خبرتیاوی او پیغامونه

دحمدونو او نعتونو مجموعه «المزمل» چاپ سوه!!

muzالمزمل حمدونه اونعتونه  دبېلابیلو شاعرانودنعتیه کلامونوغورچڼ دی چي دمحمد نعیم افغان په زیارراټول سوي.

نوموړې مجمعه د دوه سوه اتیا(۲۸۰)مخه په درلودلوسره دنهه نوې (۹۹) تکړه شاعرانودحمدیه اونعتیه اشعارو  ټولګه ده په همدغه مجمعه کي دهیواد د ډېرو تکړه وو شاعرانوحمدیه اونعتیه کلامونه ځای لري لکه پيرمحمدکاروان، عبدالباري جهاني، دروېش درانی،اجمل انداوداسي نور . .

دخپرولو ویاړ یې په هرات ولایت کي دسپینې ادې  دادبي اوکلتوري ټولني په برخه دی اودچاپ چاري یې دکراچي په ښارکي صحاف کتاب پلورنځۍ  ترسري کړي ،دلوړي کچي کاغزلري اوښه معیاري چاپ سوې ده .

نوموړې مجمعه (المزمل)دم ګړی په هرات ،کندهار،کابل،لښکرګاه ،کوټه اوچمن کي لاس ته راوړلای سئ اودلازیاتومالومات لپاره له موږسره اړیکي ټینګي کړئ.

ګرځنده: ۰۷۰۳۰۴۷۲۰۳

برېښنالیک:naeem_afghan2002@yahoo.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx