د ماشوم سمه روزنه

ژباړه : عطا محمد میاخېل

د ماشومانو روزل سخت کار دی، خو کله چې هغوی ښوونځي ته ځي، نو دا کار د والدینو له پاره لږ آسانه کېږي . شپږ تر نهه کلنو ماشومانو په پرله پسې توګه له خپلو والدینو څخه ډېر بایدونه او نبایدونه اورېدلي دي، په دې دوران کې معمولاً له هغوی څخه ښه او غوره چلندونه لیدل کېږي .

کله چې هغوی سترېږي، د خپلو کارونو په اړه ډېر فکر کوي او تاسو نور اړ نه یاستئ، چې تل هغوی ته دا یادونه وکړئ، چې کوم کار ښه دی او کوم بد؛ هغوی په دې دوران کې منطقي چلند کوي او ستاسو خبرو ته زیات غوږ نیسي .

په دې عمرونو کې ماشوم د نورو احساساتو ته پام کوي، د ډېرو په منځ کې غوره چلند لري او په ډېرې آسانۍ خپل وسایل د نورو په واک کې ورکوي . البته په دې دوران کې والدین لاهم باید د ماشوم په روزنه کې خپل کار ته دوام ورکړي .

په دې دوران کې والدین باید خپلو اولادونو ته دا ور وښیي، چې د خپلو بدو چلندونو په اړه فکر وکړي، په دې دوران کې د والدینو دنده داده، چې د ماشوم پولې او بریدونه هغه ته مشخص کړي . له بده مرغه ځینې والدین د خپلو اولادونو بدو چلندونو ته هېڅ پام نه کوي . هغوی یا ډېر بوخت دي او یا کله چې ویني، ماشوم یې خبروته غوږ نه نیسي، نو هغه ته تسلیمېږي . ځینې والدین فکر کوي، که چېرې د خپل ماشوم د روزنې له پاره په هغه باندې زیات فشار راولي، نو هغه په غوسه کېږي او دوی نور نه شي کولای، چې ماشوم کنټرول کړي .

که چېرې والدین د ماشوم پولې او بریدونه هغه ته مشخصې نه کړي، ماشوم ورځ تر بلې بدترېږي او خپل بد کارونه لا زیات تکراروي . کله چې هغه وینې، په ډېرې آسانۍ کولای شي، خپلو غوښتنو ته ورسېږي او تاسو ورسره هېڅ کار نه لرئ، نو خپلو بدو کارونو ته به دوام ورکړي .

میندې باید د خپلو ماشومانو له پاره برید په پام کې ونیسي، ماشوم باید د ښو او بدو ترمنځ توپیر وکړای شي او په دې باندې پوه شي، که چېرې کوم بد کار ترسره کړي، نو بدې پایلې به تر لاسه کړي . اړتیا نه شته، چې تل ماشوم ته د بدو کارونو په خاطر یې سزا ورکړئ . معمولاً ماشومان د خپلو بدو کارونو په خاطر د شرمنده ګئ احساس کوي او له تاسو څخه بښنه غواړي؛ دا کار د دې سبب ګرځي، چې ماشوم خپل بد کار بیا تکرار نه کړي . کله چې ماشوم د خپل بد کار په خاطر بښنه غواړي، نو هغه ته ووایئ، چې نباید بیا هغه کار ترسره کړي، د هغه بد کار په تناسب چې ماشوم ترسره کړی، باید ستاسو غبرګون هم بدل شي . د بېلګې په توګه : که چېرې خپل ملګری یې په لرګي وهلی دی او له تاسو څخه یې بښنه غوښتې ده، خو یو ځل بیا یې یاد کار تکرار کړی دی، نباید هغه ته اجازه ورکړئ، چې له ښوونځي وروسته له خپلو دوستانو سره لوبې وکړي .

  معمولاً ښې میندې پوهېږي، چې د کومو تګلارو پرمټ خپل ماشومان په غوره توګه وروزي . محرومیت کولای شي، د اولادونو د روزنې له پاره یوه له مناسبو تګلارو څخه وي .

ماشومان باید وګواښئ، کله چې ځینې ماشومان په خپله کوټه کې یوازې پاتې شي، ستاسو خبرو ته غوږ نیسي . له دې مسئلې سره سره، ځینې والدینو د خپلې مور او پلار په څېر له ماشومانو سره چلند کوي او هغوی په لښتو وهي . میندې او پلرونه فکر کوي، چې خپله په لښتو وهلو سره روزل شوي، په دې اساس، که چېرې خپل ماشوم په لښتو ووهي هغه هم روزل کېږي .

یوازې دومره بسنه کوي، چې د خپلې ماشومتوب دورې په اړه او کله چې په لښتو وهل کېدل فکر وکړي، ترڅو هغه شېبې ور په یاد کړي، چې څومره به شرمېدل او څومره به خپلو والدینو ته په غوسه ول . دوی نباید خپل اولادونه په لښتو ووهي او نباید د خپلو والدینو په څېر له خپلو اولادونو سره چلند وکړي .

د ماشومانو روزنه نباید له تاوتریخوالي یا غفلت سره مله وي، تاوتریخوالی او یا ماشوم په لښتو وهل، د دې سبب ګرځي، چې ماشومان غوسه ناک او له تاوتریخوالي ډک شي . کله چې ماشوم په لښتو باندې وهئ، هغه د خپل بد کار په خاطر نه شرمېږي او هڅه نه کوي، چې نور هغه کار تکرار نه کړي، بلکې په دې اړه فکر کوي، چې تاسو څومره بې انصافه یاستئ، چې هغه په لښتو وهئ .

له بلې خوا له بریده ډېر نرمښت هېڅ سم کار نه دی . که چېرې ماشوم کوم بد کار ترسره کړي، یوه ساده بښنه غوښتل بسنه نه کوي، تاسو نباید ډېر ژر خپل ماشوم د هغه کار په خاطر چې ترسره کړی یې دی وبښئ او هغه ته دا اجازه ورکړئ، چې تل له تاسو څخه باج واخلي.

کله وخت د ماشومانو د بد چلند لامل دادی، چې غواړي پامو ځانته را واړوي، ترڅو تاسو د هغه خبرو ته غوږ ونیسئ . هغه ماشوم چې داسې احساس کوي، چې والدین یې د ده خبرو ته کافي پام نه کوي، هڅه کوي، چې د خپلو بدو چلندونو په مرسته ستاسو پام ځانته را واړوي .

کله وخت تاسو له کورنیو، دنده ایزو او نورو ستونزو سره لاس و ګرېوان یاستئ او هغه ته کافي پاملرنه نه کوئ، په دې صورت کې ښایي ماشوم له خپل ورور یا خور سره ډېره زیاته شخړه وکړي، ترڅو ستاسو پام ځانته را واړوي، په دې شرایطو کې ماشوم خپله غوسه په خپلې خور یا ورور باندې سړوي .

کله وخت د هغو ستونزو په خاطر، چې په ښوونځي کې یې لري، د نا امنۍ احساس او غوسه، نو له همدې امله په بدو کارونو لاس پورې کوي، په داسې شرایطو کې غوره ده، چې له ښوونکي سره یې خبرې وکړئ او ترې وغواړئ، چې ماشوم مو لا ډېر وهڅوي او کارونه یې خپله هم وڅارئ .

باید وګورئ، چې ستاسو د ماشوم د بدو چلندونو لامل څه دی، ځکه پرته له دې نه شئ کولای، چې د ستونزې اصلي ریښه له منځه یوسئ . که چېرې د خپلو اولادونو د ستونزو په اصلي لامل پوه شوئ، نو تر ډېره کولای شئ، چې ورسره مرسته وکړئ او د هغه په چلند کې به د ډېرو بدلونونو شاهد واوسئ .

ښایي ماشوم مو په کورنۍ او یا ښوونځي کې له خپلو دوستانو سره ستونزه ولري . که چېرې د خپلو اولادونو د بدو کارونو په خاطر له هغه څخه غوسه کېږئ، هغه محدود کړئ او خبرې هم ورسره وکړئ .

کله چې ماشوم د خپلو ستونزو په اړه له تاسو سره غږېږي، په ډېرې آسانۍ کولای شئ، چې د هغه بد چلندونه درک کړئ . خپل ماشوم د ښو او سمو کارونو ترسره کولو ته وهڅوئ او له بریده زیاته سخت ګیري مه کوئ .

که چېرې وېرېږئ، چې نور فکر کوي، ستاسو ماشوم بې تربیې دی، نو په دې باندې پوه شئ، که چېرې هغه په کور کې سم چلند وکړي، نو د نورو په وړاندې به هم ستاسو ابرو او عزت خوندي کړي . معمولاً ماشومان له یو بل سره ډېرې ستونزې نه پیدا کوي او که چېرې له یو بل سره یې ستونزه پیدا هم کړه، نو ډېر ژر یې حلوي او بېرته سره پخلا کېږي، خو تر ډېره د والدینو او اولادونو ترمنځ ستونزې را پیدا کېږي .

ماشومان د کومې تګلارې پرمټ، چې له خپلو والدینو سره چلند کوي، له نورو سره یې نه کوي . د بېلګې په توګه : کله چې ماشوم مو تاسو ته وایي، چې ډېر بد یې، ښایي خپل ښوونکي ته دا جمله ډېره کمه ووایي .

د ماشوم سمه روزنه ډېر ستونزمن کار دی . که چېرې نه پوهېږئ، چې له خپلو ماشومانو سره څه ډول چلند وکړئ، له مشاورینو او یا له هغو کتابونو څخه ګټه واخلئ، کوم چې په دې برخه کې لیکل شوي دي، په دې کار سره کولای شئ، چې سمه لار له ناسمې څخه جلا او خپل ماشوم په سمه توګه وروزئ .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.