د الجزیرې خبریال، فیصل قاسم

د الجزیرې خبریال په هلمند کې د تاریاکو پخولو ویډیو خپره کړې/د خلکو تبصرې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۰، ۱۳۹۵ل): د الجزیرې تلویزون مشهور خبریال فیصل قاسم چې پر فیسبوک تر یوولس نیم ملیونه زیات خوښوونکي لري، د هلمند د تاریاکو یوې کارخانې ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې «وګورئ، په افغانستان کې څرنګه په ساده او غیر مسلکي توګه مخدره مواد تولیدیږي».

په ویډیو کې یو شمېر خلک ښکاري چې غالبا د تاریاکو پخولو چاره تر سره کوي.

دغه ویډیو په سلګونو زره واره کتل شوې او په زرګونو نورو خوښه کړې او شریکه کړې ده. په ویډیو باندې ګڼو خلکو په افغانستان کې د تاریاکو او نشه یي توکو په اړه تبصرې کړي.

د تبصرو اکثره برخه دا نظر تشکیلوي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د ترویج تر شا د امریکا لاس دی او په همدې موخه یې د طالبانو د هغه نظام راپرځولو ته پلمه جوړه کړه، چې د مخدره مواده فیصدي يې صفر ته راټيټه کړې وه.

د مصطفی په نامه یوه تبصره کوونکي ویلي چې امریکایانو ځکه د طالبانو په حکومت برید وکړ چې هغوی د مخدره موادو پرضد مبارزه کوله او د امریکا په شمول غربي نړۍ د طالبانو په دغه اقدام ناراضه وه نو ځکه یې د القاعدې په بهانه برید پرې وکړو.

د محمد رفیق په نامه یوه بل کس لیکلي چې اوس مهال له افغانستان سره ټوله نړۍ مرسته کوي خو بیا هم نه شي کولای چې د تاریاکو مخه ونیسي، بلکې د دوی په خوښه کرل کیږي. نوموړی کاږي چې د طالبانو مشر په یوه فرمان باندې د تاریاکو کرهڼه صفر ته راټیټه کړه.

د تبصرو په لړ کې د مقداد شیخ په نامه یو تن فیصل قاسم ته په خطاب کې لیکلي چې د خپل تلویزوني پروګرام «الاتجاه المعاکس» تر تقدیمولو مخکې د افغانستان د اصلي تاریاکو یو کش لګوه، ډېره ګټه درته کوي.

د کویټ پوهنتون د سیاست او قانون له پوهنځي فارغ یو بل کس (فیض فیض) لیکي: «د افغانستان حکومت او امریکایانو په ګډه هڅه د مخدره موادو کاروبار پر مخ روان دی».

یو بل کس چې د فیسبوک نوم یې (ابو عبود القلموني) دی لیکي چې دغه افیون نشه کوونکي نه دي بلکې عقل له مینځه وړونکي دي. نوموړی زیاتوي: نه وینئ چې نیمايي پښتانه په ځان خبر نه دي او نورو نیمایي د امریکا پر پلار لا لعنت ویلی او په ځان پورې یې حیران کړي، که ټوله ویښ او بیداره وای نو به یې څه کړي وای.

یوه بل تن په خپل مستعار نوم د افغان ولس ننګه او ستانیه کړې او لیکلي یې دي: «ښه ولس د افغانستان ولس دی، لعنت دي پر هغو وي چې ښکنځل ورته کوي، په ټیټه ورته ګوري او بی وفايي ورسره کوي».

یو شمېر تبصره کوونکو د روان وضعیت د کابو کولو لپاره د طالبانو د واکمنۍ هیله او ارمان څرګند کړی. د عبدالله بودینه په نوم یو کس لیکلي: «آه طالبانو! چیرې یاست؟ که ستاسو حکومت وای هیڅکله به دغه حالت نه وای راغلی».

ځینو نورو په افغانستان کې د ټولو ناخوالو اصلي لامل بهرنی یرغل بللي او د هرې ستونزې جرړه یې امریکايان ګڼلي. د سامر کادي په نامه یو کس خپل نظر داسې څرګندوي: «دا ټوله د امریکايي یرغل پایله ده. افغانستان یې د تخلف، جهالت، مخدره موادو، غربت او د بې سوادۍ یوې داسې کندې ته ورټېل واهه چې په زرګونو کالو کې به هم د پرمختللو هیوادونو د سیالۍ په کتار کې ونه لیدل شي».

ویډیو:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.