افغانستان

د ژړۍ جګړه پای ته ورسېده

نن ټکی آسیا: د ژړۍ جګړه چې د طالبانو د ۹ سرتېرو برید کوونکو له لورې پيل شوې وه، بالآخره پای ته ورسېده.
ځایي امنیتي چارواکو له جګړې وروسته وویل چې برید کوونکي يې له منځه وړي؛خو د خپلو ځاني او مالي تلفاتو په باب یې له څه ویلو ډډه کړې.

طالبان وايي د جګړې وروستي جزیات به له رسنیو سره شریک کړي.
خو د سیمي اوسېدونکي، عیني شاهدان او طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د جګړې په پیل کې په دروازه کې پرو ګډو ځواکونو د موټر بم درنه چاودنه شوې او پاته اتو تنو سرتېرو بریدګرو ته قرارګاه ته د ننوتلو لاره خلاصه شوې.
ویل کېږي، چې د بهرنیو ځواکونو له یادې قرارګاه څخه اوس هم لوخړې پورته کېږي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط نن ته وویل چې بهرنیو ځواکونو له جګړې سمدستې وروسته د بې پېلوټه الوتکو، چورلکو او جیټ الوتکو په مټ د قرارګاه په شاوخوا پراخه بمبارۍ کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x