سرتيريه وروره! (سرتېرو ته ځانګړی پيغام)

ډاکټر خوشال توريال

زما د افغان خاورې او افغان مورې بچيه
د احمد شاه ابدالي او د ملالۍ ميوندۍ د سنګر سربازه
نن ورځ ستا د ورځې په نامه نومول شوې ده
خو مګر ته هره ورځ زموږ په ذهن او فکر کې يې
هره ورځ مو ستا په اړه انديښنې او خواشينۍ وي

سرتيريه وروره!
نن خير دی حوصله راسره وکړه
زما دغه خبرې لږ په غور واوره
ما خپل دښمن مه ګڼه
مګر يو ستا  په حالت باندې دردمن او يو انديښمن ورور وګڼه

سرتيريه وروره!
دا مې په تا نه لوريږي چې ته دې ستړی ستومان او په مشکلاتو کې ګيريې
دا مې په تا نه لوريږي چې ته دې زخمې يا ووژل شې
دا مې په تا نه لوريږي چې ستا ميرمن دې کونډه، مور بوره او بچيان يتيمان شي
دا مې په تا نه لوريږي چې ته په دغه روان جنګ کې بې ځايه قرباني ورکړې
دا مې په تا نه لوريږي چې د يو بل افغان ورور له وجې ستا ژوند په ناکرارۍ کې وي

سرتيريه وروره!
په تاسو د ګران هيواد قوت او وجود غښتلی دی
تاسو د ګران هيواد د ملا د تير حيثيت لرئ
تاسو يئ چې هيواد به له دښمنانو ساتئ او ولسونو ته به د امن ژوند برابروئ.
تاسو يئ چې يرغلګر به په شاتمبوئ او خپل ورونه به په خپل څنګ کې نيسئ.
خو اوس دلته حالات بدل دی، دلته ستاسو ګټه دښمن ته رسیږي او تاوان مو خپل ځان ته.
ځکه چې دلته جنګ تاسو نه دی شروع کړی
دلته جنګ امريکايانو شروع کړی دی
او تاسو يې له ځان سره په کې ګډ کړي يئ.

سرتيريه وروره!
اوس دلته د هر څه تعريفونه بدل شوي دي
اوس دلته ستا د فکر د بدلولو له پاره ډير کار شوی دی
اوس دلته دښمنان دوستان ګڼل کيږي او دوستان دښمنان
اوس دلته زموږ اصلي دښمنان( يهود او نصارا) غواړي چې مسلمان له مسلمان سره په جنګ واچوي
اوس دلته هغه څوک مجرم دی چې مسلمان دی

سرتيريه وروره!
زه دا منم چې ته مسلمان يې
زه دا منم چې ته ددې خاورې بچي يې
زه دا منم چې د همدغه ولس له منځه راپورته شوی يې
تا هيڅکله څوک له دې وطن نه پردی کولای نشي
په موږ او تاسو لازمه ده چې خپل هيواد د پرديو له شتون نه پاک کړو
هغه که امريکايي وي او که پاکستانی وي او بل هر يرغلګر

سرتيريه وروره!
خو ګوره پاکه خبره کوې
نن چې تاسو په خپل هيواد کې اوسېږئ
د يرغلګرو له محکوميت لاندې نه ياست؟
ايا تاسو کولای شئ چې د هغوی له اجازې پرته کوم ګام پورته کړئ؟
کله چې د هغوی خلاف کوم ګام پورته کوئ له کوم جدي غبرګون او سزا سره مخ کيږئ که نه ؟
ایا د هغوی په موجوديت کې ډير داسې شيان او عملونه تاسو نه دي ليدلي چې ستاسو له ملي او اسلامي مقدساتو سره پهه ټکر کې وي؟
ايا تاسو له زړه نه يقيني ياست چې د هغوی دوستي به تاسو ته په اخرت کې هم ګټه ورسوي؟
که تاسو څومره دلايل ووايئ خو بيا هم که چيرته په سمه توګه فکر وکړئ.خبر يئ چې د اسلام له نظره له امريکايانو سرهه ستاسو د يو ځای وخت تيرول څنګه  دي؟
تاسو ته د قرانکريم دغه ايت چا نه دی لوستی او ترجمه يې نه ده درته کړې چې فرمايي:
يا ايهاالذین امنو لاتتخذو اليهود والنصری اوليا بعضهم اولياء بعض

سرتيريه وروره!
زما دا نه درباندې لوريږی چې خدای مه کړه د دې دنيا دغه عمل دې په اخرت کې ستا د عذاب سبب شوی وي.
زما دا نه لوريږي چې د خپلو مسلمانانو ورونو په قتلولو سره اخرت کې له سخت حساب سره اشنا شئ.
زما دا نه لوريږي چې خپله ځواني په دغه بې فايدې جنګ کې له لاسه ورکړې.
زما دا نه درباندې لوريږي چې خپل افغاني او ايماني غرور دې د امريکايان په وړاندې ټيټ شي.
زما دا نه درباندې لوريږي چې سبا وژل شوې يې او خلک دې له جنازې نه نفرت کوي.
ته وګوره چې کله اصلي شهيد وي څومره خلک يې په جنازو کې ګډون کوي او له لرې لرې ځايه يې ديدار ته ورځي.

سر تيريه وروره!
تاسو ته به ستاسو مشرانو له وطن سره د وفادارۍ ډېرې کيسې کړې وي؛ خو ايا تاسو په دې باوري يې چئ مشران مو وطن تهه وفادار دي؟
تاسو وينئ چې هيواد کې مو مشران د چوکيو په ويش او د خپلو جيبونو په ډکولو بوخت دی.
تاسو نه وينئ چې تاسو او ستاسو ملګري له لوږې او تندې په لرو پرتو سيمو کې پراته دي خو په کابل کې بيا د چارواکوو دسترخوانونه له هر ډول خوړو ډک دي.

سرتيريه وروره!
زه دا منم چې ته مسلمان يې
زه دا منم چې ته د مسلمان بچی يې
لمونځ او اودس هم کوې
د يو الله عبادت کوې
له کفارو سره کرکه هم لرې
خو بيا هم ددې ډول کړو وړو او د دا ډول اعمالو په کولو سره ته له الله ج نه په اخرت کې ځان نه شې خلاصولی

سرتيريه وروره!
د امريکايانو ظلمونه خو به وينئ چې هره ورځ يې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې ولسي ا وبې ګناه خلک په وينو لړلي وي
هره ورځ يې يو نه يو ډول وحشت کړی وي
د دین سپکاوی، د قران سپکاوی، د پيغمبر سپکاوی او داسې نور ډیرې بې عزتۍ يې مسلمانانو ته ور واړولې
نو بيا ولې يو مسلمان د داسې خلکو تر څنګ ودريږي.

سرتيريه وروره!
تاسو ته ويل کيږي چې طالبان د پاکستان او نورو نورو هيوادونو خلک دي.
خو تاسو که په خپلې سيمې او علاقې کې وګورئ او پېژنئ به يې هم چې طالبان څوک دي؟
تاسو به ډير طالبان ليدلي وي چې پاکستان به يې په خوب کې هم نه وي ليدلی
مګر د امريکایانو او د هغوی د پلويانو د ظلمونو له امله به يې ټوپک ته لاس کړی وي.

سرتيريه وروره!
دا نړۍ ډيره فريبکاره ده، تل يې د خپلو ګټو له پاره زموږ مظلوم خلک قرباني کړي
د نړۍ خبرې رښتيا نه دي د نړۍ اهداف د کليسا اهداف دي چې د اسلام په وړاندې دوی له پخوا شومې ارادې لري.
حالات د خپل عقل او فکر او د اسلام په چوکاټ کې ښه تحليل کړه
ښه وګوره چې نړۍ او په افغانستان کې موجود بهرني يرغلګر رښتيا زموږ خواخوږي دي؟
دوی چې دلته جنګيږي رښتيا زموږ د ژوند د ښه کولو له پاره جنګيږي؟
ايا دوی موږ ته تر اوسه کومه خوښي او خوشالي راوړې ده؟
ايا دوی تر اوسه زموږ د کوم درد دوا شوي دي؟
ايا د دوی دوستي به موږ په اخرت کې له دوزخ نه خلاص او د جنت مستحق جوړ کړي؟
ايا له دوی سره زموږ په دوستۍ الله او د هغه رسول خوشاليږي؟
اخر څه وجه ده چې موږ په دې حالاتو ځان نه پوهوو.
الله عقل راکړی دی بايد کار ترې واخلو، نه دا چې هر څه چې څوک راته وايي په پټو سترګو يې ومنو
هو دا زما خبرې چې ګورې هم نو سوچ پرې وکړه يوازې په پټو سترګو يې ومنه

سرتيريه وروره!
تاسو ته چې د دولت مشران کومې وعدې درکوي ټولې رښتيا دي؟
داسې کوم وخت درباندې راغلی چې دوی درباندې مهربان شوي وي؟
ايا په رښتيا دوی ستاسو غمخواره دي که تاسو دغه جنګ د خپلو ګټو له پاره ورمخکې کوي؟

سرتيريه وروره!
سوال درته کوم
زارۍ درته کوم
په تا مې زړه بديږي
ستاسو په کورنۍ مه زړه بديږي
ستاسو په بچيانو خفه کيږم
وطن کې د اور او جنګ لمبې لا پسې زياتيږي
خدای مه کړه سبا به بيا هم په کې ته له خپل ژوند نه وتلی یې.
او واړه واړه يتيمان بچيان به دې پاتې وي چې بيا به هغوی زموږ له زړنه نه وځي

سرتيريه وروره!
خدای مهربان دی
موږ يې پيدا کړي يوو
موږ ته به روزي هم راکوي
نو ته هم الله ته ځان وسپاره
او چيرته يو بل کار ځان ته پيدا کړه
چې حلاله نفقه پرې ترلاسه کړې
او خپلو بچيانو سره دې د خوشالۍ ژوند تېر کړې.

یوه تبصره

  1. Talib wrora chi sarterai bal kar paiyda kree ta ba watan biya par pakistan khars kree. Sarteri kho par yaw shtaman hewaad khars kree aw ta ba yee da ghulam par ghulam khars kree
    Wsalam

    ځواب
    تبصره

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.