیوادونو لخوا احساس کیږي نه د طالبانو لخوا.

تر قطر دفتر وړاندې د طالبانو دیپلوماتیک فعالیتونه:

طالبانو په لومړي ځل په ۱۳۸۵هشـ ۲۰۰۷ م کې د هلمند په ولایت کې له ایټالوي ځواکونو سره د بندیانو رسمي تبادله تر سره کړه. په یادې تبادلې کې طالبانو وکړای شول د استادمحمد یاسر، لطف الله حکیمي او ملا منصور داد الله په شمول ۵ تنه لوړ پوړي چارواکي د ایټالوي ژورنالیست ماسترو جیاکومو په عوض کې را خلاص کړي.

همدا اراز په کال ۲۰۰۷ کې طالبانو وکړای شول په ډیر بریالي ډول د غزني ولایت په مرکز کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیرسره مشترک مطبوعاتي کانفرانس ولري او په ترڅ کې یې د ۲۳ کوریايي بندیانو د پریښودلو په مقابل کې یاد هیواد مجبور کړي چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

دغه دواړه تبادلې چې د افغانستان په داخل په تیره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د طالبانو د پوځي چارواکو لخوا ترسره شوې په نړیواله کچه یې هم د طالبانو پوځي او سیاسي حیثیت اوچت کړ او هم یې د دوئ غوښتنې د دوي د خوښې مطابق تر سره کړي.

له دې پرته نورهم طالبانو له چین ، جاپان ، ترکیې ، ایټالیا ، ایران جرمني ، هند او همدا راز د امریکا په پوځي ایتلاف کې له شاملو هیوادونو سره د افغانستان په داخل کې د هغوي د اسیرانو او نورو اړونده موضوعاتو په اړه داسې معاملې تر سره کړې چې طالبان به ورکې ډیر لاس بري او ګټندوی وو، خو د دې برعکس کومې تبادلې او یا دیته ورته معاملې چې د قطر د فتر په وسیله تر سره شوې په هغوي کې طالبان تاواني حتی په ځینو کې له ناکامي سره مخ شوي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې د قطر د فتر له لوري د امریکايي اسیر بوبرګدال په عوض کې د طالبانو د ۵ تنو لوړ پوړو چارواکو تبادله وشوه هغه له پوځي او دیپلوماتیک لحاظه یوه ناکامه او د طالبانو په تاوان تبادله وه ، ځکه په هغې کې طالب چارواکي خلاص نه ؛ بلکې له ګونتنامو زندانه قطر ته را انتقال او هلته د نیمه بندیانو په څیرترنظارت لاندې ونیول شول.

له طالبانو سره د امریکايي افسر بوبرګدال ۵ کلن اسارت سپینه ماڼۍ او پنټاګون دیته مجبوري کړي وو چې د هغه د خلاصون په بدل کې هرڅه ومني، ځکه د هغه اسارت په سیاسي او پوځي لحاظ د طالبانو د مقاومت په مټ د ټول امریکايي ځواک اسارت و چې په پنځه کاله کې یې و نکړای شول له خپل ټول پوځي، اطلاعاتي او تخنیکي برلاسي سره هغه د طالبانو له اسارته خلاص کړي.

که طالبانو له امریکایانو غوښتي وای چې د خپل بندي په مقابل کې طالب اسیران د افغانستان په داخل چیرته چې بوبرګدال درته سپارل کیږي غواړو امریکایان مجبور وو چې د طالبانواسیران یې د هیواد داخل ته راوستي او هلته یې لاس په لاس طالبانو ته سپارلی وای.

خو له بده مرغه چې د قطر په منځګړیتوب امریکایانو خپل بندي په داسې ډول تر لاسه کړ چې هم یې له نړیوال شرم نه ځان خلاص کړ او هم یې تبادله شوی بندیان بیرته په یوه بل ډول اسارت کې تر خپل کنټرول لاندې وساتل.

له طالبانو سره د امریکايي اسیر بوبرګدال اسارت کټ مټ په غزه کې د اسرائیلي اسیر جلعاد شالیط اسارت ته ورته وه چې نوموړي په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائیلي پوځیانو په برید کې د حماس له لوري ژوندی ونیول شو خو حماس تنظیم د نیول شوي اسرائیلي پوځي له اسارته د خپل ځان په ګټه نهايي استفاده وکړه او په کال ۲۰۱۱ م د هغه د خلاصون په مقابل کې ۱۰۲۷ فلسطیني اسیران چې په هغوی کې تر ۵۰۰ چې زیات کسان په عمري قید محکوم وو او ۲۰ تنه د حماس د پوځي څانګي ( کتائب قسام ) لوړ پوړي قومندانان وو له اسرائیلي زندانه راخلاص کړل.

خو د قطر په منځګړیتوب د امریکايي اسیرپه مقابل کې یواځې ۵ طالب چارواکي له ګونتنامو زندان څخه قطر ته را انتقال او هلته د قطر حکومت تر نظارت او تعقیب لاندې ونیول شول.

پر دې علاوه کوم کسان چې هغوی ته د لیدو لپاره ورځي د هغوی ژوند هم په خطرکې او که امریکایان وغواړي هم د قطر په داخل او هم له قطر نه بهر هغوی تعقیب او بندیان کړي چې ښکاره بیلګه یې انس حقاني اوحافظ رشید دی چې د ۲۰۱۴ له اکتوبر راهیسې همدې تبادله شویو بندیانو ته د ورتګ په جرم په زندان کې د اسارت شپې تیروي.

د قطر هیواد په منځنی ختیځ کې د امریکیانو د پوځې اډې العدید مرکز دی کومه چې د امریکا له خاورې بهرد نړۍ په کچه دامریکا تر ټولو ستره پوځي او دفاعي اډه ګڼل کیږي. دا اډه نه یواځې دا چې ټول منځنی ختیځ یې تر اغیزلاندې دی ؛ بلکې خپله د قطر هیواد یې هم تر مکمل کنټرول لاندې دی نو په دغسي یوه مرکز کې به د طالبانو د سیاسي او ديپلوماتیک مرکز شتون څومره د طالبانو په ګټه دیپلوماتیک فعالیت وکړای شي.

طالبانو په قطر کې د دفتر له ایجاده تر اوسه له یاد دفتره نه د پاموړ دیپلوماتیک فعالیت کړی او نه یې له دې وروسته کولای شي ، ځکه اساسا دا دفترجوړ شوی د دې لپاره نه دی چې له هغه څخه دي د امریکايي مصالحو خلاف فعالیت وشي.

د امریکایانو لخوا په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر او یا سیاسي فعالیت اجازه ورکول په غیر مستقیم ډول له بهرنۍ نړۍ سره د طالبانو د پریکون یو تکتیک و چې واشنګټن په ډیر ماهرانه انداز وکاراوه.

ځکه امریکایان پوهیدل چې په افغانستان کې د طالبانو په لاس د امریکا او ناټو ترماتیدو وروسته به خامخا بهرنۍ نړۍ په تیره د روسیې او چین غوندې امریکايي سیالان خامخا له طالبانو سره اړیکې نیسي، دا چې امریکایانو د طالبانو د سیاسي فعالیت لپاره هغوی ته قطر تجویز کړ هغوی په دې سره یې وکړای شول له طالبانو سره د روس او چین په شمول د بل هرسیال هیواد د ارتباط مخه ډب کړه .

له همدې امله اوس د امریکا هیڅ مخالف لوری نه غواړي د دې فتر له لارې له طالبانو سره اړیکه ونیسي ځکه هغوی پوهیږي چې د دوئ د هرډول ارتباط بهیر تر هرڅه مخکي د امریکايي استخباراتي چارواکي لخوا تعقیب او ترعملي کیدو وړاندې افشاء کیږي.

له روسیې له فیدراسیون او ځینو نورو بهرنیو هیوادونو سره د طالبانو تماسونه د قطر دفتر تر ایجاد ۴ کاله وړاندې په ۲۰۰۹ کې پیل شوي.

ولسمشر غني ولي د قطر دفتر د تړلو ګواښ کوي؟

لکه مخکي چې مو وویل د قطر دفترد امریکایانو په نوښت د هغوي د خپلو مصلحتونو لپاره ایجاد شوی نه د کابل حکومت او نه هم طالبانو د مصلحتونو لپاره.

د یاد دفتر د ایجادولو له موضوع نه د کابل حکومت هغه مهال هم نا خبره ساتل شوی و او اوس هم هلته له روانو جریاناتو چورلټ ناخبره ساتل کیږي ، ولسمشر غني چې د یاد دفتر د تړلو ګواښ کوي نه دهغه د تړلو صلاحیت لري او نه که امریکایان د هغه تړل وغواړي دی یې د پرانیستلو واک لري.

خو دا چې نوموړی ولي د هغه د تړلو ګواښ کوي لامل یې دا دی چې نوموړی اصلا نه غواړي د طالبانو په وسیله دې د ولس د هوسايي لپاره داسې کار ونه ترسره شي چې هغه د دوي د نیکنامي لامل و ګرځي.

دا چې د سیګار د وروستي رپوټ پر اساس طالبان د افغانستان تر پنځوس سلنې پر ډیره برخه واکمن دی او په دې ټوله ساحه کې د مرستندویه او عمراني مؤسسو فعالیتونه د قطر له دفتر سره په همانګي کې تر سره کیږي چې دا کار د کابل حکومت په مقابل کې د یوه موازي حکومت په معنی بلل کیږي ، ښاغلی غني قطعا نه غواړي چې طالبان دې د ده د حکومت په مقابل کې د موازي حکومت په رول کې کار وکړي.

خلاصه

که په قطر کې د طالبانو موجود ادرس وتړل شي په دې سره به هغه یواځینی ادرس چې خپله امریکایان هم له طالبانو سره د سولې په اړه ورته مراجعه کوي له منځه ولاړ شي او په دې سره به طالبانو ته د امریکایانو په مقابل کې د جګړې له دوامه پرته بله هیڅ لاره نشي ورپاته.

په قطر کې د طالبانو اوسنی ادرس تر طالبانو زیات د هغو نړیوالو مؤسسو او سازمانونو لپاره مهم دی کوم چې په افغانستان کې د بیا رغونې، ښونې او روزنې، عامې روغتیا، ماین پاکي او نورو عام المنفعه برخو کې کار کوي.

که چیري دا ادرس تړل کیږي تر ټولو لوی زیان به یې همدې مرستندویه مؤسسو او هغو عامو وګړیو ته رسیږي کوم چې د دوي له خدمتونو مستفید دي.

د دې خلګو شمیر تر هغو ډیر زیات دی کوم چې د کابل حکومت تر واکمني لاندې سیمو کې اوسیږي ، دغه واقعیت خپله د امریکايي موسسې سیګار په وروستي رپوټ کې ښه واضح شوی.

ولسمشر غني غواړي په دغه ډول کارونو سره د جګړې غزولو او ګرمولو ته زمینه سازي وکړي نه د اچې په دې سره د جګړې مخنیوی وکړي، همدا وجه ده چې د ده د حکومت پیل په افغانستان کې د نویو جګړو پیلامه چې ورځ تر بلې یې د لا سختیدو او ګرمیدو اټکلونه کیږي.

د ۱۳۹۵ هشـ کال د کب ۸

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.