ملا عبدالسلام اخند( ارشيف انځور)

د ملا سلام او د هغه د دښمن تلوسه بالآخره پوره شوه …!!

موسی فرهاد 2017-2-28

شهید مُلا عبدالسلام بریالی، د الله تعالی هغه بنده و چې همیشه یې دا تلوسه درلوده چې د خدای ج په سپیڅلي لاره کې د یو سخت زړي ظالم او متجاوز کافر له لاسه په شهادت ورسیږي . ځکه ده د خپل خالق ج او د هغه د پیغمبرص پر خبره پوره ایمان او باور درلود چې شهادت ، جنت ته د تللو تر ټولو لنډکۍ لاره ده . هغه د قرآن او حدیث په دې خبره پوره باوري وو چې له دې نه پورته درجه یوازي د انبیاء علیهم السلام کیدای شي چې یو مؤمن د خدايتعالی د فرض عین حکم د پرځای کولو په غرض د متجاوز ظالم کافر په وړاندي میدان ته د براء بن مالک او د أنس بن نضررض په څیر ور ودانګي او بیا د همغه کافر له لاسه 70 اویا زخمونه وګالي او په شهادت ورسیږي . نوموړی بریالی په خپله دې تلوسه کې په رښتیا بریالی شو .

خو بل پلو یې د دښمن تلوسه او ارمان هم نیمه خوا پاتي نشو ، د نوموړي د وژلو په موخه یرغلګرو او د هغوی نامراده ګوډاګیانو په کندوز کې د ډېرو نورو معصومو انسانانو ویني وبهولي .

دوی تلوسه درلوده چې کاش ملاسلام ووژل شي ترڅو مو خوب او ویښه په آرامه شی . له همدې ځایه ده چې د دښمن دا آرمان یې تر دې حده پوره بلل کیدای شي چې ملا سلام نور په دنیا کې نشته ، خو دا هیله يې هرو مرو نیمګړي ده چې خوب او ویښه به يې آرام شي . نه هیڅکله نه .

ځکه چې نوموړی یو سر نه و ، هغه په اصل کې د یوې داسي سرسپارلي قافلې سرلاری وو چې ټول وګړي یې د همداسي شهادت په هیله تل په دښمن پسي لالهانده ګرځي .

پیژندنه ….!! 

نوم یې عبدالسلام و خو له نامه سره یې د بریالی لقب هم ملګری کړی و. د عمر 37م کال یې په پوره کیدو و چې شهید شو. د زابل د شاه جوی ولسوالۍ د موسی زیو کلي نه یې کورنۍ د نوموړي تر پیدایښت وړاندي د هیواد شمال کندوز ته انتقال شوي او هلته یې د دشت آرچي ولسوالي په (سرفراز تپه) نومي کلي کې استوګنه غوره کړي وه. د دوو اولادونو پلار و چې دواړه یې ماشوماني وي .

لومړنۍ زدکړي یې د خپلي سیمي په شاوخوا مدرسو کې ترسره کولي چې د طالبانو اسلامي تحریک پیل شو ، نوموړی د یو کشر مجاهد په ډول ورسره ملګری شو چې له همدې امله یې درسونه نیمګړي شول.

د امریکایی اشغال پرخلاف چې د مجاهدینو چریکي تحرکات پیل شول ملاعبدالسلام اخند له همغو لومړنیو کسانو څخه وو چې د کندهار د بولدک ، ارغستان، معروف او د زابل د اتغر په سیمو کې له مجاهدینو سره ملګري شو چې په دې سیمه کې مشري د حافظ عبدالرحیم پر غاړه وه .

د ښه تقوا ، اخلاص ، زیرکتیا او په عملیاتو کې د ښه بریالیتوب له امله یې د اسلامي امارت د مشرانو توجه جلب کړه او سمدستي یې نوموړی د کندوز لپاره مسئول وټاکه . چې هلته یې په ډېر لنډ وخت کې نژدې د ټول شمال وضعیت بدل کړ . ورپسی په پاکستان کې ونیول شو او خوا وشا درې کاله یې د ډېر شدید زندان ناخوالي وګاللي. له را خلاصیدلو وروسته بیرته د مشرتابه لخوا کندوز ته مسئول شو ، د یو لنډ مهال لپاره د مزار والی شو چې د کندوز خلکو یې بیرته د ورتګ غوښتنه وکړه ، همغه وو چې کندوز یې د بهرنیو اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو لپاره سور تنور کړ .

دښمن په دې موخه چې ملاعبدالسلام اخند له منځه یوسي په سلګونو ځله د عام ولس پر کورونو او کلیو ړندي بمبارۍ وکړي چې زیات شمېر ولسي وګړي يې په شهادت ورسول . او د کابل ادارې چارواکو په وار وار ادعاوي کولي چې ګویا ملاعبدالسلام یې له منځه وړی دی . چې هرځل به هغه دروغ ثابتیدله .

تر دې چې له نن نه څلور ورځي وړاندي د دشت آرچي په سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په ناڅاپي برید کې ماپښین مهال پخپل کور کې په شهادت ورسید

انالله و انا الیه راجعون . و أدخِله الی جنات النعیم .

خاطره…!

شهید ملاعبدالسلام اخند پرته له دې چې د نوموړي مبالغه آمیزه ستاینه وشي ؛ رښتیا چې له ډېرو سپیڅلیو ځانګړتیاوو څخه برخمن شخصیت و ، خورا عابد انسان و ، د ژوند زیاتره برخه یې په روژو نیولو تیریدله ، تهجد کول یې قریباً عادت ګرځیدلی و ، زړه سوی ، شفقت ، حسن سلوک ، نزاکت او ښه اخلاق یې بې مثاله وو .

د فی سبیل الله جهاد او په همدې لاره کې له شهادت سره یې بې کچي مینه درلوده ، تر دې چې په 2012م کې مو یو وخت له راډیو نه په ګډه خبرونه اوریدل وروسته یو راډیویي بحث پر دې خبره پیل شو چې امریکایان له افغانستانه وزي ، له څه اوریدلو وروسته ملاسلام اخند راډیو بنده کړه ماته یې وویل : الله تعالی دې د دې کافرانو ظالمانو مخ پرته کړي ، خدای دي پخپل طاقت سره ټوټه ټوټه او زموږ وطن دي الله ج ځینی خلاص کړي . او بل دې الله تعالی ماته د دوي په لاس شهادت نصیب کړي. دا زما یو خاص ارمان دی .

له دښمن سره د معرکې پرمهال یې ثابت قدمي او استقامت خو دا دی اوس دښمن ته هم د لمر غوندي ثابت شوی او پري معترف دی .

دا چې د نوموړي د شهادت غوښتنه همغسي قبوله شوه لکه څنګه چې یې ده هیله درلوده ؛ امید دی چې نوري دعاګاني او ارزوګاني به یې هم الله ج یو په یو قبولي او مقبولي وګرځوي . روح دي یې ښاد او فردوس جنت دي یې مأوی شي . کورنۍ ، ملګرو مجاهدینو او خپلوخپلوانو ته یې د جمیل صبر په هیله .

پای ……………………..!
2017-2-28
موسی فرهاد



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.