له ماشومانو سره په قانع کوونکې لهجه خبرې وکړئ

ژباړن : عطا محمد میاخېل

دې ته مو پام وي، چې نوي په پښو راغلي ماشومان محدود درک لري او د لویانو په څېر استدلال او تفکر نه شي کولای، خو په ښه توګه ډېری نښې نښانې درک کوي .

هغوی د غږ لوړې لهجې، د بدن حرکتونو او د دې دواړو ماناوو ته متوجه کېږي، په همدې دلیل کوچني ماشومان، چې د ژبې له کمزورو مهارتونو څخه برخمن دي، کولای شي ستاسو له خبرو او کړنو سره سم، ځواب ورکړي او چلند وکړي .

په یاد ولرئ؛ که چېرې له ماشومانو سره د خبرو کولو پرمهال کلیمې په ښه سوچ او فکر سره وټاکئ او ترې کار واخلئ، نو ځان او خپل ماشوم به مو له بېځایه سر خوږیو څخه ژغورلي وي، په دې اساس مخکې تر دې چې له هغه سره خبرې وکړئ، د خپلو خبرو په اړه ښه فکر وکړئ .

غوره ده پوه شئ؛ که چېرې له خپل ماشوم سره بحث او شخړه کوئ؛ هغه به هم له تاسو سره بحث او شخړه وکړي، هېڅکله له خپل ماشوم څخه هیله مه کوئ، چې یوازې غوښتنه وکړي، په هغه صورت کې چې دا کار په سمه توګه ترسره نه کړئ، ماشومان به هم ستاسو غوښتنه ونه مني . دې موخې ته د رسېدو له پاره، هڅه وکړئ، چې له دا ډول کلیمو څخه لکه : ( امکان لري )، ( د مهربانۍ له مخې ) کار واخلئ، نه یوازې دا کلیمي به ډېر زیات اغېزمن رول ولري، بلکې هېڅ ډول لګښت به هم پرې را نه شي .

ډېری والدین دې ته لېوالتیا نه لري، چې په خپلو ماشومانو باندې امر وکړي او یا یې له کوم څه څخه مخه ونیسي، ځکه چې هغوی داسې انګېري، چې دا ډول چلند به مستبدانه وي، چې کولای شي، په دې کار سره د ماشومانو د غوښتنو مخه ونیسي یا دا کار کولای شي، د ماشومانو مینه له دوی سره کمه کړي .

په پایله کې، د دې له پاره چې خپلو ماشومانو ته خپله مینه او لېوالتیا څرګنده کړي، څو ټاکنې د هغوی په مخکې ږدي، ترڅو ماشوم له هغو څخه یوه یې وټاکي .

کله وخت له یوې جدي جګړې څخه د مخنیوي له پاره د وړاندیز او ټاکنې حق ماشوم ته ورکوي . د بېلګې په توګه : د پتلون له اغوستلو څخه ډډه کوي او تاسو له ځان سره دا فکر کوئ، چې ښایي نه به یې خوښېږي، چې آبي پتلون واغوندي، نو هغه ته وایئ : آیا غواړې چې خپل شین پتلون واغوندې ؟ سور پتلون دې چې ډېر ښکلی دی، څنګه دی ؟  خو ډاډه اوسئ، که چېرې د ټولو پتلونونو وړاندیز هم ورته وکړئ، نو کومه ګټه به ونه لري او هغه به بیا هم د پتلون له اغوستلو څخه ډډه وکړي .

مه هېروئ؛ چې دوه نیم او درې کلن ماشومان د درې، څلورو، شپږو او یاهم لسو ټاکنو په منځ کې د انتخاب ځواک نه لري . څلور یا پنځه کلن ماشومان یوازې کولای شي، د څو محددو ټاکنو له منځ څخه یوه یې وټاکي او تصمیم ونیسي .

ماشومانو ته د وړاندیز نه کول، په دې مانا نه دي، چې په هغوی باندې د سرتېرو د قوماندان په څېر په غوسه ناکه لهجه امر وکړئ . له دې تګلارې څخه په ګټه اخیستنې کولای شئ، خپلې هیلې او غوښتنې بیان کړئ، لکه : مهرباني وکړه راشه، چې جرابې دې در پښو کړم، ستا جرابې ډېرې ښکلې دي، آفرین، اوس به دې بوټونه هم در پښو کړم .

چنه وهل، بډې ورکول او معامله کول هم د وړاندیز کولو په څېر به بې ګټې تګلارې وي. د بېلګې په توګه : کله چې نوی په پښو راغلی ماشوم مو خپل سبا ناری نه خوري او هغه وایئ : که چېرې پنځې کاچوغې نورې وخورې، نو بیا چاکلېټ درکووم  . ماشوم پرته له ځنده د یوې بلې کاچوغې خوړو له خوړلو وروسته چاکلېټ غواړي او تاسو هم تصور کوئ، چې له اغېزمنې تګلارې څخه مو ګټه پورته کړې ده، ځکه چې هغه یوه کاچوغه خواړه خوړلي او څلور کاچوغې نور پاتې دي .

په پایله کې هغه ته دا کمښت ورکوئ او دې ته چمتو یاستئ، چې د درې کاچوغو خوړو له ورکولو وروسته هغه ته چاکلېټ ورکړئ، مګر نا خبره له دې چې هغه همدا اوس خپل چاکلېټ غواړي .

تاسو د کیسې وروستۍ برخې په اړه فکر کړی دی، خو نه غواړئ، چې معامله له منځه لاړه شي او بیا مو هم کمښت ورکړی او له پنځو لومړیو کاچوغو څخه مو په دوو کاچوغو رضایت څرګند کړی، حتا کاچوغه مو هم ډکه کړې ده او د هغه  خولې ته یې ور نږدې کوئ او هغه کاچوغه لرې کوي او بانې پیلوي . تاسو هڅه کوئ، چې وروستی کمښت هم ورکړئ او وایئ : که چېرې دا کاچوغه خواړه وخورې، نو چاکلېټ دې درکووم، خو هغه خپلې سرسامونکي چیغې پیل کړي، تاسو هم د جنجال د مخنیوي په خاطر هغه ته چاکلېټ ورکوئ او همدا ده، چې ماشوم مو بریالی کېږي، ځکه د یوې کاچوغې خوړو له خوړلو وروسته یې چاکلېټ تر لاسه کړی دی او بیا هم چاکلېټ غواړي . تر ډېره په دا ډول معاملو کې ماشومانو بریالي کېږي، ځکه هغوی په ښه توګه د معاملې او هوکړې په مانا نه پوهېږي او حتا ستاسو ګواښ او تهدید د هغه له پاره ډېره لېوالتیا او وسوسه را منځته کړي .

معامله او بحث کول هم د هغوی له نظره یانې د قوانینو د بدلون وړتیا . سر بېره پر دې ستاسو ماشوم هم د لویانو په څېر پوهېږي؛ اړینه نه ده، چې له هغه قانون څخه پیروي وکړي، کوم چې قانون نه دی او تل پکې بدلون را منځته کېږي .

 

یوه تبصره

  1. السلام علیکم !
    خوږه ، خوشاله او نرمه لهجه (نه یواځی د ماشومانو پلکه د خپلی ټولی کورنۍ د ټولو غړو که هغه مشران او هغه کشران او که هغه ستا میرمن او حتی که ګاونډیان او حتی په کومه خبره د چا سره یی کرکی یا دشمنی زیږول شوی وی ) د هر چا شزه حتس حیواناتو سره هم ښی لاسته راوړنی لری ، ټول درته په درنه سترګه ګوری دشمنان کم او دوستان دی زیاتیږی ، سر بیره په مادی ګټو معنوی ګټی یا ثوابونه او اچرونه هم ترلاسه کوی .
    ولی یوه خبره باید هیره نه کړو چه یو کار هم حتی عبادت هم باید د افراط او تفریط تر کچی ونه رسیږی که رسیږی د ګټو په ځای تاوانونه رامنځته کوی . مثلا د کور مشر د کورنی مدیر دی ، د میرمنی سره د میرمنی د پلار او مور یا نورو مشرانو سره د هغوی په کچه ، د وزونو خویندو سره د هغوی، د کوچنیو ماشومانو سره د هغوی او د لویو ماشومانو سره د هغوی د شرایطو له مخی تعامل نه یواځی ګټی بلکه ثواب هم لری .
    انسان که له یوی خوا اجتماعی دی یعنی د یو بل لاس اړونی ته اړه لری ، که له کوچنیوالی سمه روزنه تر سره نه شی سرغړونکی فطرت لری د همدی امله ورته قوانین ، حکومت او ډیری پولی چوړی شوی، محکمی ، پولیس او مقررات ورته ټاکل شوی حتی ځینی بدمرغه کوچنیان د ښو خلکو په کورو کی په ډیرو خوشالیو او نازونو لوی شوی مګر ځینی یی تر ټولو لوی مجرمان جوړیږی . د هغوی د پاره بیلابیلی سزاګانی اورول کیږی که نه ټولنه او کورنی د هر ډول ستونزو سره مخ کیږی ، د انسان د سرغړونی مخه له کوچنی والی نیول کیږی یعنی په هغه ډول چه تاسی یی تجویز کوی د تفریط لیار ده ، او هغه لیار چه ځننی استاذان یا پلرونه او مشران یی په څپیړو او لشتو وهی یا یی بیمورده او افراطی توهینوی دغه افراطی اعمال دی اسلامی قوانین ورته اجازه نه ورکوی .
    نتجه
    هر څه د اسلام په چوکات یعنی اعتدال کی وی ، د ډیرو مړو او یا خارجیانو بجیان په همدغه ډول روزنه چه تاسی تجویز کړی کله چه له دوولسم ټولکی خلاصیږی له انسانیت سره فاصله نیسی نه پلار او مور پیژنی او نه خپل خپلوان ، څه چه ورته مهم دی ځان ، خیټه ، جنسی عیاشی او د نشه توکو سره روږد شی . د ټولو سره مګر په ځانګړی دول د ماشومانو سره باید له افراط او تفریط کار وانه خستل شی ، ماشومانو ته کله ناکله قار ونه شی د بدو ملګرو سره بدو کړنو ته مخه کوی ، باید د مشرانو له خوا د یو څه ناڅه تعذ یب او تنبهاتو سره مخ وی ، مونږ له همدی تجربو د اسلامی لارښودنو په رڼا کی استفاده کړی الجمدلله بچیان مو تر اوسه شه اخلاق لری او ښی کړنی ترسره کوی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.