طالبانو د ملا عبدالسلام اخند د وژل کیدو خبر تایید کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۹، ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندز ولایت لپاره د دوی نومول شوي والي ملا عبدالسلام وژنه تایید کړې او ویلي یې دی چې نوموړی تېره ورځ د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «اشغالګرو امریکايي کفارو په یوه ناځوانمردانه هوايي برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید».

په همدې تړاو د طالبانو خپرې کړې اعلامیه کې نوموړی د «کندز فاتح» بلل شوی او د هغه کورنۍ، ملګرو، خپلوانو او ټولو طالبانو ته یې تسلیت ویلی.

د اعلامیې په وینا، ملا عبدالسلام اخند شهادت خپل تر ټولو لوی ارمان باله او په رحلت سره به یې نه تنها د طالبانو صف کمزوری نه شي بلکې سلګونه ځوانان به د قربانۍ دغه میدان راودانګي.

«الحاج ملا عبدالسلام اخند په خپله مدبرانه مشرۍ کې زرګونه داسې مجاهدین روزلي وو چې ان شاءالله هریو به د ده لاره تعقیبوي او د دښمن په وړاندې به لکه هغه د یوه قوي سپر په توګه له خپل دين، هیواد او آزادۍ څخه دفاع کوي».

طالبان وايي چې هیڅکله به د «دغه باشهامته او لوړ انسان» د اخلاص، صداقت، اطاعت او د زندانونو او ستړیاوو ډک خدمتونه هیر نه کړي او خپلو پلویانو ته یې سپارښتنه کړې چې هر یو د ملا عبدالسلام اخند لاره او تګلاره تعقیب کړي.

ملا عبدالسلام اخند د هیواد په شمال کې د طالبانو یو له تر ټولو ځواکمنو مشرانو څخه و، د نوموړي په مشرۍ د کندز ولایت دوه ځلې عملا سقوط کړی و او دریم ځل د سقوط په ګړنګ ولاړ دی. تر دې وړاندې امریکايي ځواکونو د نوموړي د وژلو په موخه ګڼ هوايي بریدونه کړي وو او څلور ځله یې د هغه د وژل کیدو ناسمې ادعاوې هم کړې وې.

تېره میاشت چې کله په وروستي ځل د ملا عبدالسلام اخند د وژنې ادعا شوې وه، نوموړي یې په غبرګون کې ویلي وو: «الله تعالی دې په خپله لار کې مقبول شهادت راته نصیب کړي، دا خو زمونږ او ستاسو ټولو هدف دی، مونږ او تاسې له شهادت څخه خار هم نه خورو بلکې پرې خوشاله کیږو، ملګري هم باید په دې باندې خوشاله شي چې یو ملګری یې د شهادت هدف ته رسیږي».

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دشهید غاذی ملاعبدالسلام دی عظیمه کامیابی مبارک سی:هرهغه څوک چه پرالله ودآخرت پر ورځ ایمان لری داد نیادآخرت دپاره امتحان بولی که ۱۰۰۰کاله ژوندۍ وی آخرمری،خوددوستانومرګ زور غواړی لاکن ګټه په حقیقت کی کامیابی ده الله په قرآن کی فرمایی:فالذ ین هاجرواواخرجوامن دیارهم واوذوافی سبیلی وقتلواوقتلوالاکفرن عنهم سیآتهم ولادخلنهم جنت تجری من تحتهاالانهر ط.۳(آل عمران ۱۹۵)معنی:بیاهغوخلکوچاچه هجرت وکۍ اووه ایستل سول دخپلوکورونونه اوتکلیف ورکړه سو هغوی ته په لاره زماکښی اوهغوی جنګ وکړۍ اوووژل سول زه به خامخا لیری کړم دهغوی نه ګناهونه اوخامخا به داخل کړم هغوی په جنتونوکښی بهیږی به ترهغی لانی نهرونه.په بل آیات شریف کی فرمایی:این… نور لوستل »

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

انالله وانااليه راجعون
بسم الله الرحمن الرحيم ط
شهيد
مړی نه يي
ته شهيد يي
ياد دي ياد دی
چي دنيا وي
ته ژوندئ يي
ته ژوندي يي
مړی نه يي
مرګ دي نسته
ته يادګار يي
ته تاريخ يي
چي انسان وي
ته ژوندئ يي
ته ژوندئ يي
مړی نه يي
ويده ويښ يي
خاطره دي
خاطره ده
چي نړۍ وي
ته ژوندئ يي
ته ژوندئ يي
مړی نه يي
مړی نه يي
ښوونځۍ ته
اوښتونه ته
چي هستي وي
ته ژوندئ يي
ته ژوندئ يي
مړی نه يي
مړی نه يي
ته شهيد يي
‌‌‌‌‌‌ډيسمبر، 6 ، 1981 اقتباس له ( څڅيدلي ويني ) د فدامحمد نومير شعري ټولګه

مسلمان
میلمه
مسلمان

اي شهيده دااختردي مبارك شه فه سرو وينوسور سنكر دي مبارك شه