د ماشومانو لپاره مناسبه هڅونه

ژباړه : عطا محمد میاخېل

هڅونه او مکافات څه ته وایي ؟

هغې خبرې یا چلند ته چې والدین یا روزونکی یې کوي، ترڅو د ماشوم ښه چلند زیات شي هڅونه وایي . مکافات هغه امتیاز دی، چې له مثبت چلند وروسته په ماشوم پورې تړاو پیدا کوي . مکافات تل ډالۍ او د لوبو وسایل نه دي، ښایي د مور موسکا یا ماشوم په غېږ کې نیول مکافات وګڼل شي . هڅو باید په داسې ډول وي، چې د یوه چلند تکرار زیات کړي.

که چېرې داسې کوم کار ترسره کړئ، چې ستاسو د ماشوم ښه او مثبت چلند زیات شي، یانې هغه مو هڅولی دی او که چېرې داسې کوم کار ترسره کړئ، چې د ماشوم غلط او ناسم چلند کم شي، یانې هغه ته مو سزا ورکړې ده؛ خو کله وخت موږ ناسمې هڅونې کوو او ناسمې سزاوې ورکوو، چې معکوسه پایله لري .

د بېلګې په توګه : کله چې ماشوم ناسم چلند کوي، هغه هڅوو او دا زموږ هڅونه ده، چې د ماشوم د ناسم چلند د تکرار سبب ګرځي . د مثال په توګه : کله چې ماشوم خپل تره په مخ باندې په څپیړه وهي او ټوله کورنۍ خاندي، نو ماشوم هڅول کېږي، که څه هم دا کار یې منفي دی، خو تکراروي یې .

د مثبتو چلندونو د زیاتوالي له پاره له هڅونې او د منفي چلندونو په کمولو کې له سزا څخه کار اخیستل کېږي. دا دوه مهم امرونه، چې د والدینو په سم چلند سره را منځته کېږي . د مور او پلار مهمه دنده د ماشوم روزل او په هغه کې د سم چلند بنسټیز کول دي او نه له بد کار څخه د ماشوم د را ګرځولو له پاره هڅه .

رغنده نیوکه :

کله وخت والدین د خپلو اولادونو په روزنه او پالنه کې داسې ډوب وي، کله چې ماشوم ښې او مثبتي کړنې ترسره کوي، نو هغه بدیهي ګڼي، خو کله چې د ماشوم په چال چلند کې ستونزه ویني، نو د یوه پولیس رول ترسره کوي او ټولې تېروتنې یې په مخکې ورته ږدي .

کله چې غواړئ، د ماشوم ناسم چلند ور په ګوته کړئ، دا نیوکه له لږ ستاینې سره مل کړئ، ترڅو غوره پایلې ترلاسه کړئ . که چېرې ستاسو لید لوری منفي وي، نو ماشوم د منفي لارو پرمټ هڅه کوي، چې ستاسو پام ځانته راواړوي . د بېلګې په توګه : که چېرې ستاسو ماشوم له لوبې کولو وروسته خپل د لوبو وسایل ټول نه کړل او یوازې یو له وسایلو څخه یې خپلې کوټی وړی، ورته ووایئ : شاباس چې دومره ښکلې لوبه دې کړې ده او خپل موټرک دې خپلې کوټې ته وړی دی ! اوس نو راځه چې دا نور وسایل په ګډه ستا کوټې ته یوسو .

د ښه چلند د ښوونې له پاره تر ټولو اغېزمنه لار له ستاینې سره د چلند رامنځته کول دي. مه وایئ، چې څومره ښه نجلۍ یې یا څومره ګل هلک یې . د ماشوم په هڅونه کې د هغه چلند وستایئ،  ترڅو هغه چلند تکرار شي ( څومره منظم هلک یې ! ) ( څومره مؤدبه نجلۍ یې!)

کله چې د دې کُلي جملو پرمټ له ماشوم سره خبرې کوئ، یوه معیوبه کړۍ ده، چې په هغه کې د مثبتو چلندونو د بنسټیز کېدو سبب نه ګرځي؛ ماشوم داسې انګېري، چې ستاسو موخه په هروخت کې ښه اوسېدل دي، چې پرته له شکه دا هیله ناشونې ده، د دې پرځای کولای شئ ووایئ : د دې له پاره چې له خپلې خور سره دې په مهربانۍ لوبې وکړې، نو پلار او مور دې ډېر خوشاله دي . دا چې د ډاکټر په کلینیک کې یو ساعت په تمه پاتې شوې، ډېره زیاته مننه درنه کووم . له نیکه سره دې ستا د خبرو کولو بڼه مې ډېره خوښه شوه .

په دې ډول خبرو کولو سره، ماشوم مو دې متوجه کېږي، چې کوم چلند یې د کورنۍ له خوا تایید شوی دی او دا چې هڅول شوی، نو د هغه چلند په بنسټیز کولو کې ډېره زیاته هڅه کوي .

کُلي عبارتونه لکه : (څومره مؤدب هلک یې) نه شي کولای، چې ماشوم ته کوم مشخص احساس ور کړي .

د هڅونې ډولونه :

۱ ـــ لفظي مکافات .

۲ ـــ احساسي مکافات .

۳ ـــ تفریحي مکافات .

۴ ـــ مادي مکافات .

لفظي مکافات :

   د هڅونو او مکافاتو تر ټولو مهمه او غوره برخه لفظي مکافات دی او په هر عمر کې د ترسره کېدو وړ دی . په لفظي مکافاتو کې غوره ده، چې د ماشوم چلند ته اشاره وشي او هغه وستایل شي . که چېرې تاسو د ماشوم تر ټولو کوچني چلند ته ارزښت ورکړئ او هغه وهڅوئ، نو په هغه کې یاد چلندونه ثابت پاتې کېږي . کولای شئ، هغه مکافات په تدریج سره را کم کړئ .

احساسي مکافات :

احساسي مکافات، لکه : نازول، په غېږل نیول، ښکلول، سترګک وهل، ځان کوچنی کول، زما په غېږه کې والوزه ویل او نور …..

دا ډول مکافات د هغه چا ډېر خوښېږي، چې لمسي او احساسي موډلان وي، له دې ډول چلندونو څخه د مینې د څرګندېدو او د صمیمانه اړیکې د ټینګېدو پرمهال ډېره ګټه اخیستل کېږي او په ویونکي ډول ( درسره مینه لرم ) دی . غوره ده، چې احساسي او لفظي مکافات له یو بل سره مل وي .

تفریحي مکافات :

تفریحي مکافات یانې تاسو له ماشوم سره هغه کار، فعالیت یا تفریح وکړئ، کوم چې د هغه خوښېږي . لکه : لامبو وهل، پارک ته تلل، په توپ لوبې کول، بایسکل ځغلونه او نور…..

پام مو وي، چې د تفریحي او مادي مکافاتو له پاره ډالۍ په پام کې ونیسئ، چې د ماشوم له نظره مکافات یا ډالۍ وي، نه د والدینو له نظره . د بېلګې په توګه : ښایي د والدینو له نظره حوض ته تلل یو مکافات وي، خو ښایي د ماشوم حوض ته تلل او لامبو وهل خوښ نه شي او په پایله کې د ماشوم له نظره مکافات یې ترلاسه نه کړل .

دا ډول هڅونه نه یوازې هڅونه، بلکې د یوې ښې، صمیمانه او ټینګې اړیکې د رامنځته کېدو او دغه راز له خپلو اولادونو سره د مینې او لېوالتیا ښکارندویي هم کوي .

مادي مکافات :

په مادي مکافاتو کې د ماشوم د خوښې وړ د لوبو وسایل، جامې، بکس، خوړنیز توکي او کله وخت پیسې شاملې دي . په دې تګلاره کې د ماشوم د خوښې وړ یو له وسایلو څخه د ډالۍ په توګه په پام کې ونیسئ، باید له مخکې مشخص شي، چې د کوم چلند له بابته ماشوم ته مکافات ورکوئ او د مکافاتو ډول هم معلوم کړئ .               



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.