نظــر

سرتیری څوک دی

عاکف مهاجر

پخوا به مو د سرتیري له نوم سره د وطن د ریښتوني ساتونکي یاد ذهن ته راتللو پخوا به سر تیری هغه څوکک وو چې د وطن د دفاع لپاره به یې خپله سینه سپر او خپل سر به یې قربانولو د وطن لویشت لویشت ځمکه به یې په خپلو وینو خړوبوله خو اوس د سرتیري له یاد سره د خلکو له سرتیرو نفرت راځي.

نن ورځ د سرتيري سره د حمایت په نوم دی هر څوک باید له سرتیرو سره خپله مینه ښکاره کړي،
خو نن ورځ مو په ټولنیزو رسنیو خصوصا فیسبوک کې هغه تصویرونه تر سترګو شول چې یو افغان سر تیری لګیادی یرغلګر او تیریګر بهرني ته کوزه په لاس په تعظیم ولاړ او د هغه د لاسو مینځلو لپاره یې لاندې ترې کاسه نیولې او اوبه ور اچوي.

له همدغه انځور سره یو بل انخور هم لګیدلی وو چې یو افغان سر تیری ګوته په ماشه ولاړ د یو افغان په انګړ کې خو دلته یو بل بهرنی اشغالګر لګیا ده د افغانې خور تالاشي اخلي او افغان یې وسله په لاس حفاظت کوي دا او دې ته ورته انخورونو فیسبوک په سر اخیستی دی.

خو تر ټولو راته دردوونکی هغه انځور وو چې یو افغان عسکر د مسجد وروستي دیوال ته پوړی ایښې ده او د امریکا بیرغ په لاس په پوړیو خیزي تر څو د جومات په چت د امریکا ناولی بیرغ ودروي زه نن د هغه سرتیری ورځ لمانځم چاچې د امریکا ورکړل شوي ټوپک باندې امریکایی و وژلو او د بهرنیانو ورکړل شوې مرمی یې د بهرنیو له سینو و ویستلې او په وینو یې ولړلو.

نن د هغه چا دقرباني د لمانځلو ورځ ده چا چې د وطن د دفاع په خاطر تر سینې باروت تاو او د وطن ریښتونې ساتنه یې وکړه ځان یې هم قربان خو بهرنیو ته یې هم ګل وطن دوزخ جوړ کړلو او د تل لپاره یې هر تیریګر ته وښودل چې دلته لا اوس هم د احمد او دمحمود ریښتوني بچیان ژوندي دي او د ملالې ټپې اوس هم خورکۍ خپلو وروڼو ته بدرګه کوي مور یې په الله هو اوس هم خپل ماشومان ویده کوي.

خدای دې وکړي چې سر تیری مو له نن ورځې پس د وطن ریښتونی سرتیری جوړ شي او د وطن د خدمت لپاره ریښتیا مټې رابډ وهي خپل افغان وروڼه د نورو په اشاره ونه وژني او وطن ته له ریښتونو ژمنو افغانانو سره لاس یو کړي او د وطن د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره مټې را ونغاړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x