نړۍ

برتانیا کي ۱۰۰۰ تنه معلمان د ماشومو انجونو سره په جنسي اړیکو تورن شوي

نن ټکی آسیا: د بي بي سي د خبر له مخي په برتانیا کي ۱۰۰۰ معلمان د ښځینه ماشومو انجونو سره په جنسي اړیکو تورن شوي دي.

په راپور کي راغلي چي دا شمېرې د کال 2008 څخه بیا 2013 پوري را ټولي شوې، او د یادو زرو کسانو څخه یې یوازي څلورمه برخه د ماشومو انجونو سره د جنسي اړیکو په تور محکمه شوي، او باقي اوس هم بې محکمې ګرځي.

دا هغه پيښي دي چي یوازي په محکمو کي درج شوي، او بي بي سي یې په اړه معلومات تر لاسه کړي دي، کنه ویل کیږي چي هغه پيښي چي محکمو کی نه وي ثبت شوي، او یا هم انجوني تر ۱۸ کاله په عمر زیاتي وي، د هغوی سره چي کومي پيښي را منځته شوي د هغو احصائیه نه ده شوې، او نه په دې راپور کي د هغوی په اړه څیړنه شوې.

بل اړخ ته د برتانیا د معلمانو اتحادیې ویلي چي هر هغه معلم چي د ماشومو انجونو سره په جنسي اړیکو تورن کیږي، هغه باید ژر تر ژره محاکمه کړه شي، او زیاته کړې چي ځیني پيښو کي انجوني خپل د استاذانو څخه د انتقام په خاطر هم کله کله هغه په جنسي اړیکو تورنوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x