د لښکرګاه په یوه پوسته کې نفوذي عسکر ۱۱ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۰، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت څخه په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د لښکرګاه اړوند د دویمې حوزې په یوه امنیتي پوسته کې یوه عسکر خپل ۱۱ تنه ملګري وژلي او له سیمې روغ رمټ وتلی.

یوې خبرې سرچینې نن سهار مهال سیمیيزو رسنیو ته ویلي؛ چې د هلمند ولایت مرکز اړوند لښکرګاه په یوه امنیتي پوسته کې نفوذي عسکر چې ویل کیږي وسله وال طالب دی د پوستې ټول عسکر وژلي او دی طالبانو ته ورستون شوی.

سرچینه زیاتوي چې په پوسته کې وژل شوي عسکر د موسی کلا ولسوالۍ مربوط وو خو کله چې موسی کلا د طالب وسله والو په لاس سقوط وکړ دغه عسکر دلته لښکرګاه کې ځای پر ځای شوي وو.

طالبانو هم د یوې خبر پاڼې د خپرولو په ترڅ کې ويلي چې تېره شپه دوه بجې ددوي یو نفوذی مجاهد د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د یوې امنیتي پوستې ټول عسکر وژلي او پوسته یې په بشپړ ډول نیولې ده.

همدا راز د یک شنبې په ورځ دیته ورته په یوه پېښه کې د فراه ولایت بلابلوک ولسوالۍ کې هم یو نفوذي عسکر په پوسته کې خپل ۹ تنه ملګري وژلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمیر دولتي چارواکو اندېښنه ښودلې وه چې طالبانو د پولیسو او اردو په لیکو کې پراخ نفوذ کړی او دا کولی شي چې په ډیره اسانۍ سره دوي ته ډول ډول ستونزې جوړې کړي .

هلمند ولایت چې هېواد جنوب کې واقع، یو د هغو ولایتونو له جملې څخه شمېرل کیږي چې هلته د طالبانو پراخ شتون حضور لري او په ډیره برخه یې واکمن دي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د