نظــر

ملا عبد السلام او د شمال په پوځي وضعیت يې د شهادت اغیز

شاهد (غزنیوال)
بالآخره د کندوز ولایت لپاره د طالبانو والي او په شمال کې د هغوي تکتیکي او تکړه قومندان ملا عبد السلام (بریالی) د تیرې یکشنبې په ماسپښین د دشت ارچي ولسوالۍ په نهر کهنه سیمه کې د امریکايي بي پلوټه الوتکې په برید کې شهید او طالبانو یې د یوې تعزیتي اعلامیې په ترڅ کې د نوموړي شهادت رسما تائید کړ.

ملا عبد السلام (بریالی) د طالبانو د پوځي قومندانانو په جمله کې یو د خارق العادته نظامي مهارت لرونکی قومندان و.
د نوموړي په مسؤلیت کې طالبانو دوه ځلې د کندزولایت مرکز ولکه او په زیاته اندازه وسلې او پوځي مهمات ولجه کړل. ملا عبدالسلام (بریالی) یواځي جنګي قومندان نه ، بلکې په خپلې سیمې کې یو نفوذ لرونکی ټولنیز شخصیت هم و.

سره له دې چې د طالبانو د اداري او تشکیلاتي خاصیت له مخې هغوی د ولایت مربوط شخص په خپل ولایت کې پر دنده نه ګماري خو په کندوز ولایت کې د ملا عبد السلام ژور جهادي نفوذ او ټولنیز اغیز طالب مشرتابه پردې قانع کړی و چې نوموړی د کندوز د والي په توګه تعین او د شهادت تر ورځې پوري پرهمدې مسؤلیت پاتې کړی.

د نوموړي د اسارت په مهال په کندوز ولایت کې ډیرې سیمې د طالبانو له کنتروله ووتلې او په ځینو هغو کې دولت پلوه اربکیان را پیداشول، خو له اسارت څخه د نوموړي تر خلاصون وروسته د له لاسه ورکړیو سیمو پرلاسته راوړلو سربیره ډیری نورې سیمې یې هم لاندې او د کندوزد څو ولسوالیو واک تر لاسه کړ.

پر هغه سر بیره یې دوه ځله د ولایت مرکز هم فتح او په لومړی ځل یې ترهغو په خپل واک کې وساته چې تر څو یې له دولتي وسلتونونو څخه په زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې، پوځي مهمات، د کندوز د ملي امنیت په ریاست کې د توقیف شویو طالبانو دوسیې او د کندوز په محبس کې په سلګونو سیاسي بندیان ټول له ځانه سره خوندي ځایونه ته نقل کړل.

ملا سلام یواځې جنګي قومندان نه ، بلکې د خپلې سیمي او ولس یو عاطفي او خواخوږی مشر هم و چې غوښتل یې خپل ولایت او سیمه د یرغلګرو ځواکونو په شمول د اربکیانو، مرګ ډلو ، داعشیانو او نورو غیر مسؤلو ډلو له ګډوډۍ او بي نظمي څخه خوندي وساتي.

نوموړی یو ډیر جرأتمن ، صاف زړی او با تقوا شخصیت و چې له خپل ټول دغه پوځي شهرت او لوړ مسؤلیت سره سره یې د کور نفقه د یوه ورورد عادي دکانداري په وسیله برابروله او د بیت المال له مصاریفو څخه یې څه نه اخیستل.

که څه هم چې ملاسلام په اداري لحاظ د طالبانو لخوا یواځې د کندوز ولایت والي او پوځي مسؤل و خو نوموړي د خپل پوځي او ټولنیز مؤثریت له مخې پر ټول شمال اغیز درلود او د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د ملاتړو په خلاف یې په ټول شمال کې د طالبانو په پوځي سوقیاتو او محاربوي فعالیتونو کې فعال رول لاره.

سره له دې چې ملا عبدالسلام (بریالی) اصلا د زابل ولایت اوسیدونکی او کورنۍ یې د ناقلینو په جمله کې کندوز ته تللې خو نوموړي د کندوز د ګڼ توکمه ولایت څخه د ښه شناخت او خپل علمي او اخلاقي اهلیت له مخي وکړای شول نه یواځي په کندوز؛ بلکې په ټول شمال کې د مختلفو قومونو مخور، ولسي مشران او مجاهدین پر ځان راټول او د بهرنیو ځواکونو په خلاف د مقاومت لیکې پري مضبوطې کړي.

په شمال یې د شهادت متوقعې اغیزې
معمولا په آزادي غوښتونکو غورځنګونو او نظریاتي تحریکونو کې د مقاومت روح اصلا د مقاومت په انګیزه متمرکزه وي نه په اشخاصو او افرادو باندې ، خو بیاهم د مقاومت په لیکو کې د ملا عبدالسلام په څیر د مسلط ، مبتکر او ماهر پوځي مشر خلاء خامخا د مقاومت په لیکو خپل اغیز لري.

حتمي نه ده چې دا اغیز به منفي وي؛ ځکه ملاعبدالسلام شهید چې کم ترکمه څلور ځله یې مخته د رژیم د پلوي ځواکونو له لوري د وژل کیدو خبر خپور او په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې معکس شو دیته له وړاندې په پوځي لحاظ تیاری نیولی و چې یوه ورځ نه یوه ورځ به د مقاومت د نورو شهید شویو مشرانو په څیر د ده د یقیني شهادت خبر هم خپریږي ، نو له همدې امله نوموړي په ټول شمال په تیره کندوز ولایت کې مقاومتي تشکیلات داسې عیار کړی و چې که یو مهال دی د هغو په سرکې فزیکي شتون ونه لري هم هغوی به د مقاومت د اصلي روح پر محور د مقاومت لیکې همداسې متمرکزې او فعاله ساتي.

ښايي طالبان د ملاعبدالسلام د شهادت په انتقامي غبرګون کې په شمال او یا د هیواد په کومه بله برخه کې د بهرنیانو او دهغوی د ملاتړو په خلاف داسې یو اقدام ترسره کړي چې له امله یې له یوې خوا د ملا عبدالسلام په شهادت سره رامنځته شوې خلاء تعویض او له بلې خوا دښمن ته دا ورو فهموي چې د هغوي په منځ کې شته افراد هر یو د ملا سلام په څیر د مقاومت د پرمخ بیولو وړتیا لري.

دا تجربه له تیرو ۱۶ کلونو راهیسې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې عملا تکرارشوې، او د مقاومت په لیکو کې د شهید سیف الرحمن (منصور)، شهید قاري احمد الله ، شهید ملا داد الله ، شهید مولوي اخترمحمد (عثماني)، شهید مولوي عبدالحنان او خپله د طالبانو د مشر شهید ملا اخترمحمد ( منصور) شهادت کله هم د مقاومت کوونکو مجاهدینو پر مورال منفي اغیز نه دی کړی، بلکې مجاهدینو په هرځای او هروخت کې د هغوی د شهادت په تعقیب پر دښمن انتقامي بریدونه کړې او هغوی ته یې درانه ځانې او مالي زیانونه اړولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x