غسل اړوند لسم درس

 احمد الله عاطفي
مړي ته دغسل عملي طریقه
مړي ته دغسل ورکولو لنډه طریقه دادی چې مړي په تخته پرې ايستل شي جامې ترې وویستلی شي.

پرته دخولې اوپوزې له وینځلو اودس ورکړل شي،خو غوره دی چې په لمدې ټوټې خوله او پوزه ئې مسحه شي.

که مړی دجنابت،حیض او یا نفاس په حالت کې سأ ورکړي وي ؟ خوله او پوزی ته ئې اوبه رسول اړین دي، له اودس وروسته دمړي دسر ویښتان او که ئې ږیره وه هم په اوبو( چې دبیرې پاڼې ورسره ایشل شوي وي یا صابون،شامپو او که نه ووخالصې اوبه) ووینځل شي، بیا مړی په چپ اړخ پرې ايستل شي، په ښي اړخ ئې، له سره تر پښو اوبه تیرې شي،همدا عمل بل لورته هم تکرارشي، پای کې مړی ځان ته تکیه شي او په خیټه ئې په لاس نرمه مسحه تر سره شي،که کرکجن مواد ووتل هغه دووینځلی شي،له غسله وروسته مړی په پاکې ټوټې وچ او کفن ورکولو سره جنازې ته یووړل شي.

مړي ته دغسل تفصیل او احکام
مومن مسلمان په ژوند کې دستر مقام او ارزښت وړدی،دمرګ په وخت اوله مړینې وروسته ئې هم باید ارزښت حفظ شي، په دي اړوند دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ډیري ارزښتناکئ لار ښوونې او هدایاتو په رڼا کې فقهاوو هم خپل مسئولیت تر سره کړی،وروستي عملي چارو په تر سره کولو کې ټول مسئولیت لرو، نه یواځې داچې ،مړې ته غسل ورکول،قبرکندل او جنازې چارې دیو څو تنو وظیفوي دندې وګڼو،مونږ ځانته له مسئولیت او مکلفیته برأت ورکړو؟!.
مرګ په هر چا راځي، دخپلو دوستانو او کورنیو غړوپه شمول موډیر ولیدل چې مړه شول، زمونږ مرګ به هم نور وویني، که مونږ په دې اړوند احکام خپل کړل ،راتلونکی نسل به ئې هم خپل کړي . ان شاألله

قال الله تبارک وتعالی:{إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ … الزمر:۳۰}
ژباړه:یقیناً چې ته هم مرې او دوې هم مري.

ددې لپاره چې مهمه مسئله دی تحقیق اوتفصیل ته ئې پام لرنه وکړئ…

له ټولو نه دمخه مړي ته دغسل ورکولو لپاره داسې ځای غوره شي چې لیاره او دخلکو تګ راتګ نه وي، دغسل ورکونکو نه پرته دنوروله لیدو دامکان تر حده محفوظ وي.

که ممکن وي کومه تخته چې دمړې لمبولو لپاره منتخب شي،هغه ته دي دری ځله دخشبو دود ورکړل شي، یا دري ځله ورباندې خوشبوئې وشیندلی شي، لازم او ضروری نه دی،غوره دی چې دمړي احترام وشي .

که مړي ته دغسل ورکولوځانګړی ځای وي سمه دی که نه وي او موقعت داسي وي چې اوبه خوریږي،غوره دی چې دتختې لاندې کنده وکندل شي .

دلته او یانورو ځایو کې چې شمیر حسابیږي په داسي احکاموکې باید طاق عدد ونیولی شي.

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن الله وترٌ يحبُّ الوتر. (رواه شیخین)

ژباړه: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمائلي: یقیناً الله(جل جلاله) طاق دی او طاق خوښوي.

الوتر: طاق معنی صفت دالله تعالی،هغه ذات چې یګانه دی شریک او سیال نه لري، په ذات کې مثل او نظیر نه لري، په
صفاتو کې شبي او مثیل نشته په افعالو کې شریک او معین.

يحب الوتر:داچې خوښ لري طاق، زیاتره اعمال او اطاعات ئې طاق ګرځولي، لمونځ پنځه وخته،دبیت الله طواف اوو چکره، دصفآ او مروی سعیه اوو تګ راتګه، شیطان ویشتل اوو ګټکۍ ، کفن دري او پنځه تختې او…

مړی به په تخته پرې ايستل شي،جامې ،ساعت،کوته،یاهر ډول ګاڼه چې وي تري وباسئ، چې په اسانه ویستل کیږي مکر دهغه فلز او توکو دویستلو هڅه مه کوئ چې دغړي په توګه کارول شوي وي،که په خوله یا دبدن په نورو برخوکې وي، دسروزرو وي یا دسپینو ، له یویخوا ئې ویستل اسانه نه دی له بل لوري ممکن دشکل ظاهري بڼې ته تغیر یا ئې بدرنګه کړي.

مړی له نامه نه تر زنګنو په څادر،لنګ او یاهر ډول ټوټه وي وپوښئ،چې عورت ئې پټ شي،ځکه پټول دعورت په هر وخت کې واجب دی، په ژوند وي یا په مړینه.

عن علي (رضي الله عنه) قال : قال النبي (صلى الله عليه وآله وسلم) : لا تبرز فخذيك ولا تنظر إلى فخذ حي ولا ميت . (رواه ابو داود و…)

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د ورنو(عورت) له ښودلو منع کړی او هم ئې فر مائيلي: دژوندې او مړې ورنوته مه ګورئ.
علامه مرغیناني(رحمه الله) وايې: که داسانتیا لپاره یواځې عورت غلیضه پټ شي صحي دی تر هغه چې له نامه نه تر زنګنو وپوښلی شي تکلیف پیښوي.

غسل ورکونکی به نرمې لاسي کڅوړې(دس کشې) په لاس کړې، که دپلاستیک وي یابل هرڅه،که لاسي کځوړې نه وي غاسل کولای شي له لاسه ټوټه تاو کړي.

غاسل به دلنګ لاندې لاس تیروي،پرته له دې چې دمړي عورت ته وګورې استنجا به ورته تر سره کوي.

داستنجا اندامونه تر هغه وینځئ ،چې په بشپړ پاکیدوئې باوري شوئ.

له استنجا وروسته مړي ته اودس ورکړئ،خو دمړي،خوله او پوزه کې له اوبواچولو ډه ډه وکړئ،

غسل ته اودس سنت دی او په اودس کې دخولي او پوزې وینځل هم سنت دي،خودلته ئې ترکول غوره په دې دی چې عذر موجود دی.

ځکه د اُبو دوباره ویستل تکلیف دی،دومره وکړئ،چې څومره ئې شونډي بیرته وې او هم دپوزې دسوړیو په خوله کې دشهادت په کوته لمده مسحه ورکړئ.

كه څوك پنبه (مالوچ) لوند كړي او دمړي په (وُريُو)يي ورومښي او دپوزې په سوريو كې ور ننه باسي دا هم روادي .
آن تردې كه مړى دناپاكۍ (جنابت)يا دحيض او نفاس په حالت كې مړشي نو بيا خو يې پوزې او خولې ته په نوموړي طريقه سره اوبه وررسول اړين دی .

دا هم روا او غوره دی چې په یوي پاکې ټوټې دمړي غاښونه،دپوزې سوړې اوغوګونه پاک کړئ،بیا په همدې دریوو ځایونو مالوچ کیږدئ،چې دغسل په جریان کې اوبه داخل نه شي.

که ممکن و غوره دی چې دلمبلو لپاره په اُبو کې دبیرې پاڼې او یا داشنان واښه وایشوئ،دې سره بدن ښه پاکیږې اوهم په وروستي ځل دوینځلو په اُبوکې کافور ګډ کړئ چې پاکوالي سره ممد او خشبو شي، که نوموړي امکانات نه وو په خالصو اوبو غسل ورکړئ، داهم په یاد ولرئ،چې اوبه تړمې وي.

په صحیحینو کې داُم عطیه(رضی الله عنها)نه روایت دی،چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په اُبو کې دبیرو پاڼو،اشنان ګډولو سپارښتنه کړې،دتکرار وینځلو درې، پنځه یا اوو ځله او هم دغسل په وروستی اُبوکې کافور ګډول او استعمال.
علمآ وايې: اشنان او بیرې پاڼې چې په اُبو کې جوش شي،له بدنه خیره لرې کوي او هم له دی سره دکافوروګډول دبدن په تازه ګې، خوشبو، پاکوالې، کلکیدو او ژرنه ورستیدو اوخرابیدو په مخ نیوي کې خورا زیات اغیزمن او هم ضرري حشرات او خزنده ئې دبوۍ له اغیزې په بره او قبر کې تښتي.

له اودس وروسته ئې دسر او ږیرې ویښتان په یادو اُبو،که دغه ذکر شوي اوبه نه وي موجود او یائې په جوړولو او تر لاسه کولو کې تکلیف وي ،غوره دی چې په صابون، شامپو یاهر هغه مواد چې دپاکولي ارزښت ولري ، ومږې او ووینځئ، همدا راز د ښځې دسر ویښتان په همدې ترتیب .

له دي ورسته د مړی په چپ اړخ پرې ایستل شي، له بره یعنې په ښي اړخ ئې له سره تر پښو داوبو په اچولو نری نری کیسه
او مالش کړئ،داوبو اچولو جریان درې، پنځه یا اوو ځله داسي تکرارکړئ،چې اُوبه تر لاندي ډه ډې ورسیږي،عین کاردمړي په ښي اړخ سملولو او په چپ اړخ اوبو اچولو سره هم تکرار کړئ،دحضرت ابو هریره(رضی الله عنه) په روایت چې بخاری شریف روایت کړی له ښي لوري پیل سنت دی.

دمړې یوځل وینځل فرض دی له ده زیات سنت ،که غاسل وانګیرله چې په درې ځله وینځلو مړی پاک نه شو،تکرار دزیات کړي خو طاق،پنځه يا اوو ځله پورې په شرط ددې چې د اُبو ستونزه نه وي.

دغسل په پای کې مړی ځان لورته داسې راکاږئ،چې په ناسته دتکیه کولو حالت غوره کړي، په لږ فشار سره ئې په خپل لاس په خیټه نرمه مسحه ورکړئ، که کرکجن مواد(غایطه مواد) ووتل هغه او ملوث محل ووینځئ، دغسل یا اودس اعاده نشته.
له عورته لمده ټوټه په وچې ټوټې داسي بدله کړئ چې دمړي عورت له لیدو محفوظ وي.

په ځان پاک ،پاک څادریا هره پاکه ټوټه چې وي دمړي بدن وچ کړئ چې کفن لوند نشي، سر او ږیره ئې حنوط کړئ( پاک عطر یا خوشبو داره ماده ولګوئ) او هم دسجدې په اندامونو( تندی،پوزه، ورغوي، زنګنو او قدمونه)کافور واچوئ، کفن ورته واغوندئ.
دحنوط او کافورو داستعمال دغه تر تیب ابن ابي شیبه او بیهقي دسیدنا حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) نه روایت کړی او عبدالرزاق دسیدنا حضرت حسن بن علي (رضی الله عنهما)نه .

یادښت: حنوط هر هغه خوشبوداره ماده یا عطریات، چې له الکولو پاک وي استعمالولی شئ، خو نارینه وو ته له هغه خوشبويې ورکولو ډه ډه وکړئ چې زعفران یا ژیړ رنګ ولري ،ځکه دا رنګ نارینه وو ته جائز نه دی.

اړینه مسئله دادی چې اوس مهال دبیرې پاڼې ،اشنان اوکافورو ته لاس رسی ستونزمن دی، ددوی قایمقام صابون،شامپو او هغه عطرونه دي چې له الکولو پاک وي، اوس مهال همدا مواد هر چیرته ،هر وخت په اسانه تر لاسه کیږي، استعمال ئې هم اسانه او شرعي ممانعت هم نه لري بلکه حکم ئې دپاکوالي، تنظیف او خوشبوکې ان شاألله یوډول دی.

نور بیا…

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.