kae idei

دا دومره روپی چیری لاړی؟- لیکوال: د یوناما پخوانی رئیس – (۱)

لیکوال: کی آی ډی، د یوناما پخوانی رئیس

ژباړه: میوند احمدزی

که څه هم د ۲۰۰۷ کال نه وروسته د مرستو ترمینځ د همغږی د نشتوالی په هکله شکایتونه زیات شوی وو خو بیا وروسته هر چا شکایتونه کول. نړیوالی ټولنی به هم شکایتونه کول او افغان وزیرانو هم خو هیڅ چا دغی مسئلی ته په منظم ډول نه کتل. څوک حاضر نه وو چی د مرستو لپاره پخپلو تګلارو انتقاد ومنی. خو ددی لپاره چی موږ دغی مسئلی سره په شفاف ډول برخورد کړی وی موږ شکایتونو ته اړتیا نه درلوده او نه یوی قوی هماهنګ کوونکی اداری ته. بلکی اړتیا دا وه چی معلومه کړو څه وجه وه چی دا دومره روپی ضایع شوی او ولی؟

د طالبانو د سقوط نه وروسته، په لومړیو کالونو کی نړیوالی ټولنی د مرستی لپاره کم منابع ورکول. تمویل کوونکو جهتونو د خپلو روایاتو، سیاسی ترجیحاتو او د فشار د ډلو او د قوی انجوګانو دغوښتنو له امله خپل ځانګړی لومړیتوبونه درلودل. د مرستو ترمینځ همغږی د دوی لپاره یو عاجل ضرورت نه وه. البته په ځینو ټاکل شویو ساحو کی د جی- ۸ هیوادونو ته عمده رول ورکړل شوی و لکه متحده ایالاتو ته پوځ، جرمنی ته پولیس، بریطانیی ته مخدره موادو ضد مبارزه، ایټالیا ته عدلی نظام او جاپان ته د غیر قانونه وسله والو ډلو د بی وسلی کولو او بیرته په ټولنه کی د شاملولو کار سپارل شوی و.

تمویل کوونکو ته همغږی دومره مهمه نه وه او ملګرو ملتونو هم نه غوښتل چی د مرستو د همغږی راوستونکی رول په غاړه واخلی. بلی خوا ته افغان وزیران پخپلو کی په سیالی بوخت وو. دوی نه ددی توان درلود او نه ارزو چی د نړیوالو تمویل کوونکو سخاوتمندانه مرستی ونه منی. کمزوری او غیر همغږی وزیران د قوی نړیوالو تمویل کوونکو سره مخامخ وو چی دغه نړیوال تمویل کوونکی بیا پخپلو کی همغږی نه وو.

د ۲۰۰۶ کال د جنوری او فبروری په میاشت کی په لندن کی د افغانستان کنفرانس د همغږی او څارنی ګډ بورد جوړ کړ چی د شلو څخه یی زیات نړیوال غړی درلودل. د افغان وزیرانو یوی مهمی ډلی هم پکښی غړیتوب درلود. د دوی هدف دا و چی د خارجی مرستو ترمینځ د همغږی چاری سمی کړی خو ددی بورد کار هم یوازی خبری ثابتی شوی. داسی نتیجه چی په سترګو ولیدل شی نه یی درلوده. په کابل کی ډیرو سفیرانو د نوموړی بورد په اهمیت کی دلچسپی نه درلوده او زیاتو یی خپله نارضایتی او ناامیدی نه پټوله.

د دوی ځینو کسانو خو ویل چی باید نوموړی بورد ختم شی. د سفارتونو، وزیرانو او نورو شریکوالو ترمینځ مسلسل غونډی وشوی خو ټولی بی نتیجی وی. ددی لپاره چی د مرستو ټولی چاری د یوه چتر لاندی راشی ما پیشنهاد وکړ چی د نوموړی بورد لاندی دری نوری کوچنی کمیټی جوړی شی چی په هغه کی موجوده یوویشت کاری ډلی سره پیوست شی. د دوی هر یو به د افغانستان مهمی برخی لکه امنیت، حکومت داری او اقتصادی او اجتماعی پرمختګ چی د لندن په کنفرانس کی منل شوی وی د پوښښ لاند ونیسی.

د دغی آسانه سمونی طراح د نړیوال بانک چارواکی السترمیک کیچن و. مقصد دا و چی ظاهره وه ټول هغه موضوعات چی اقدام ته یی اړتیا درلوده، هغه به هرو مرو د دغو کاری ډلو څخه د یوی ډلی له خوا چمتو کیدل نو بورد به اوږدو بحثونو ته اړتیا نه درلوده بلکی یوازی سیاسی پریکړو ته به یی توجه کوله. دغه پیشنهاد په آسانه منظور شو. پدی ډول اوس موږ اقلأ د همغږی یو جوړښت درلود. خو موږ لا تر اوسه د مسلی مهمی برخی نه وی حل کړی یعنی باید موږ د کومو مرستو ترمینځ همغږی راولو. هیڅوک نپوهیدل چی د مرستی څومره روپی افغانستان ته را روانی دی او نه څوک پوهیدل چی دغه روپی چیری مصرف شوی او د څه لپاره؟ نو موږ به د کومو مرستو په هکله همغږی رامینځ ته کړی وای پداسی حال کی چی د مسئلی داسی مهم حقایق راته معلوم نه وو. او څنګه به مرستو کی موږ همغږی راوستی وای چی د عمومی پرمختګ لومړیتوبونه چی ټول ورسره موافق وی واضح شوی نه و. او هر یو تمویل کوونکی پریښودل شوی و چی خپل لومړیتوبونه پخپله وټاکی. اوس د صحت، تعلیم او کلیوالی پرمختګ په باره کی ملی پروګرامونو څخه څو کاله تیر شوی و. لاسته راوړنی یی درلودی خو کالونه یو په بل پسی تیریدل لاکن موږ به یوازی په مکرر ډول دغو لاسته راوړنو قصی کولی تر څو وښیو د طالبانو د سقوط نه وروسته پرمختګ شوی دی…

نور بیا..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د