د غوسې په حالت کي د ورزش خطرناکي پایلي

ژباړه: صالح محمد هوتک
آیا د غوسې په حالت کي مو ورزش د زړه د حملې خطر ډېروي؟ په عادي ډول د زړه حملې په کومو وختونو کي زیاتي واقع کېږي؟

د لازیاتو مالوماتو او دغو پوښتنو ته د ځواب لپاره مو لاندې لیکني ته رابولم.

د څېړونکو په یوه نوې څېړنه کي مالومه سوې چي د غوسې په حالت کي ورزش کول د زړه حملې زیاتوي، څېړونکو په هغه څېړنه کي چي پر ۱۲۰۰۰ زره کسانو ترسره سوی موندلې (هغه کسان چي د غوسې په حالت کي ورزش کوي د زړه د حملې خطر یې درې برابره زیاتوالی مومي.)

څېړونکي وایي، د غوسې او احساساتي کیدلو په وخت د درنو کارونو ترسره کول د ویني فشار او د زړه ضربان زیاتوي او په پایله کي د ویني شریانونه تنګ او کلکېږي او کیدا سي د ویني د لخته کیدو او زړه ته د ویني د جریان د بندېیدو لامل وګرځي او د زړه حمله واقع سي.

په دغه څېړنه کي د زړه د حملې ناروغان پوښتل سوي چي آیا د زړه د حملې څخه مخکي غوسه او که خپه وه همدارنګه په دغه وخت د هغوی د درنو کارونو او ورزش په هکله هم پوښتل سوي.

د کاناډا د مک مستر پوهنتون د څېړونکو ډله وایي په اوسط ډول دوه برابره زیات هغه کسان د زړه په حمله اخته کیږي چي د غوسې یا هم خواشینۍ په حالت کې درانه کارونه او ورزش کوي.

(هڅه وکړی! د غم (اندیښنې) او یا هم د غوسې په حالت کي د ورزش کولو څخه په کلکه ډډه وکړئ)

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.