
د پښتو ژبې لیکدود په هکله
فاتح کاروان
د غربي مستشرقینو په اهدافو کې هم یو هدف دا ؤ چې اسلامي امت له عربي ژبې څخه لرې کړي، ځکه هغوی په دې راز پوهیدلي وو چې تر څو په اسلامي امت کې عربي ژبه له خپل مقبولیت څخه و نه غورځولی شي او د دغې قرآني، نبوي او مهذبې ژبې پرځای د غرب غیر اسلامي ژبې او د هغوی الف او باء، لیکدودونه او املاوی ترویج نه کړای شي، په فکري توګه مسلمانان هيڅکله نه شي مستعمره کولای؛ ځکه چې د مسلمانانو عقیده، د دوی ثقافت او تهذیب، فقه، ادب، تمدن، د ژوند هر اړخیز قوانین او شرعي هدایات، علمي او عرفاني کړندودونه(برنامې) په همدغه عربي خوږه او ترسکونه ژبه کې دي، نو مستشرقینو نهایي زیار ویستلې او دا هڅه کوي چې د اسلامي امت او عربي ژبې ترمنځ واټن او لرېوالې پیدا کړي( چې دا دې خبره تر پښتنو را ورسېده) هغوی دا تبلیغات کړي او کوی یې چې په اوسني عصر کې عربي ژبه د دې جوګه نه ده، چې خپلې بقا ته دوام ورکړي؛ ځکه چې دا غیر علمي ژبه ده!! دا ژبه بین المللي یا لږ تر لږه بین الاسلامي ژبه نه ده، دا ژبه اوس له معیار نه غورځېدلې زړه او مړه ژبه ده، د ادب او علم له نظره عربي ژبه یوه فقیره ژبه ده او…
مستشرقین او استعمارګران غواړي چې له یوه پلوه د عربي ژبې پرځای پر اسلامي امت خپلې استعماري ژبې تحمیل کړي او له بله پلوه غواړي چې په دې توګه مسلمانان د عربي ژبې په نه زده کولو بې لارې او له خپل دین څخه لرې کړي، ځکه چې د اسلام د مقدس دین ټول قوانین څلور سرچینې لري: قرآن، نبوي سنت، اجماع او قیاس مستنبطه او دغه څلور واړه په عربي ژبه کې دي، نو کله چې مسلمانان په عربي ژبه پوه نه شي، خپل دین به څنګه زده کړي؟ خپل اسلامي تشخص به څنګه وساتلې شي؟ بلکه دا هر څه به له لاسه ورکړي او د مستشرقینو، یهودو او نصاراو هدف به پوره شي.
دا اوس چې ګران هېواد د صلیبي او یهودي اشغالګرو لخوا مستعمره شوی، نو طبیعي ده چې د خپلو استعماري موخود تر لاسه کولو لپاره به په هره ممکنه لاره هڅې کوي، د ګڼ شمېر رسنیو له طریقه یې دلته د اسلام، شریعت، شرعي حدودو، عربي ژبې، مدارسو او عالمانو خلاف توند پروپاګند پیل کړی او ټول تمرکز یې په دې خبره دی چې څه ډول افغان ولس د اسلام او اسلامي تعلیماتو څخه لرې وساتي، فحاشي، عریاني، بې دیني، جهالت، قومي تعصبات او بې اتفاقي په کې خپره کړي.
د پښتو ژبې لیکدود چې اوس په عربي ژبه دی د یهودو او نصاراو د پروګرام سره سم دا هڅې روانې دي چې لاتیني لیکدود ته واړول شي، لاتیني لیکدود ته د پښتو اړول داسې یو شوم او کرغیړن پلان دی چې مستقیماً د یهودو له خوا تمویلیږي او د هغه ایمان پلورونکو لخوا مخ ته وړل کیږي چې لا له وړاندې یې د استعمار خدمت ته ټټر وهلې دی، د عربي لیکدود نه لاتیني ته د پښتو اړول د هغه خلکو په توسط ابلاغیږي چې د اسلام سره شدیده دښمني لري، مساجدو، مدارسو او د عالمانو سره یې له مخکې نه خپله دښمني څرګنده کړی ده.
درانه لوستونکي به دې له دې رازه هم خبر وي چې امریکایي یرغلګرو د خپلو ګوډاګیانو په مرسته په قصدي ډول افغان ملت په فقر او بیکارۍ اخته کړی، د دې لپاره چې کله ولسونه وږي شي نو په نهره ګېډه خو سیاست نه شي کولای، موږ ګورو او دا د دې ټولنې یو عیني واقعیت دی چې زموږ خلک سهار په خپلې غریبۍ او مزدورۍ پسې ووځي، نو ماښام ستړي ستومانه راشي او له خوراک نه وروسته ویده او سهار لمانځه مهال بیا په مزدورۍ پسې ورک وي، عاید کم او مصارف زیات دي، سود او رشوت خلک له زوره پرې باسلي دي دا ټول کارونه او ناخوالې تصادف نه بلکې د استعمارګرو سیاست دی، همدا چې خلک وږې او فقر ځپلي وي هغوی بیا د خپلو سیاسي حقوقو نه خبریږي هم نه، دغه ځای بیا د استعمارګرو لپاره ښه فرصت وي چې خپل اهداف پلي کړي.
د پښتو او عربي ترمنځ نه شلېدونکي اړیکي غرب ته د زغملو نه دي، ځکه خو یې د شرعي حدودو، مدارسو او عالمانو خلاف د پروپاګند نه وروسته په دې پسې هم مټې را بډ وهلي چې پښتو ژبه له عربي لیکدود نه لاتیني ته واړوي، دا چې د دې کار علمي ګټې شته او کنه ښکاره ده چې کوم څه د دې کار د علمي ګټو په نوم خلکو ته ښودل کیږي هغه یواځې خیالي کیسې دي، که د پښتو ژبې د علمي کولو خبره شي نو عربي ژبه تر ټولو زیاته غني ، فصیحه، ترسکونه او خوږه ژبه ده ضرورت د دې نشته چې د علمي کولو لپاره دی موږ د لاتیني ژبې چینجن لیکدود ته مخه کړو او که په ګوګل ټرانسلیټ کې د پښتو تورو د ژباړې ستونزه وي نو پښتو خو له اردو او فارسي خواره نه ده، د دې پرځای چې ټول لیکدود لاتیني ته اړول کیږي د دغې خوارۍ لږه برخه که په ګوګل کې د هماغو مطلوبو پښتو تورو په ژباړه مصرف شي، نو د دغو پښتو تورو د ژباړې ستونزه به هم حل شي او پښتو لیکدود به هم همداسې ښایسته او لرغوونې پاتې شي او تر ټولو مهمه داده چې د پښتنو کوم حقوق تر پښو لاندې شوي د هغو د تر لاسه کولو هېڅوک هم نه کوي، دا چې ولې ځیني کړۍ دا اسانه( ګوګل کې د پښتو تورو د ژباړې) چاره پریږدي او د میلیونونو پښتنو ژبه د عربي نه لاتیني ته اړول غواړي هغه هم په ډېرو مصارفو، دا ځکه چې دا پروګرام له وړاندې په نظر کې ؤ، د دې پروګرام هدف دا دی چې پښتانه د اسلام، اسلامي علومو، اسلامي فکر، قرآن او حدیث نه لرې او ناخبره پاتې شي تر څو پرې بې دینه کړۍ خپلې تجربې په اسانه ډول ترسره کړي…
په دې اړه به نور وضاحت په بله لیکنه کې وکړو چې په افغانستان کې د پښتو ژبې د لیکدود اړول له عربي نه لاتیني ته، کوم مشخص اهداف لري او پر وړاندې یې څه کول په کار دي.
د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله
بلکل واقعیت دی ، په ګوتو دي برکت شه ، هغه داستاد یاسر – رحمه الله – خبره چې په دې اړه یې کړي وه رایاد شوه .
رب العزة جل جلاله دی اجر جزیل درکې – ستاسو خبری ټوله رشتیا دی – په ترکیه کې وار دواره کمال اتاترک ملعون دا کار د همدی مقصد لپاره وکې ترکي لیکدود یی لاتینی حروفو ته واړاوه چې ترکی اولس یی د دین څخه بیګانه کې تر اوسه هم خلګ په عام ډول د قرآن شریف د ویلو سره ډیر ناآشنا دي – په ګران مسلمان افغانستان کې هم پښتو ټولنی ډیر هڅي وکړی مګر تر اوسه الحمد لله ناکامه دی او الله جل شانه دی ناکامه تر ابده ولری – الله جلت عظمته دی د ټولو کافرانو دسیسي د… نور لوستل »
نړی مننه. له معلوماتو نه مو داپښتو ژبۍ دلا پرمختګ په هیله
د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله
خدای دې وساته!
کاروان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! ډير ځله د لیکنو عنوان ته په کتلو د لیکنی لوستل ضیاع وخت ګڼم ، لکه ستاسی د لیکنی عنوان د پشتنو نشنلستانو او کمونستانو د لیکنو او ستایل معلومیدلو نزدی می تری صرفنظر کړی وو ، خو کله چه می ستاسی نوم ورسره ولید حیران شوم چه تاسی او نشنلستی فصل پرانستل . د همدی حیرانتیا له مخی می د لیکنی لوستل په ډیره لیوالتیاشروع کړل ، ډیره معقوله لیکنه وه زه به هم یو څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه : دا سمه ده جه د نورو… نور لوستل »
د پورتنۍ ليکني له ليکوال څخه مننه، پر ډېري د پام وړ موضوع باندي يې مقاله ليکلې ده الله دي اجر ورکړی. په دې هکله زما له يوه خپاره سوي کتاب «د حق او باطل جګړې» څخه لاندي څو کرښي هم ستاسو درنو لوستونکو مطالعې ته وړاندي کوم: حقيقت دادى چي عربي ژبي او ډېرو عربي اسلامي علومو ( چي ځيني جنابان يي په ملنډو او ريشخندونو ملايي يا عربيزم ګڼي ) زموږ د ژبي سره ډېره ستره مرسته کړې ده. که لوى څښتن جل جلاله پر موږ باندي عربي ژبه او علوم نه واى پېرزو کړي اوس به زموږ… نور لوستل »
ګټور