د کندز د طالبانو والي ملا عبدالسلام اخند (ارشيف انځور)

د ملا عبدالسلام وروستۍ توصیه

قاري حبیب
ملا عبدالسلام . . . او اوس چې یې له نوم سره د ( شهید) مختاړی ږدم، نو بشپړ ډاډه یم. لکه څوک چې د مدرسې یا مکتب د ممتاز شاګرد له نوم سره د ( کامیاب) لقب ضمیمه کړي نو ایله یې نوم پوره شي. ملا عبدالسلام واقعا کامیاب شو، ځکه هغه شهید شو او شهادت په یقین سره ستره کامیابي ده. د پیغمبر علیه السلام یاران ، چې کله به یې له سینې د کفارو نیزه یا غشی پورې وورې ووت نو وروسته کړیکه به یې همدا وه ( فزت و رب الکعبة) د کعبې په رب قسم چې بریالی شوم.

نو ملا عبد السلامه ! تا خو په ژوند هم کله نا کله ( بریالی) د تخلص په حیث له ځان سره لیکه، مګر په رښتیا، ایله اوس ( بریالی) شوې. مبارک دې وي.

د ملا عبدالسلام نوم او تصویر مې لومړی ځل په ۲۰۰۹ میلادي کال د الصمود مجلې په ۳۷ مه ګڼه کې ولید چې نوموړی هغه مهال د کندز ولایت جهادي مسؤل و،د همدې کال په پسرلي کې هغه وخت چې ملا عبدالسلام د کندز په چهاردره کې جرمني یرغلګر په یوه سخته جګړه کې راګیر کړي وو، په ټیلفون یې راسره د چهاردرې جهادي حال شریک کړ. په هغه مرکه کې مو د نوموړي نوم د امنیتي ملحوظاتو له امله عبدالرحمن وښود. ملا عبدالسلام وویل: (په چاردره کې ۱۱ ګروپونه لرو چې په هرګروپ کې له ۱۵بیا تر۲۰مجاهدین شته، دټولومجاهدینوشمېر له ۲۰۰ اوړي . داخوزمونږهغه مجاهدین دي چې هروخت ددښمن مقابلې ته آماده وي نوردعام اولس په منځ کې مونږ بیخي ډېر ملاتړي لروچې دضرورت په وخت کې ورباندې غږکولای شو. څوورځې وړاندې جرمني ځواکونه د لاسپوڅو پولیسو او اردو په ګډون چې نږدې ۱۰۰ ټانګونه اوپوځي وسایط ورسره وو،د عملیاتوپه موخه دچاردرې ولسوالۍ ته راغلل. دلته یوه لویه دښته ده په دې کې یې واړول مجاهدینوددې لپاره چې کلیوته ېې دداخلېدومخه یې ونیسي له وړاندې یې ورته کمینونه اوریموت کنترول ماینونه اماده کړي وو. جرمني یرغلګر لومړی دعین المجر سیمې ته راداخل شول چې مجاهدینو ورباندې برید وکړ په څوساعته جګړه کې ۳جرمني ټانګونه په راکټو ولګېدل اواوریې واخیست اوزیات شمېر سپاره سرتیري یې ووژل شول. په همدغه ورځ دوی دباسوسوپه خوا هم پياده سرتیري رامارش کړل چې کلي ته دداخلېدو په وخت په نږدې باغچوکې دمجاهدینوپه کمین کې ولوېدل زمونږ ملګري کیسه کوي چې ۸ تنه جرمنیان یې ولیدل چې په لومړي برید کې دمرمیوخوراک شول. ددې ورځې په پای کې ددوی ټانګونودسجانیوپه خوامخه وکړه هلته هم مجاهدین ورته اماده وو دلته په جګړه او د ماینونوپه انفجارونوکې ددوی ۴ټانګونه له منځه لاړل اودسردروندزیان هم ورته واوښت.

د عملیاتوپه دوهمه ورځ د چاردرې د سرک بالا په خوا دوی حرکت وکړ دلته دمیرشیخ په سیمه کې ددوی یوټانګ په ماین وخو ت چې سپاره سرتیري یې ووژل شول له دې پېښې شېبه وروسته دقریه فتاح په سیمه کې دوی دمجاهدینوله کمین سر ه مخامخ شول چې په سخته جګړه کې ددښمن ۲ټانګونه وویشتل شول بیاپه میرشیخ کې ددوی بل ټانګ هم له منځه لاړ لنډه داچې په دې ۲ورځوکې دوی په پله پسې توګه دمجاهدینوتربریدونولاندې وو چې په یادو ټولوپیښو کې ورته دسر دروند زیان واوښت د دوی د مړو او ټپیانو د انتقال لپاره په بیابیاڅرخکې راغلې په پای کې دوی اړشول چې دعملیاتوپای اعلان کړي اوبېرته دکندز دښارپه خوادخپلوقرارګاووپه خواوتښتېدل )

دا خو د ملا عبدالسلام د یوې معرکې لنډ حال دی، هغه وروسته تر دې سترې جهادي کارنامې انجام کړې، چې دا بیړنۍ لیکنه د ټولو د احتواء تاب نلري. هغه د ددښمن په زړه کې خنجر وواهه. هغه وخت چې د یرغل ټول پوځي او استخباراتي زور د افغانستان جنوب او ختیځ ته متوجه و او د کفر ژبو( راډیوګانو) فرض عین جهاد ته د پاکستان د مداخلې نوم ورکاوو. د افغانستان په شمال کې د ملا عبدالسلام په مخکښۍ ستر پرګنیز قیام ثابته کړه چې دا جنګ یوازې د جنوب یا فلان و بستان قوم نه دی. بلکې دا د قرآن په نص ثابت فرض شوی جهاد او د ازادۍ ملي قیام دی چې د افغانستان له هرې سیمې او هر واقعي افغان سره نه شلیدونکی تړاو لري.

کندز د یرغلګر کفر او بچیانو په ستوني کې یې هغه اغزی شو چې تراوسه ترې په بوغارو دي،همدا له بدنه کوچنی، له رنګه سکاڼ خو د ایمان له جوهره ډک کلیوال ملا ( ملا عبدالسلام) و چې د متعال رب په نصرت یې جهاد هیواد شموله کړ،د تعصب او جاهليت انګیرنې یې غلطې ثابته کړې او د هیواد په شمال کې یې تاجک،ازبک،پښتون،عرب، ترکمن، ګوجر او بل و بل مسلمان تر یوه محمدي بیرغ لاندې صف او د یرغلګرو کفارو د مغزیو په ریبلو ور مارش کړل.

ملا عبدالسلام د ۲۰۱۰ میلادي کال په لومړیو کې په پاکستان کې د استخباراتي شبکې لخوا ونیول شو او څو کاله په سخت تعذیب او شکنجو کې ورباندې تېر شول. د پاکستان له زندان څخه له را خلاصیدو وروسته یو ځل بیا په کندز کې جهادي سنګر ته ستون شو. د کندز د جهادي مشر په حیث د نوموړي دوهمه دوره تر اولنۍ هغې تاریخي او کارنامه سازه وه. دده په مشرۍ د کندز مجاهدین وتوانیدل چې له دې ولایت څخه د اربکیو او نورو محلي ملیشو تخم ورک کړي،دغه راز د کندز ټولې اطرافي سیمې او حتی د ولسوالیو مراکز تر خپل تصرف لاندې راولي. ملا عبدالسلام په کندز کې جهادي معسکرات پرانیستل او د جهاد او قربانۍ یوه داسې نسل ته یې روزنه ورکړه چې هر یو یې دده په شان د متین عزم،اخلاص او تدبیر درلودونکی دی.
ملا عبدالسلام په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله د کندز ولایت مرکز د لومړني ولایتي مرکز په حیث تر خپل تصرف لاندې راوست.وړم کال مې د یوې مخامخ مرکې په مهال له ده څخه د بریاوو او فتحو راز وپوښت. ده وویل: اصل کې خو موږ په دې ایمان لرو چې دنیایي تصرفات او تحولات ټول د الله تعالی په اراده رامنځته کیږي،مجاهدین که کوم فتوحات کوي هم زموږ دا عقیده ده چې اساسي علت یي دالله تعالی نصرت دی، دالله تعالی د نصرت او مرحمت د نزول لپاره مجاهدینو ته لازمه ده چې داسې کارونه وکړي چې دالله تعالی د رحم او نصرت وړ وګرځي .ستاسو د پوښتنې په رابطه به دا ووایم چې دمجاهدینو اتفاق او اتحاد او د عامو مسلمانانو سره د ښه مخلصانه تعامل او هماهنګي برکت و چې مجاهدین دالله تعالی د نصرت وړ وګرځیدل او الله تعالی دا فتوحات راوستل.

د همدې مرکې په مهال مې له نوموړي وپوښتل چې مجاهدینو ته څه پیغام لرئ؟ ملا عبدالسلام اخند مجاهدینو ته اوږد پیغام درلود خو د خپل پیغام په وروستۍ برخه کې یې دا ټکی په ډیر تاکید ذکر کړ چې ( مجاهدینو ته مې وروستۍ توصیه داده چې له عامو خلکو سره ښه ګوزاره وکړي،تر څو له مجاهدینو مایوسه نه شي .)

رحمه الله تعالی

یوه تبصره

  1. په ژړا او خفګان څه نه کیږي ، دهیواد دازادي لپاره یې ځان قربان کړ ، زمونږ په زړو کې تل دده اود نورو داسې شهیدانو ځای دی ، مونږ پرې ویاړو الله پاک دې جنتونه ورکړي او روح د خوشاله وي .
    الله پاک دې دملا عبدالسلام ځای تش نه پاتې کوي او خدای پاک دې په زرګونو مسلمانان د صلیبي اشغالګرو او دمذدورو ناموس فروشو افغانانو په خلاف را پورته کړي .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.