د اشرف غني تره (قیوم کوچی)

قیوم کوچی: زما په ټینګار سربېره روسان د افغانستان حکومت «لاسپوڅی» ګڼي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۰، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر تره او په روسیه کې د افغانستان سفیر قیوم کوچي وايي چې هر وخت روسانو ته د افغان حکومت په استقلال ټینګار کوي خو هغوی یې ورسره نه مني.

نوموړي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي:

«د روسیې حکومت د افغانستان پر حکومت باندې هیڅ باور نه لري، دوی فکر کوي چې د افغانستان حکومت د امریکایانو لاسپوڅی دی، خو دا سمه نه ده».

قیوم کوچي وايي ډیر کوښښونه یې کړي چې د روسانو دغه قناعت بدل کړي، خو په وینا یې تر اوسه نه دی توانیدلی. هغه زیاته کړې:

«ما دوی ته ډېر ځله دا خبره وکړه چې دا قناعت مو غلط دی، افغانستان یو ازاد او مستقل هیواد دی، امریکا زمونږ سره په پوځي او اقتصادي ډګر کې مرسته کړې، دوی زمونږ هیواد تخریب کړی نه دی، دوی زمونږ هیواد اشغال کړی نه دی».

نوموړی وایی چې روسانو ته یې له طالبانو څخه د لیري ګرځیدو ډیرې سپارښتنې کړي او ور په یاد کړي یې دي چې په ۱۹۹۰م کال روسانو طالبانو ته په کوم نظر کتل او څرنګه د روسیې سترې محکمې د طالبانو مقاومت یو تروریستي عمل بللی و.

د نیویارک ټایمز په وینا د روسیې حکومت ځکه هم د اشرف غني په مشري له ګډحکومت څخه فاصله نیولې چې فکر کوي اشرف غني د امریکا سړی دی او هر څه د هغو په اشاره ترسره کوي.

قیوم کوچی د اشرف غني تره دی او پخپله هم امریکايي تابعیت او پاسپورټ لري. د نوموړي ښځه او کورنۍ په امریکا کې اوسیږي او اوس هم په کالیفورنیا ایالت کې د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره امریکا ته تګ راتګ کوي.

د ورځپاڼي په وینا اشرف غني چې په خپل ټاکنیز کمپاین کې یې د افغانستان ولس ته ویل، که چیري تاسو په حکومتي لوړو چوکیو کې زما خپلوان ولید، نو لاس مې را پرې کړئ، خو اوس یې په ارګ کې خپلوان تاوبالا کیږي او په روسیه کې یې خپل تره د سفیر په توګه ټاکلی، څوک چې د سفارت تر مخه د ولسمشر غیر رسمي استازی بلل کیده.

ورځپاڼه وايي چې په روسیه کې افغان سفیر په خپل غیر دیپلوماتیکو خبرو او ځانګړو عینکو مشهور دی. نوموړي هغه مهال چې په امریکا کې وو، د یوې تلویزوني مرکې پر مهال د روسیې قوي ملګري د تاجکستان هیواد ته سپکاوی وکړ او هغه یې د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېل او بې فرهنګه وبلل، چې له امله یې تاجکستان رسمي غبرګون وښود او روسیې هم خوابده کړه.

د افغانستان د چارو شننونکي ښاغلي نثار نیویارک ټایمز ته ویلي چې اشرف غني ځکه خپل تره روسیې ته د سفیر په حیث ولیږئ تر څو روسیې ته دا جوته کړي چې که هر څه پيغام رسول غواړي هغه به د کورنۍ دننه ژر رسیږي او بل څوک به نه خبریږي، خو په وینا یې دا د ولسمشر غلط فکر دی.

2 تبصرې

  1. ناولیه بیدینه روسان رشتیا وای. ته لاپه دی کی شک کوی.
    د کابل فاشیستی اداره نه تنها لاسپوزی بلکی بیدینه ، دداارو سپی او
    مردگاوان هم دی. د افغانستان په تاریخ او زما په عمر می داسی فاسده حکومت نوه لیلی. ددوستم فجایع مو وگوری، تاریخ موبدنام که. بندیخانی موله مظلومو خلکو دکی دی. ۱۴ کلن ماشومان بی له کومی گناه په ۱۶ کاله قید محکوم کوی. لعنت دی ستاسو په شرف وی.

  2. کوچی د داکتر نجیب د نجیب سره قومی او حتی د مور یا پلار له خوا نزدی خپلولی هم لری ، د وینی نزدیوالی یی څه چه د نجیب سره د کمونستی عقیدی نزدی والی هم لری ، زه یی له نزدی پیژنم ، هغه ویل چه چکوسلواکیا کی د افغانستان د سفارت بنسټ کوچی ایشی یعنی دنجیب وخت کی دی هلته سفیر وو ، او د اشرف غنی ( وراره ) وخت کی روسیه کی سفیر په همدی دی روسانو ته وښیی چه وراره می د که د امریکایانو غویی دی زه بیا ستاسی خرګی یم له وراره وروسته ما جمهور ریس جوړ کړی . روسان چه مات شول افغانستان یی امریکایانو ته وسبارلو اوس چه امریکایان مات شوی افغانستان به روسانو ته سپاری ( د همدی امله ورته د ولیبال توپ وایی ) نو هغه وخت به ملحد کوچی د وراره په ځای د روسانو له خوا د افغانستان جمهور ریس جوړیږی .
    دوی له پلرونو اونیکونو غلامان لوی شوی ، همدا یی مسلک او هنر دی چه څرنګه د وخت د استعمار سره کار وکړی او د هغو باور پیدا کړی ، د کرزی کورنی او څو نوری کورنی زمونږ هیواد کی دغه مسلک او هنر لری .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.