ای سرتیريه! لږ فکر وکړه

حامد مستشهد

نن ورځ د سرتیرو ورځ ده .

خو کوم سرتیري؟

هغه چې شپه او ورځ د صلیبیانو لپاره جګړه کوي.
هغه چې دپیسو لپاره جګړه کوي .

هغه سرتیری چې دده مشران بلواک دي.
هغه سرتیری چې د قومندان زوی یې په دوبۍ او لندن کې چکرې وهي .
هغه سرتیری چې د کلي مُلا يې جنازه هم نه کوي.
هغه سرتیری چې بي بي سي (bbc) دده په بچه بازۍ باندې راپور خپروي.
هغه سرتیری چې نه یې ددین دفاع وکړه او نه ده وطن.

هغه سرتیری چې د جګړې لپاره د کور اقتصاد دلیل کې وړاندې کوي.

هغه سرتیری چې صلیب لپاره جګړه کوي خو په ځان خبر هم نه ده.

هغه سرتیری چې د بګرام دفاع ته لاس په نامه ولاړ ده.

هغه سرتیری چې نه ښونځي ته تللی او نه مدرسې ته.

هغه سرتیری چې په پنځه کلنه ماشومه جنسي تیری کوي.

هغه سرتیری چې معاش، وسله، ډوډۍ یې د امریکا په پیسو دي.

هغه سرتیری چې تعصب او قومیت لپاره جګړه کوي.

نو ای افغانانو!!

زه به څنګه ددغه سرتیري حمایت وکړم.
چې دا سرتیری شپه او ورځ هغه نظام نه دفاع کوي چې له الف نه تر یاء پورې ټول مفسد ده.

زه دغه سرتیري ته وایم .
چې خپل ځان سره فکر وکړه چې تا اوسه پورې یو کافر وژلی ؟
ته او خدای چې تا اوسه پورې یو خارجی وژلی؟

خو نه داسې نه ده.
ته پوهیږې!
چې ته خپل افغانان وژنې.
ته حافظان وژنې.
ته علماء وژنې.
ته مُلایان وژنې.
ته هغه مجاهد وژنې چې د امریکا په خلاف جګړه کوي.
ته هغه څوګ وژنې چې د هغه مشران ټول علماء،صالحان ، قاریان،
ملایان دي، هغوی په شریعت پوهیږي.

لګ فکر وکړه!
ته چې د سرتیرو صف ته راتللې نیت دې څه شی وه؟
وطن که پیسه؟

لګ فکر وکړه!

که فرضاً ته په ریښتیا هم د وطن دفاع لپاره راوتلی یې نو لګ فکر وکړه چې ته خپله مبارزه کې تر کومه پورې ریښتین يې؟
ستا مشران څوګ دي؟ ستا استخبارات دچا په لاس کې دي ؟
ستا نیت به سم وي خو لاره دې غلطه ده، ته له مړي سوال کوې.

لګ فکر وکړه!
ځان نه “خسرالدنیا والاخرة ” مه جوړه وه.
صلیبیان هیڅ کله هم زموږ دوستان نشي کیدای دا قول د قرآن ده
[سُوۡرَةُ المَائدة : 51]

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصٰرٰىٓ أَوْلِيَآءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِينَ

اې مؤمنانو! يهوديان او عيسويان خپل ملګري مه نيسئ، دوى په خپلو منځو کښي سره ملګري دي. او كه ستاسي څخه څوك هغوى خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هماغو کښي شمېرل کیږي. په دي کښي شك نشته چي الله ظالمان له خپلي لارښووني څخه بې برخي كوي]

همدا شان بل آیت کې الله متعال خپل محبوب ته فرمايي

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 120]

وَلَن تَرْضٰى عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصٰرٰى حَتّٰى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدٰى ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَ الَّذِى جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ

يهوديان او عيسويان به هیڅكله له تا څخه خوشحاله نشي، تر څو ته د هغو په لاره (دين)لاړ نشې. دوى ته په كلكه ووايه چي سمه لاره يوازي هماغه ده چي الله ښودلې ده. او كه ته له هغه علم څخه وروسته چي درکړاى شويدى، د هغو په خواهشونو پسې لاړ شې؛ نو ستا هیڅ دوست او مرستندوى نشته چي د الله له نيوني څخه دي وژغوري]

لګ فکر وکړه!
موږ والله که ستا په دا مرګ خوښ یوو .
موږ ستا له مرګ نه په دې ډیر خوښ یوو چې ته خپله وسله په ځمکه کیږدې او خپل کور او اهل ته سالم او صحیح لاړ شې.

لګ فکر وکړه! لګ فکر وکړه! لګ فکر وکړه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.