برتانوي افسران په هلمند کې د طالبانو په اړه څه نظر لري؟ /ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۰، ۱۳۹۵ل): د الجزیرې تلویزون انګلیسي څانګې «د هلمند سقوط» تر سرلیک لاندې یو نوی ویډیويي فیلم خپور کړی.

په دې فیلم کې د نجیب خواجه په نامه ژورنالیست په هلمند کې د طالبانو تر ولکې لاندي سیمو ته ځي او هڅه کوي چې په مارجه ولسوالۍ کې د جګړې د لومړیو کرښو څخه لیدنه وکړي، خو طالبان اجازه نه ورکوي او هغه له خپلو سیمو رخصتوي.

خبریال وروسته د دولتي ځواکونو لیکو ته ځي، هلته د پولیسو په لیکو کې د کم عمره عسکرو د شتون، په پوستو کې د چرسو د بوټو د کرلو، په ملکي وګړو د ناتاره ډزو او نشه یي اربکیانو څخه پرده پورته کوي.

په دغه ویډیويي فیلم کې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د درنو تلفاتو اندازه هم هغه وخت لګیږي کله چې په یوه پوسته کې یو عسکر د خپلو ملګرو د وژل کېدو کیسه کوي.

د فیلم په پای کې خبریال د برتانوي ځواکونو د استخباراتو یوه پخواني افسر (ډګروال فرانک لیډویج) سره د هلمند د وضعیت په اړه مرکه کوي. دغه برتانوي افسر په هلمند ولایت کې ماموریت تر سره کړی او اوس خپل هیواد ته ستون شوی دی.

ډګروال فرانک لیډویج په هلمند کې د طالبانو د ولسي ملاتړ عمق ته اشاره کوي او وايي:

«تر هر څه مخکې باید په دې وپوهیږو چې کوم خلک مونږ «طالبان» بولو، ضرور نه ده چې خامخا به طالبان وي. ناټو پخپله وايي چې د طالبانو ۷۵٪ تلفات په هغو سیمو کې رامینځته شوي چې د دوی له میشت ځایونو څخه یې شل دقیقې د پیاده مزل فاصله درلوده».

د نوموړي په باور دا د دې ښکارندويي کوي چې د طالبانو جګړه د اشغال پر وړاندې یو ولسي پاڅون دی او زیاتوي:

«نو بناء دا یو ولسي پاڅون خوځښت دی، یو داسې پاڅون چې په هلمند او افغان ټولنه کې ژورې ریښي لري».

برتانوي ډګروال فرانک لیډویج اعتراف کوي چې دوی دغه حقیقت نه و درک کړی او ګومان یې کاوه چې طالبان له بهره راغلي جنګیالي دي.

«مونږ د دې حقیقت په درک کولو کې پاتې راغلي وو. مونږ داسې انګیرله چې طالبان له بهر څخه راغلي دي، خو داسې نه وه. طالبان د هلمندي ټولنې یوه برخه وه، ضرور نه ده چې اعظمي برخه یې وي او د هر چا یا اکثریت لخوا یې ملاتړ کیږي، مګر طالبان د همدې سیمې ځوانان وو، هغه خلک وو چې د خپلې ټولنې څخه د دفاع لپاره راپورته شوي وو او د اشغالګر دښمن پر وړاندې یې مبارزه کوله».

د برتانوي ځواکونو دغه پخوانی استخباراتي افسر د هلمند او ویتنام جګړې یوتربله مشابه ګڼي او په وینا یې د دواړو جګړو د بایللو علت دا و چې مقابل لوری یې د نظریاتي او عقیدوي باور پر اساس جنګیږي. نوموړی وايي:

«د هلمند او ویتنام ترمینځ ډیر مستقیم مشابهتونه وجود لري، ویتنام ته تر دې زیات ځواکونه اعزام شوي وو او حتی تر دې زیات خلک ووژل شول. علت یې دا دی چې هغوی په دیني روحیه جنګیږي او که هر ډول حالات پرې راشي تا ته د یو اجنبي په سترګه ګوري».



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.