نظــر

د کرزي وزیران د هغه پر ضد د امريکا ګټو ته ژمن دي

له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو پر سر د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د کلک دریځ نه وروسته د نوموړي د کابیني ځینې غړي د هغه پر ضد ولاړ دي.د ولسمشر کرزي د کابیني د دریو غړو وزیرانو په وینا، د تیرې اوونۍ د یکشنبې ورځ د امنیت شورا په غونډه کې له امریکا سره د تړون د لاسلیک پر سر ستر درز موجود و. د کابل پولیټیکس په نوم یوې انلاین رسنۍ د یوه بې نومي وزیر په حواله لیکلي چې، د امنیت شورا په غونډه کې چې هره یکشنبه د ولسمشر کرزي په مشرۍ تر سره کېږي،

ګډونوال یي د غونډې په جریان کې د غونډې مهم او محرم ټکي د خپلو بلک بیري او ایفونو موبایلونو له لارې خپلو بهرنیو اړیکو ته د پیغام یا برېښنالیک له لارې ورلیږي.
په دې چې په ارګ کې د ولسمشر کرزي په ګډون د ټولو کسانو ټلیفونو د امریکا له لورې چیک او اوریدل کېږي.
د همدې بې نومه وزیر په وینا، د ۲۰۱۳ کال د ډیسمبر میاشت په دوو غونډو کې ځینو وزیرانو خاموشه هڅه کوله تر څو ولسمشر کرزي ته داسې سلا مشوره ورکړي چې یاد امنیتي تړون له امریکا سره لاسلیک کړي.
خو ولسشمر کرزي په وار وار په ناستو کې په مشروط ډول له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو خبره کړې.
یاده سرچینه وايي چې یوه ورځ کرزی د امنیت شورا په غونډه کې دومره احساساتي شوه، چې له سترګو یي اوښکې توی شوي.
نوموړي سرچینه وايي چې د کرزي د کابیني نیمايي وزیران له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو لپاره د ولسمشر کرزي له شرایطو سره مخالف دي.
دا سرچینه وايي چې کرزی په دې ښه پوهیږي چې نور هغه ګوښه شوی (منزوي) دی، خو بیا هم هسې خری ده.
د دې تر څنګ چې نیمه کابینه د هغه د دې تصمیم مخالف دي، خو برعکس هېڅ یوه وزیر تر اوسه پورې دا جرات نه دی کړي چې کرزي ته د دغې ډرامې د پای ته رسولو وړاندې وکړي.
بلخوا، هغه پر ځینو لوړپوړو افغان چارواکو باندې په دې شکمن دی چې په کابل کې د امریکا او نورو سفارتونو ته معلومات ورکوي او هلته په جوړیدونکو غونډو کې ګډون کوي.
کرزي ویلي چې نه غواړي د امریکا او انګلیس جاسوسان دلته وویني.
اوس مهال چې کله ارګ ته د کوم بهرني سفارت له خوا کوم بلنلیک را ولیږل شي، نو سمدستي یي بخاری ته اچوي.
کابل پولیټیکس چې د کرزي له دریو وزیرانو سره یي د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړي ویلي يي دي چې زیاتره وزیران اوس نه غواړي د کرزي په لاره ولاړ شي، ځکه چې هغه د اوباما د ادارې له خوا تحقیر شوی دی.
د یادو وزیرانو په وینا، دا چې کرزی له کومه ځایه دا مشوره اخلي چې له امریکا سره امنیتي هوکړه لاسلیک نه کړي، څرګنده نه ده، خو په اصل کې هغه خپله کابینه په دوو برخو یعنې د تړون پر مخالفت کوونکو او ملاتړ کوونکو باندې وېشلې او زیاتره یي له یوه رواني ماتې سره لاس او ګریوان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x