اشرف غني دې لومړی د شریعت تلفظ زده کړي

زخمي افغان
پرون اشرف غني د سرتیرو د ورځې په مناسبت وینا کوله، هغه دا ځل طالبانو ته په دیني لحاظ چیلنج ورکړ.اشرف غني له طالبانو د نورو دیني پوښتنو تر څنګ دا هم وپوښتل چې : آیا په هغه خاوره کې جنګ جائز دی چې په محکمو کې یې (شرعیت) چلیږي. . .؟

د اشرف غني د خولې شرعیت ټکی مې را واخیست او په ګوګل کې مې سرچ کړ، خو هیڅ معیاري معنی مې ترلاسه نه کړه، د اشرف غنې دې اصطلاح ته ژور متوجه شوم، دې پایلې ته ورسیدم چې د دروغجن او مکار مفکر تر اوسه د شریعت د سپیڅلې اصطلاح تلفظ هم نه دی زده او شرعیت یې بولي.

په دینې اصطلاح کې د شارع ( الله جل جلا له ) لخوا را استول شوي قانون یا اسلامي تګلارې ته شریعت وایي. الله تعالی خپل وروستني پیغمبر ته خطاب کوي( ثم جعلناک علی شریعة من الأمر فاتبعها و لا تتبع أهواء الذین لا یعلمون. الجاثیة ۱۸. ژباړه : بیا مو ته اې محمده! د دین په څرګنده لار ودرولې، نو د هغه تابعداري کوه او د هغو خلکو په هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهیږي)

نو الله تعالی هم خپل قانون (شریعت) بللی دی. خو دا چې اشرف غني یې شرعیت بولي معلومیږي چې د دغه بې سواده مفکر تر اوسه د شریعت یا د الله د قانون د نوم تلفظ هم نه دی زده. خود به یې نه وي زده، چا چې ټول عمر د طاغوت او شیطان د قانون په مطالعه، زده کړه او تطبیق کې تیر کړی وي، هغه به د الله له قانون څخه څه خبر وي.

اشرف غنی ته به ورزده کړو چې د شریعت او شرعیت تر منځ دځمکې او اسمان فرق دی. که شرعیة د عربي مصطلح له نظره معنی کړو نو مطلب یې خپله شریعت نه بلکې هغه شی دی چې شریعت ته یې نسبت شوی وي لکه : فعل شرعی ، مسئلة شرعیة . نو په دې حساب اشرف غني فاحشه خطاء کړې، ځکه منسوب اسم یې د منسوب الیه په ځای کارولی، لکه څوک چې د کندهار په ځای کندهاری په خبرو کې وکاروي او ووایي: پرون کندهاری ته تللی وم . . . خو مطلب یې کندهار ښار وي.

نو اشرف غني دې په دې پوه شي چې شرعي مناظره څه له ډاکټر عبدالله سره ټاکنیزه مناظره نه ده چې د څو تخنیکي اصطلاحاتو، لغاتو او چارچوبي اشارو په کولو سره مخاطبین ورباندې دوکه کړې. شریعت د متعال رب قانون دی چې شیطاني اذهان یې د درک او احتواء تاب نلري. د شریعت د سم تلفظ لپاره همدومره خوارۍ په کار دي لکه د امریکن ګړدود انګلیسي لپاره دې چې کړې او اوس ستا او ټرامپ دلهجې توپیر نه کیږي.

نو اشرف خانه! کوښښ شروع کړه، له سیاف نه د شریعت درست تلفظ زده کړه، کله دې چې د شریعت تلفظ زده کړ نو بیا له سیاف نه وپوښته چې که د شریعت له مخې واجب القتل مرتد پرویز کامبخش د کای آیډي د فشار له امله وبښل شي او په خارج کې د مسترح ژوند اعزاز هم ورکړل شي آیا دې ته شریعت ویلی شو او کنه ؟؟؟؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د