
روسیه وايي په سوریه کې یې ۱۶۲ سلاوي تجربه کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۹، ۱۳۹۵ل): د روسیې دفاع وزارت وايي چې مونږ د سوریې د جګړې پر مهال ۱۶۲ وسلې وازمایلې، چې ځیني یې ډیري مختللې او پیچلې وي.
دفاع وزیر سرګی شویګو د روسیې پارلمان ته په وینا کې وویل چې زمونږ ټولو وسلو ډېر ښه فعالیت وښود خو یوازي لس یې داسي وي چې لږ کمزوري ثابتي شوې.
د روسیې حکومت هر کله په ښکاره ویلي چې د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ ددوی عملیات په سوریه کې د زور ښودلو او خپلو وسلو ازمایلو ښه فرصت دی، خو په وینا یې اصل هدف نه دی.
د روسیې په چارو کې یوه کارپوه ویلي چې په سوریه کې د روسیې اصل هدف د اوکراین د شخړي وروسته د غرب سره د سیاسي انزوا ماتول او د بشار الاسد ملاتړ وو، خو د وسلو ښودل او ازمایل ورسره اضافي ګټه وه چې د روسیې په برخه شوه.
نوموړی وایی چې همداسي په هیواد دننه کې هم ځیني وجوهات وه چې له امله یې روسیې د سوریې په شخړه کې مداخلت وکړ.
باید وویل شي چې په سوریه کې د روسیې مداخلت نه یوازي دغه جګړه لا اوږده، پيچلې او د نامعلوم برخلیک سره مخ کړه، بلکې په لسګونو زره بې ګناه سوریایان په کښي ووژل شول او په سلګونو زره نور هجرت ته اړل شول.