دفلکي علومو لارښود (19) دصعود مستقيم، دایره معدل النهار او ددایره يې قبله پېژندنه

مفتي احسان الله

المطلع المستقیم (الصعود المستقیم) Right Ascension:

دعلم فلک په اصطلاح کې له اعتدال ربیعي، یا نقطة الحمل نه دیو جرم زاویايې بعد ته مطلع مستقیم یا صعود مستقیم وايې، په حقیقت کې مطلع مستقیم دجغرافیايې طول بلد خطو پر محاذات برابر دی.

البته مطلع مستقیم په ساعتو سره ناپيږي، ځکه هغه اسماني دایره چې دخط استوا پر برابر دزمکي پر کره را ګرزيدلي ده، هغه و 24 ساعتو ته وېشله شوې ده، او هر ساعت بیا 60 دقیقې او هره دقیقه 60 ثانیې ده، په دغه نظام کې اول ساعت له اول دبرج حمل یا اعتدال ربیعي نه شروع کیږي، او انتهايې پر آخیرې دبرج حوت یا اعتدال خریفي باندي تمامیږي.

فایده:

داعتدال ربیعي نقطه دغرب لور ته ډیره ورو-ورو حرکت کوي، تقریبا په 72 کاله کې یوازي یوه درجه مخ په وړاندي ځي، او مکمله دوره يې کمو زیات په 25,920 کاله کې پوره کیږي، په عربي کې ورته (ترنح مدار الأرض وايې).

مثلا:

نجم عیوق یو مشهور ستوری دی، ددغه مطلع مستقیم 5 ساعته، 16 دقیقې او 26 ثانیې دی، معنا يې دا ده چې داول داعتدال ربیعي دشروق نه پوره 5 ساعته، 16 دقیقې او 26 ثانيې وروسته دنجم عیوق شروق وي.

دایره معدل النهار (Celestial Equator):

دزمکي دکري دخط استوا پر برابر پر اسماني کره باندي داسي فرضي دایره چې ټول عالم پر دوو برابرو برخو تقسیم کړي، دایره معدل النهار بلله کیږي، یا اسماني خط استوا ته دایره معدل النهار وايې.

دایره قبله (Qibla Circle):

هغه دایره عظیمه، چې دمقام مطلوب او دقبلې ددواړو پر سمت الرأس جوړه شي، یا کله چې دمطلوبه ځای او قبلې دسمت رأس نقطې په داسي خط سره ونيښلو چې دایره جوړه کړي، هغې ته دایره قبله ویلکیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د