
کره کتنه – لنډه کیسه – لیکوال: ذره بین
سهار لمر لا سم نه وو تود شوی چې لمانځنغونډه پیل شوه ، زه د څوکیو په دوهم کتار کې ناست وم ، زموږ مخې ته لوی سټیج وو ، چې مشران استادان ،چارواکي ، ادب پوهان ، نقادان او خوشحال پیژوندونکي متخصصین ورباندې ناست وو ، دسټیج شاته یوه لویه پرده راځوړنده وه ، چې ورباندې لیکلي وو ( د سترشاعر خوشال خټک د د زوکړې د څلورسومې کلیزې په مناسبت لمانځنغونډه )
دغونډې ویاند په پیل کې وویل چې غونډه به دری برخې ولري ، لومړی به دخوشال خټک په ژوند او فن خبري کیږي ، ورپسې به ازاده تنقیدي غونډه وي ، او په پای کې به له دود سره سم مشاعره کیږي .
د وینا والو تقریرونه پیل شول ، څو تنه وتلي ادب پوهان ، مؤرخین اوخوشال پیژندونکي یو په بل پسې وغږېدل ، ټولو خوشال خټک یو کمساری شخصیت وباله ، ستر ادیب او شاعراستادګل دین چوپړصاحب وویل چې خوشحال خټک زموږ دقوم رښتینی ترجمان دی ، خوشال خان ددې قوم رښتینی دزړه غږ شاعرانه کړی ، دافغان اولس دردونه ، هیلې او ارزوګانې یې بیان کړي دي .
له استاد چوپړ وروسته ستر نقاد او دادبیاتوډاکټر ښاغلی ایمل خان ګنده نار صاحب سټیج ته راغی ، نوموړي دنړیوالو خوشال پیژندونکو ډارمسټټر ، ګریرسین او راورټي په خبرو استناد وکړ ، او ویي ویل چې خوشال خټک دافغان قوم داحساساتو او نفسیاتو یوازینی پوره ترجمان بلل کیدای شي ، چې هیڅ شعر یې هم له پیغام او محتوا څخه تش نه دی .
د ګنده نار صاحب له خبرو وروسته د ادب دتیورۍ او تاریخ ماهر ښاغلی خوړین صاحب سټیج ته راغی ، ده دایراني لیکوال منوچهري دا خبره کره وبلله ، چې خوشال خټک په پښتوژبه کې دفارسي ژبې د فردوسي ، حافظ او سعدي دریواړو په اندازه شاعري کړې ، ځکه دخوشال شاعري بې ساحله سمندر دی ، چې حماسي ، تصوفي او اجتماعي ټول مسائل یي احاطه کړي دي .
اکاډمیسن پوهاندخوړین صاحب وویل : دکرزي صاحب دحکومت په راتګ سره زه له اروپا څخه راستون شوم ، او دعلومو اکاډمۍ دادب پوهنې په برخه کې مې دخوشال خټک په شاعرۍ څیړنې پیل کړې ، په تیرو څو کلونو کې ما دخوشال خټک په شاعرۍ ډيرې څیړنې وکړې ، خو دادبي کره کتنې او ادب تیورۍ داساساتو په رڼا کې مې دنوموړي په شاعرۍ کې هیڅ کوم دانتقاد وړ ځای ونه موند ، په رښتیا چې خوشال خټک یو لوی شاعر وو او موږ بختور یو چې نن دې ددې لوی افغان په یاد راټول شوي یو .
د پوهاند خوړین صاحب په خبروسره دتقریرونو سلسله ختمه شوه ، داطلاعاتو او فرهنګ دوزارت چارواکي خپل لنډ رسمي پيغام واوراوو او ورپسې وار کره کتنې ته ورسید ، دغونډې ویاند وویل چې نن به د څو شاعرانو په شعرونو باندې خبرې کیږي او تنقیدي جاج به یي اخیستل کیږي ، دنقد لپاره شعرونه له وړاندې نه دي انتخاب شوي ، بلکې دغونډې مشر میلمه ډاکټر ګنده نار صاحب چې په هرشاعر ګوته کیښوده ، هغه به خپل شعر وایي او ګډونوال به ورباندې نظر ورکوي .
څو شاعرانو پرلپسې خپل شعرونه کره کتنې ته وړاندې کړل ، شعرونه زیاتره عشقي وو ، چې د نقادانو لخوا ډیر درانه وتلل شول ، ګډونوالو په کڼوونکو چکچکو ، شپیلکو ، میز ډبولو او ارشاد ارشاد بدرګه کړل ، او کره کتونکو یې په اړه مثبتې څرګندونې وکړې ډاکټر ګنده نار صاحب چې له ډیرو چکچکو یي دلاسو خپړې سرې اوښتې وې وویل : زموږ دغه شاعران وروڼه چې عشقي شعرونه لیکي دوی په رښتیا دخوشال خټک لاره تعقیب کړې ده ، زموږ ټول شاعران باید همداسې دمینې او مستۍ سندرې وغږوي ، یوه مثبته زیاتونه چې زه نن ورته متوجه شوم هغه زموږ په نوې شاعرۍ کې دبازاري مینې ، تصویرونو اوپارونکو تشبهیاتو زیاتوب دی ، چې زه ورته یاغي باغي شاعري ویلی شم ،له دیموکراسۍ وړاندې داختناق په دوره کې ما په پښتو شاعري کې دغه ډول پارونکي تصویرونه نه وو لیدلي ، اوس چې زموږ شاعرانو دې موضوع ته توجه زیاته کړې زه یې ښه زیری بولم .
تنقیدي غونډه روانه وه ، چې ناڅاپه دغونډې مشر میلمه ماته اشاره وکړه ، ترڅو د نقد لپاره خپل شعر وړاندې کړم ، زه چې شاعر نه وم ، او غونډې ته هسې شوق راوستی وم سخت وارخطا شوم ، چې اوس به څه کوم ، خو په همدې وخت مې حافظې کار وکړ او راپه زړه شول چې په جیب کې یو شعر راسره شته دی ، په پوره جرأت له ځایه ولاړ شوم ، شعر مې له جیبه راویوست او په لوړ غږ مې داسې پیل کړ .
چې قانع دزمانې په خشک وتر یم
که مې پیژنې بادشاه د بحرو بر یم
د دې مطلع په لوستلو په غونډه چوپتیاخوره شوه ، هیچا چکچکې ونه کړې او نه یې داد راکړ ، چوپتیا پوهاندخوړین صاحب په خپلو نقادانه څرګندونو ماته کړه ده وویل :
شاعر په مطلع کې هسې بوس باد کړي دي ، دافغانانو خو له همدې ځایه کور وران دی ، چې له خواري په ژرنده کې ناست دي او له کبره مزد نه اخلي ، زه نه پوهیږم زموږ قوم به ترڅو پورې دغه ډول له موډه لویدلې خبرې کوي ، دلته دشاعر مطلب دادی ، چې موږ ګواکې که وچه وي که لمده ، ورباندې قانع یو، داخبره سمه نه ده ، نن سبا د نړیوالتوب دوران دی ، قناعت او خودکفایي نور دتاریخ برخه ګرځیدلي دي ، نوځکه موږ دنړیوالو ملاتړ او مشارکت ته اړتیا لرو .
د خوړین صاحب له خبرو سره ټولو موافقه وکړه او زه دوهم بیت ته لاړم :
که مې حلق له تندې وچ شي په همت کې
پروا دار کله په حوض دکوثر یم
دا بیت مې چې ووایه ، ځیني نقادان په بریتو کې وموسیدل ، خوړین صاحب وویل : شاعر یو ځل بیا هماغه غرتې ویشتلي دي ، شاعر وایي چې په همت او غیرت کې که مړ هم شم ، پروا یې نشته .
کره کتونکي استاد چوپړ صاحب وویل : دا بیت هسې معمولي نه دی بلکې ډيره خطرناکه خبره په کې شوې ده ، په اوس وخت کې چې له نړیوالو سره دستراتیژیک تړون خبرې کیږي ، دا ډول خبرې مغرضانه او دشیطاني شبکو تبلیغات بلل کیدای شي ، شاعر وایي ، چې له لوږې دې مړ شم خو دنړیوالو مرستې مې په کار نه دي ، داتبلیغات ټول د آی ایس آی لخوا کیږي چې اوس یي زموږ ادبیاتو ته هم لاره موندلې ده ، زه خو وایم دغه شعر د ادبي کره کتنې ترڅنګه باید له امنیتي اړخه هم تر تنقید لاندې ونیول شي .
په غونډه کې ګنګوسې پيل شوې ، دسټیج ترڅنګ مشرانو نقادانو غوږونه سره وجنګول ، داطلاعاتو او کلتور وزارت استازي وویل څرنګه چې دا غونډه دستر شاعر خوشال خټک په یاد جوړه شوې ده ، نو یوازې دهغه په درناوي موږ نه غواړه دغه غونډه اخلال شي ، که څه هم ددې شاعر شعر دهیواد دملي ګټو په خلاف دی .
ویاند وویل ، راځئ تر نقد لاندې شعر ترپایه اورو ، ترڅولږترلږه ګډونوال پوه شي ، چې داسې بابولالو ته هم خلک شعرونه وایي او دتنقید غونډو ته یې راوړي ، د ویاندپه دې خبره ټول ګډونوالو وخندل او غونډه له جدیت څخه په مسخرو بدله شوه ، ویاند په ما غږ کړل ، ښاغلیه شاعره ادامه ورکړه ، چې نور څه ډول ګلان شیندې !
ما بل بیت ووایه :
په وګړي مې خبرې دمردۍ شي
په همت کې په هر لوري نامور یم
د بیت په اوریدلو ټولو هر وهل او په خټ خټ یې وخندل ، د شا لخوا یوه غږ کړل : اوس یې خوند اوکه ! بل یوه وویل : دا شعر دی که معر ، یوه لغړزني شاعر په تمسخر غږ کړل ، یوځلې بیا مه وایه !! په دې سره خندي نور هم زور واخیست ،بالاخره مشر نقاد چوپړ صاحب دخبرو مزی په لاس کې واخیست ده وفرمایل :
دا نه شعر او نه معر ، بلکې دې ته په ادبي اصطلاح شعار وایي ، تاسو به اوریدلي وي چې یو شعر وي یو شعار وي ، شعار هغه ته وایي چې منځ یې پوچ وي او هسې بوس باد شوي وي ، په دې شعر کې شاعر وایي ، چې په ټوله دنیا زما د مردۍ یا غیرت خبرې کیږي ، راځئ دلته یوه شیبه په غیرت وغږیږو چې دا غیرت څه شی دی ، چې زموږ ځیني خلکو داسې راټینګ کړی دی او حتی په شعرونو کې ورباندې ویاړي .
ګورئ محترمو! ما پوره پنځلس کاله په لویديځ کې تیر کړي دي ، دلویدیځ د ډیرو ژبو قاموسونه مې مطالعه کړي ، ما دهیڅ نړیوالې ژبې په قاموس کې دغیرت هغه مفهوم نه دی موندلی چې دلته یي افغانان تعبیروي او یو لوی ارزښت یي بولي ، غیرت یوازې زموږ یو افسانوي او بي اساسه ارزښت دی ، چې له آمو او اټک آخوا یې څوک نه پیژني ، دغیرت په نوم پدیده چې هیڅ نړیوال اعتبار او مفهوم نلري ، موږ همیشه همدې پدیدې په غم اړولي یو ، که دنیاڅه رانه غواړي موږ یې نه منو ، ځکه موږ وایو زموږ غیرت یې نه مني ، ښځه لوڅ مخ بهر نه پریږدو ځکه غیرت یي نه مني ، داسې نور پرمختګونه دي چې موږ دهمدې غیرت له امله ترې محروم یو ، دا څو کاله چې نړیوال افغانستان ته راغلي او دلته یي دخپل فرهنګ لپاره کار پیل کړی ، له نیکه مرغه دغه مرض تر یوه حده زموږ له ملکه ورک شوی دی ، ما چې په همدې غونډه کې تردې شعار ډوله خبرو وړاندې کوم شعرونه واوریدل په یوه کې مې هم غیرت ، ننګ ، شجاعت ، میړنتوب او داسې نور پوچ او بي ارزښته شعارونه وانه وریدل چې دایو مثبت پرمختګ دی ، د شعر او شعار ترمنځ توپیر دادی ، چې که په کوم شعر کې مو د ننګ ، میړنتوب ، غیرت ، خپلواکۍ او داستقلال غوندې لغتونه ترسترګو شول ، نو پوه شئ چئ شعر نه دی بلکې شعار دی ، شعر یوازې دې ته وایي چې دمیني او مستۍ خبرې په کې وي ، چیرته چې غیرت او خشونت مطرح وي معلومه ده چې هلته مستي او عشقبازي نه شي کیدلای .
استاد ګنده نار صاحب د ښاغلي چوپړ خبرې تائید کړې او ویي ویل : په کره کتنه کې یو لوی اصل دادی چې شعر باید دادبي تیورۍ له عینکو وارزول شي ،ترڅو معلومه شي چې له کومې کټه ګورۍ څخه دی ، همدا اوس دادب په ډګر کې داعتبار وړ تول کاڼي هماغه پیژندل شوي معیارونه دي چې اروپایي سترو ادیبانو او نقادونو لکه ویکتور هوګو ، لامارتین ، ګویته او نورو وضع کړي دي ، رومانتیسیزم ، ریالیزم ، سور ریالیزم ، سمبولیزم او نیهیلیزم ، که چیرې زموږ کوم شعر په دغو ادبي میتودونو برابر نه شو ، نو پوه شئ چې یوه اوربشه ارزښت هم نلري او حتی په نقد نه ارزي ، دا اوسنی ترنقدلاندې شعر چې ما هرڅو په یادو شویو قالبونو کې تجربه کړ ، له یوه سره یي هم سر نه خوړ ، نو پوه شوم چې ددې شعر شاعر د ادب اروپایي میتودونو ته هیڅ اعتقاد او ژمنتیا نه لري نوځکه یې دشعر په ځای هسې شعار جوړ کړی دی .
زه دلته دداسې شعر وړاندې کول دخوشال خټک په ویاړ دجوړې شوي غونډې سپکاوی ګڼم ، بلکې خپله خوشال بابا ته یي یو ډول اهانت ګڼم ، ځکه دهغه په یاد غونډ کې باید داسې پوچ او دهیواد له ملي ګټو سره مخالف شعر وړاندې نه شي .
داستاد ګنده نار په بدرګه ځینو نورو کسانو هم دشعر په اړه منفي نظر ورکړ او زه یې په خپلو نقدونو او مسخرو سخت خولې کړم ، ما خو قصد کړی وو چې شعر به ترپایه وایم ، خو د کره کتونکو همدې منفي څرګندونو دې ته اړ کړم چې رالنډ یي کړم ، نوځکه مې نور بیتونه پريښودل او دشعر مقطع ته مې ټوپ کړل .
زیست روزګار به مې له خلکو سره نه شي
زه خوشال له واړه خلکه مرور یم
ددې بیت په اوریدو هم ځینو نقادانو او ګډونوالو وخندل ، دسټیج له سره یوه نقاد په مسخره وویل : داچې نه دي له خلکو سره روزګار شي او مرور هم یې ، کاشکې چې په پای کې دي ویلي وای چې : ترهګر یم ترهګر یم ترهګر یم .
په دې خبره یوځل بیا د خندا غږ پورته شو ، خو ناڅاپه استاد ګنده نار صاحب غږ کړل ، شاعرجانه نوم دې لکه چې محمدخوشال دی ، ماشاءالله څومره ښه نوم لرې !
ـــ نه استاده نوم مې صفي الله دی .
ـــ نو خوشال به دې تخلص وي ، چې دشعر په مقطع کې دي ذکر کړی وو .
ـــ نه استاده ، دامې تخلص هم نه دی ، زه خپله شاعر نه یم ، پرون مې یوه شاعر ملګري راته وویل چې سبا ته دخوشال خټک په مناسبت غونډه ده ، ما چې کار نه درلود اراده مې وکړه چې دې غونډې ته راشم ، ملګري راته ویل چې په غونډه کې شعرونه ویل کیږي ، ما چې خپل شعر نه درلود داحتیاط په خاطر مې دغه شعر دخوشال خټک له کلیاتو څخه ولیکه او له ځان سره مې راووړ ، نو داشعر چې تاسو ورباندې نقد وکړ دخوشال بابا شعر دی .
له دې خبرې سره په غونډه مرګانۍ چوپتیا خپره شوه ، ټولو سرونه ښکته وځړول ، خو یوازې زه وم چې غاړه مې لکه پاته وه .
پای
۱۴۳۵/۳/۱۹ هـ ق
ذره بین