په تورلیست کې د شیخ هبة الله شاملول به جګړه نوره هم تیزه کړي

نن ټکی اسيا- سرليکنه 

د رسنیو د ورستیو رپوټونو پراساس ګډ حکومت غواړي د طالبانو د مشرمولوي هبة الله نوم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په تورلېست کې شامل کړي.

ولسمشر غني له حکمتیارسره ترپخلاکیدو وروسته د ملګرو ملتونو د بنديزونو له کمېټې څخه په شفاهي ډول په تورلیست کې د مولوي هبة الله د نوم شاملولو مطالبه کړې وه ، خو اوس چې ګډ حکومت د طالبانو له لوري تر سختو پوځي او امنیتي ګواښونو لاندې دی مشر یې غواړي په رسمي ډول له امنیت شوری څخه په تورلیست کې د طالب مشر تابه د نوم شاملولو غوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو په تورلیست کې د طالب مشرانو د نوم شاملولو پروسه په افغانستان باندې له امریکايي یرغل سره سم پیل او تراوسه دوام لري.

د طالب مشرانو سیاسي ، پوځي او اقتصادي وضعیت ته په کتوسره د ملګروملتونو په تورلیست کې د هغوي د نومونو شاملول د پروسې په ځای یوه مضحکه ده چې وخت ناوخت د امریکايي چارواکو لخوا تکراریږي.

که چیرې په تورلیست کې د طالب چارواکو نوم شاملول له مقاومت څخه د هغو د صرف نظرکیدو لامل کیدای نو نن به د مولوي جلال الدین حقاني کورنۍ له امریکايي ضد مقاومت څخه لاس په سروای چې خپله له ښاغلي حقاني نیولې د هغه تر وروڼو او زامنو پوري ټول د امریکایانو او ملګرو ملتونو په تورلیست کې شامل دي.

اوس هم که امریکایان په دې نیت د ملګرو ملتونو په تورلیست کې د شیخ هبة الله نوم شاملول غواړي چې د دوي په خلاف مقاومت کې به تخفیف راشي اشتباه کوي؛ ځکه د امریکا او د هغوی په اشاره د ملګرو ملتونو دا عنادي اقدام به حتما په افغانستان کې د امریکایانو او دهغوی د تحت الحمایه حکومت په خلاف د طالبانو له پوځي غبرګون سره مخ کیږي او په دې سره به د جګړي شدت نورهم زیاتیږي.

د ملګرو ملتونو په دې اقدام کې په حقوقي لحاظ بله دا نیمګړتیا هم شته ده چې دوئ دا کار د کابل حکومت په دستور او اشاره کوي او شخصا په شیخ هبة الله داسې څه نه لري چې له امله دې نوم په تورلیست کې شامل کړای شي.

ملګروملتونو ته د یوه مسؤل نړیوال سازمان په حیث دا په کاردی چې په افغانستان کې د ښکیلو اړخونو له یو پربل قضاوت پرته داسې لارې چارې غوره کړي چې دلته د جګړې له پایته رسیدو او سولې له ټینګښت سره مرسته وکړای شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صدیق ا لله
میلمه
صدیق ا لله

دشیخ هبة الله اخوندزاده صا حب نوم تورلیست ته ورکول یوداسي مثال لري لکه دهغه یوچاتجارت چي په بازارکي یې هګۍ په دوې روپۍ اخستې وې په کورکي یې پخې کړې وې بیایې بازارته یووړې اودانه یې په یوه روپي خرڅه کړه چي کورته راغلي مېر مني یې ورته وویل :هکۍ دي خرڅي کړ ې ؟ ده ورته وویل :هو ! هغې ورته وویل :په څو؟ ده وويل :دانه په روپۍ .هغې وویل:والله په ښه بیه دي ورکړې دي .اوزیاته یې کړه :ماهم چي ته ولاړې یوخرکارراغلی انګور یې خرڅول من یې په دوې روپۍ ورکاوودده پام نه ووماځپل دسروزروباهوګان… نور لوستل »