دیني، سیرت او تاریخ

بې عنوانه!!! دویمه کړۍ

د ویده کېدلو ادبونه(اداب)

هو، همدارنګه د ویده کیدلو هم ځینې ادبونه شته……

1.    د شپې ویده کېدل دالله له لوري له نښو څخه یوه نښه ده. الله په قرانکریم کې فرمایي، چې ژباړه یا مفهوم یې داسې دی:
ژباړه:  او مونږ خوب ستاسو د ارام او راحت وسیله وګرځوله، او شپه مو ستاسو لپاره پرده وګرځوله.)۲
2.    د ویده کېدو په وخت کې د کور دروازه بندول په کار دي، او د لوښو سرونه باید پټ شي.

3.    د ماسخوتن له لمانځه څخه مخکې ویده کېدل د غفلت(بې پروایۍ) نښه ده، د ماسخوتن د لمانځه له کولو وروسته بې ځایه خبرې مه کوئ، د اړینو کارونو څخه د وزګارېدو په صورت کې ژر ویده شئ.
4.    که کوم اړین کاروبار وو، یا کومه اړینه خبره وه، نو د ماسخوتن له لمانځه وروسته په کولو کې یې هیڅ پروا نشته.
5.    په بستره کې له ویده کېدلو څخه مخکې بستره په ښه توګه وګورئ، او بیا په ښې طرف ویده شي.
6.    د ویده کېدو په وخت کې ښی لاس له خپل ښي اننګي لاندې کړئ.
7.    داسې مه ویده کېږئ، چې اسمان لورته مو مخ وي، او یوه پښه مو په بله اړولې وي، ددې څخه د بې حیایي او بې پرده ګۍ ویره ده.
8.    پړمخې مه څملئ، ځکه الله پړمخۍ څملاستل نه خوښوي، په دې کې طبې تاوان دا دی، چې کلمې بې ځایه کېږي.
9.    د ماسپښین په وخت کې د لنډ وخت لپاره خوب(قیلوله) کول ښه دي، ځکه چې د شپې تهجدو ته پاڅېدل اسانه کېږي.
10.    چې ویښ شوئ دا دعا ولولئ:   (( الحمد لله الذی احیانا بعد ما اماتنا والیه النشور))۳..  ژباړه: ټول ثناء او ستاینه الله لره دي، چا چې د مرګ څخه وروسته بېرته راژوندی کړم، او د هغه لور ته ورتګ دی. )
11.    د ویښېدو وروسته اودس وکړئ، او خپله پوزه درې ځله ښه پاکه کړئ.
12.    که کوم ښه خوب ووینئ، نو داسې چا ته یې ووایئ، چې مینه درسره لري، یا درباندې ګران وي.
13.    که بد خوب ووینئ، نو درې ځله کیڼ لوري ته تو کړئ، چا ته یې مه وایئ، مخ بل خواته واړوئ، بیا درې ځله تعوذ ووایئ،
(( اعوذ بالله من الشیطن الرجیم))۴
بیا ددې خوب له شره پناه وغواړئ، نو بیا به دا خوب تاسو ته زیان نه رسوي.

روښانه مینار

د هجرت د خاورې امام مالک بن انس رحمه الله علیه

نوم، نسب او پیدایښت:

دده مبارک نوم مالک، کنیت یې ابوعبدالله، لقب یې امام دارالهجرة او د پلار نوم یې انس وو. د نسب سلسله یې په دې ډول ده.. مالک دانس زوی، د مالک زوی، د انس زوی.. د ابي عامر زوی…
امام صاحب رح دیمن څخه وو، چې له هغه ځایه یې اول ځل نیکه(بابا) مدینه النبي ته هجرت وکړ، او هلته یې استوګنه غوره کړه.  د امام صاحب له ټولو مخکې غورنیکه انس ابن ابي عامر د نبوت په وخت کې اسلام راوړ. امام صاحب په ۹۳ هـجري کال پیداشو، ځینې پوهان یې ۹۴ او ځينې یې ۹۵ هجري کال ګڼي.۵

مبارکه حلیه(څېره)….

دده مبارک لوړ قد، سور او سپین رنګ، پراخه تندی، غټې غټې سترګې، جګه او ښایسته پوزه وه. ږیره یې ګڼه او دومره اوږده وه، چې تر سینې پورې یې رسېده.۶

د پوهې(تحصیل) اندازه…

امام صاحب چې په ښه او بد پوه شو، نو په مدینه منوره کې د پوهې ځلا او ډیوې بلې وې. صحابه کرامو رض څخه روزل شوي تابعین په دې ښار کې د پوهې رڼایي خپروله. دوی د قرانکریم زده کړه د مدینې منورې له امام القراء( ابو ردیم نافع بن عبدالرحمن) څخه وکړه، د چا په قرائت نن ورځ ټوله نړۍ تلاوت کوي.

امام صیب د حدیثو پوهه او زده کړه له وړوکوالی  لاسته راوړله. امام صیب وایي: ( زه له وړوکوالي څخه د امام حضرت نافع رحمة الله علیه خواته ورتلم، او له هغه به مې حدیٍثونه یادول.) له دې دا هم معلومېږي، چې د امام صاحب له ټولو څخه مخکې اولنی استاذالحدیث حضرت نافع رحمة الله علیه وو، چا چې دیرش کاله له حضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه زده کړه کړې وه، او له هغه رض څخه پرته یې له لاندې اصحابو کرامو څخه زده کړه کړې وه:

حضرت عائشه رض، حضرت ام سلمه رض، حضرت ابوهریرة رض، او حضرت ابوسعید خدري رض یادولای شو.
تر څو چې حضرت نافع رح ژوندی وو، نو ده رح به ترې پوهه حاصلوله، او په هغه باندې به یې دومره فخر او ناز کاوه، چې خپله فرمایي: ( زه چې کله د ابن عمررض حدیث له هغه( نافع رح) څخه اورم، نو بیا یې د تائید لپاره له بل چا څخه نه اورم.)

استاد او شاګرد دواړو ته دومره شرف حاصل دی، چې ددوی سند ته( سلسلة الذهب) یعنې د سروزورو د ځنځیر نوم ورکړ شوی دی.

استادان او مشایخ….

امام صیب له حضرت نافع رح څخه پرته د مدینه الرسول له ګڼ شمېر استادانو او شیخانو څخه د حدیثو زده کړه کړېده.  چې په هغو کې دغه کسان شامل دی: محمد بن شهاب الزهري، جعفرصادق بن محمد، محمد بن یحیی الانصاري، محمدبن المنکدر المدني، ابوحازم، یحیی بن سعید، هشام بن عروه بن زبیر، اسماعیل بن ابي حکیم، زید بن اسلم، سعید بن ابي سعید المقبري، ربیعه ابن ابي عبدالرحمن بن قاسم……. او داسې نور….

امام مالک رحمة الله علیه د مدینه النبي د شیخانو علاوه د خراسان، بصرې او مکې معظمې له ځینو شیخانو او استادانو هم حدیث روایت کړي دي.  امام نووي رحمة الله علیه په تهذیب الاسماء کې لیکلي دي: د امام مالک رح د شیوخو( استادانو) شمېره (۹۰۰) دي، چې په هغو کې (۶۰۰) تابعین او (۳۰۰) تبع تابعین دي. د امام صیب ډېر استادان د مدینې منورې دي. په دې توګه د مدینې منورې مختلفې پوهې یې په زړه کې راټولې شوې، چې د هغې له امله یې دامام دارالهجرة لقب لاسته راوړ…

د فقې د علم زده کړه…..

امام صاحب د حدیثو د پوهې سره سره  له حضرت نافع رح او نورو استادانو څخه د فقهې پوهه هم لاسته راوړه. څرنګه چې د امام صاحب د حدیثو استاد حضرت نافع رح وو، په دې توګه یې په فقه کې له حضرت ابوعثمان ربیعة الرای رح څخه زده کړه وکړه. حضرت ربیعه د مدینې منورې له لویو تابعینو څخه وو. هغه له انس رض او نورو اصحابو کرامو څخه پوهه لاسته راوړې وه. امام مالک، یحیی الانصاري، حسن بصري، شعبه، اوزاعي او لیث رح په خپل وخت کې د علم لوی لوی کانونه وو. په دوی کې له حضرت ربیعة الرای رح سره د امام مالک اړیکې دومره نږدې او زیاتې وې، چې ټولو خلکو به یو ځای یادول.

د استادانو په ټاکنه کې پاملرنه……

امام صاحب د استادانو په ټاکنه کې له ډېرې پاملرنې څخه کار اخسته. په دې اساس د هغه د استادانو شمېر له نور امامانو څخه کم دی. امام صاحب رح د هغو استادانو په درس کې کیناست، چې په پاکۍ، پاملرنه، اهلیت کې نوموتي او د قوي حافظې لرونکي وو. د امام صاحب ددې پاملرنې اثر دا وو، چې له چا یې هم روایت کړی دی، د منلو وړ او له تاوان او زیان څخه پاک دی. حضرت یحیی بن معین، چې د حدیثو د مبصرینو له سر کې راځي، فرمایي: زمونږ څه جرئت، چې له امام صاحب څخه د مخکې تګ کوښښ وکړو،۷ مونږ خلک خو د هغه په پل قدم ږدو. کله چې د کوم شیخ نوم راځي، نو ګورو، چې امام صاحب ترې پوهه حاصله کړې ده، که  یې نه وي، حاصله کړې، نو مونږ یې هم پرېږدو.۸
(امام احمد بن حنبل څخه د کوم یوه راوي په باره کې وپوښتل، نو هغوی وفرمایل: زما په نزد هغه ښه دی، چې امام مالک رح ترې زده کړه کړې وي.)۹

 د حدیث شریف درناوی…..

 د امام مالک د درس حلقه ډېره زړه راښکونکې، او په لیدونکو د رعب اچونکې ښکارېده. کله به چې امام صاحب چا ته د حدیثو درس ورکاوه، نو غسل به یې کاوه، ښایسته خوشبویې به یې کاروله، ویښته به یې ږمنځول، په رعب او په وقار به په بهترینو قالینو کیناست او د حدیثو درس به یې بیانوه.۱۰
اورېدونکي به هم په احترام او درناوي ورته کیناستل. مولانا سید سلیمان ندوي رح د درس د حلقې( مجلس) نقشه په داسې ډول ترتیب کړې وه: په شوکت غوښتونکو، پوښتونکو، د طالبانو د بېروبار، د غوښتونکو رش، د امیرانو راتګ، د علماوو تشریف راوړل، د سیل کوونکو راتګ، د حاضرینو په مودبه توګه ناستې په خلکو رعب او دباو غورځاوه. ۱۱

چا له امام صاحب څخه د دې تکلیف کولو پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل:

(( احب ان اعظم حدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم))۱۲
ژباړه: زه غواړم، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثو لویوالی خلکو ته وښیم.

ادب

یوه ورځ یو چا د خبرو په دوران کې وویل:
(د مدینې منورې خاوره خرابه ده.)
امام مالک ته ددې خبرې پته ولګېده، هغوی فتوی ورکړه، چې دا سړی دې دیرش دُرې ووهل شي، او د څه وخت لپاره دې بندي شي.
چا ورڅخه وپوښتل: دومره سختي د څه لپاره ؟…
امام صیب رح وفرمایل:
(( دداسې کس خو سر پرې کول په کار دي، چې په کومه ځمکه د الله رسول ص ارام کړی وي، او دی وایي، چې هغه خاوره خرابه ده.))
دوی مبارک خپل ژوند په مدینه منوره کې تېر کړ. کله به چې قضايې حاجت ورته پېښ شو، نو د حرم له حدودو به بهر تلو، په داسې ډول به یې قضايې حاجت کولو، چې جسم مبارک به یې د مدینې په خاوره، او فضله مواد به دمدینې منورې له حدودو بهر وو.
چا ورڅخه وپوښتل: تاسو داسې ولې کوئ؟
دوی رح ورته په ځواب کې وویل:
(( زه وېرېږم، چې هسې نه زما مرګ د مدینې منورې له حدودو بهر واقع نه شي، مګر دا هم مناسبه نه ګڼم، چې زما فضله مواد په مدینه منوره کې وغورځېږي.))

امام صاحب به چې کله د مدینې منورې په کوڅو کې تېرېده، نو د لارې په منځ کې به یې تګ نه کاوه، د دېوالونو په خوا خوا کې به روان وو، چا په دې وجه او په دې ډول دتګ پوښتنه ترې وکړه، نو ویې فرمایل:

(( کېدای شي، چې په دې لارو کې د نبي کریم په مبارکو قدمونو نښانې وي، او په هغو نښانوزما قدم راشي، نو دا به ډېره سخته بې ادبي وي.))

امام شافعي رح یو ځل له امام مالک رح څخه وپوښتل:
(( ستاسو سره د سوارلۍ لپاره ښه ښه اسونه دي، بیا هم په مدینه منوره کې پرې سورلۍ نه کوئ.؟))
امام صاحب یې په ځواب کې ورته وفرمایل:
(( زما یوه شپه هم داسې نه ده، چې زه په خوب کې نبي کریم ونه وینم.))۱۳
حضرت عبدالله ابن مبارک فرمایي، چې زه د امام مالک په خدمت کې حاضر شوم، له هغوی څخه به مې حدیثونه اورېدل. د احادیثو د اورولو اورلو په وخت کې یې رنګ یو ناڅاپه ژېړ شو، داسې ښکارېده، چې په کوم تکلیف کې دی، د حدیثو درس یې روان وساته، تر دې چې له درسه خلاص شو، په دې وخت کې یې ماته وفرمایل:
(( زما ملا خو وګوره))
مایې په ملا باندې اچول شوې ټوټه لرې کړه، څه ګورم، چې هلته یو لړم وو، هغه لړم دی لس ځایه په ملا باندې چیچلی وو، زه ورېږدېدم، او پوښتنه مې ترې وکړه:
(( تاسو ولې غږ ونه کړ؟))
په ځواب کې امام مالک صیب راته وویل:
((ما د رسول اکرم د عظمت(لویوالي) له امله صبر وکړ.))۱۴
یعنې د حدیثودرس مې په نیمه کې پرېښودلی نه شو، او ځان مې په لړم باندې وچيچه.

څوک چې لړم چیچلی وي، هغه دا درد احساسولی شي، خو څوک چې لړم نه وي چیچلی، نو هغوی دا درد نه شي حسولی…… د یوه ځل چیچل هم د تحمل وړ وي، خو لس لس ځله… د تحمل وړ نه دي….
عبدالله بن مبارک رح فرمایي، چې زه امام مالک رحمة الله علیه  سره روان وم، د خبرو په دوران کې مې د یوه حدیث شریف په باره کې ترې وپوښتل. امام مالک زه ټېل وهلم… او ویې فرمایل:
(( زما له تا څخه داسې هیله نه وه، چې په لاره روان به د حدیث شریف په باره کې رانه پوښتنه وکړې؟))
یعنې دا خبره د ادب خلاف ده، چې په لاره د حدیث شریف په باره کې پوښتنه وشي.

یو ځل هشام بن عمار رحمة الله علیه د ولاړې په حالت کې له امام مالک رحمة الله علیه څخه د حدیث شریف پوښتنه وکړه. دوی ته د حدیثو دا بې ادبي دومره سخته شوه، چې هغه د سزا په ډول شل دُرې وواهه. بیا یې پرې زړه خپه شو، او د هغه حدیث شریف په ځای یې لس احادیث ور وښودل.

یوځل امام مالک رحمة الله علیه چېرته ولاړ وو، په دې وخت کې قاضي جریر بن عبدالحمید رحمة الله علیه له دوی څخه د حدیث شریف په اړه پوښتنه وکړه. دوی رحمة الله علیه هغه ته د څو ورځو قید سزا واوروله. خلکو ددې وجه ترې وپوښتله، نو دوی رحمة الله علیه وفرمایل:

(( قاضي ددې خبرې ډېر حقدار دی، چې اول ادب زده کړي.))
پاتې کړۍ لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x