ادبي لیکني

ازموينه لنډه کيسه

په ټولو ازموينوکې له ژبپوهنې ډارېده، سخته  دومره نه وه، خو د دې مضمون د استاد ضد دى په ډارکې اچولى و، هغه به تل په کنايو، استعارو او کله-کله نېغ په نېغه د ږېرو د خرېيلو ورته ويل. د ده وچ، کلک، ډنګر وجود او تل سرو خوبولو سترګو به هرچاته د ده د هڅو خبرې کولې.

له نورو محصلينو ډېر بدل وو، تر هر بل کار يې ډېر زوردرسونو ته ورکړى وو، تل به د سند پر غاړه تر ونو لاندې په مصله له څو چپټرو سره ناست و. نن يي بيا هم د سبانۍ ازموينې د تياري پر نيت په خپل پخواني ځاى مطالعې ته کش ورکړى وو، چې مخ ته په مصله پروت ساده نوکيا موبايل به يي کله د پردې رڼا مړه او کله روښانه کړه. د مبايل په پرده يې د کبير نوم  وليد، اوکې يي کړ:

:-اسلام عليکم
:-وعليکم رحمت يې؟
:-هوکبيره څنګه يې؟دترورزويه!
:-خيرت دى بچو! غږ دې داسې بل رقم دى لکه ويده چې وې؟
:-نه والله ياره! امتحانونه دي، ښه په کلي کې څه حال دى؟
:-مزې دې وکړې بچيه، زموږ له حاله نه يې خبر،د طيارو غورا نه اورې؟
:-لږ،لږيي غږراځي، ولې بيا لکه چې چاپه لوېږي؟
:-والله بيايي بچيانوکار ورکړى، دوه ټانګه يي پورته کړي.
:-الحمدالله، نريي کاريې کړى، ښه په مخه دې ښه زموږ پر کور هم پام کوه، زه بياخپله هم زنګ ورته وهم.

××××

د پوهنتون د ساحې په  پراخ چمن کې پر لسګونو محصلينو سربېره، ديوې  نيمې مرغۍ له چوڼ-چوڼ او د څواستادانو د قدمونو له غږه پرته کراره-کرارې وه، کله –کله به د پوهنتون له منځه د محصلينو د شور تيت غږ راغى.

د رحمت په جېب کې موبايل غور-غور جوړکړى وو، څو واره يي زړه ښه کړ چې لاس ورښکته کړي خو د استاد لومړني اخطار(موبايل جداً بند!) وارخطا کړى وو، سره وښوريد، استاد له لري پرې غږکړ:
:-اې شيخه! که داځل دې حرکت وکړ، پارچه درنه اخلم، هلته جنګونه کوئ، دلته پارچه په نقل حلوئ.

سر يې ښکته واچاوه، د استاد له داسې ډېرو خبرو سره روږدى وو، ځکه خو يې دومره تاثيرپرې نه کاوه، خو د موبايل پرلپسې زنګونو ته په سوچ کې وو، ټولګيوال اواطاقيان خو يي په ازمو ينو  کې دي، خامخا به زنګ له کلي وي.

شاوخوا يې دوه استادان تر نظر تېرکړل يو د هلکانو په بل سر کې موبايل تر غوږ خبرې کولې لکه چې د کوم محصل يو خپلوان وو، داسې به ډېرکېدل د نورو ترمخ به استاد له موبايله ښکاره د هلک نوم او د حاضري نمبرليکل چې په آزموينه کې ورسره مرسته وشي، بل له يوه هلک سره پر پارچه ور کړوپ  مصروف وو. ورو يې پر ځړېدلي سر موبايل له جېبه راويوست، د کور نمبر وو، ژر يې اوکې کړ:

:-په امتحان کې يم، په…
د خورسويوکړيکو يې خبره ورغوڅه کړه

:-رحمته ګله! ټول کور مو بمبار شو، يو زه روغه يم، دې ادې يوه پښه نشته په شفاخانه کې ده، ژر راځه، لالا، ورېندار، حميدګل ټول….

سر ته ولاړاستاد يې په يوه لاس پارچه اوپه بل موبايل ترې پورته کړ، دى نېغ ورسره ولاړشو، په قهر يي وازې سترګې ورته کتل، استاد دده د پارچې په بل مخ په سره قلم غټ وليکل

:- نقل صفر(٠).

 

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x