نظــر

فرهنکي ديپلوماسي – څلورمه برخه

زورواکي او نرم واک “زورواکي یا د زور عظمت ؛ دا هغه لاره ده چې د یوه هېواد هر څه پر پوځي قدرت او اقتصاد ولاړ وي او د هغو په مرسته تر سره کېږي . نرم پرتم یا عظمت هغه دی چې یو هېواد د خپل فرهنګ،سیاسي ایدیالونو او تګلارو له پلوه په زړه پورې وي. زورواکي په نړۍ کې خپل ټاکونکی اهمیت له لاسه نه ورکوي ،هغه هم په هغو حالاتو کې چې دولت د خپلې خپلواکۍ او بشپړتیا ساتنه کوي او تل دې ته چمتو وي چې د ترهګرو او یا یرغلګرو پر وړاندې د خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي . په دې حالاتو کې دی چې نرم واک ورځ تر ورځې د خپل چاپيریال د پراخولو او پر خلکو د لا اغیز لپاره اهمیت پیدا کوي ، پلویان لټوي او خپل سوله ییز او ښکلاییز ، په زړه پورې والی ښکاره کوي ” په نرم واک کې دا درې ټکي د پام وړ دي: ۱-د يوه هېواد فرهنګ ۲-دهغه سیاسي ارزښتونه ۳-دهغه بهرني سیاست چې روښانه او پر اخلاقي معیارونو ولاړ وي. او که خپلې خبرې رالنډې کړو ، هغه به داسې وي : په وروستیو لسیزو کې نرم واک ، راتلونکي واک یا د ځيرک واک اصطلاحات ، د عمومي او بیا د فرهنګي ديپلوماسي تر څنګه وکارول شول . چا وویل : د یو چا ، یا ډلې او یا په ټولي توګه د ملتونو د زړونو او ذهن لاندې کول ، همدا نرم واک دی ، خو په هر حال ، لا تر اوسه هم ديپلوماسي ، مالي مرستي او په پای کې وسولوال واک خپل واک ساتلی دی . لا تر اوسه هم چا د جګړیز ، زور او نرم واک تر منځ ، د جلاوالي کرښه ویستلې نه ده . نرم واک ، هغه توان دی چې نور، هغه کار ته وهڅوې چې تاسې يې غواړئ ، هغه هم د لېوالتیا او هڅونې له لارې ، نه د زور او واک له لارې . دا کار زیاتره په غیر مستقیمه توګه تر سره کېږي . د خپلو موخو او اهدافو لپاره پر نورو داسې اغیز چې له زور او پوځي واکه پرته يې ته ، ستا هېواد ، ستا سیاست او تګلاره ، خوښ شي . او همدا چاره د فرهنګي دیپلوماسۍ ، بنسټ جوړوي . پای اخــــځلیک 1 : بارستون، ديپلوماسي نوين ، محمد اصفر جواد ،ژباړه ،لومړی مخ. ۲ـ هماغه اثر ۳ـ بهاند ، لطيف ، کلتور پوهنه ،مسکو،۱۳۶۰ل ، دويم مخ . ۴ــ بځشي علي آقا، افشاري منيژه ،فرهنګ علوم سياسي ، تهران ،۱۳۸۳کال ،۱۵۷مخ. ۵ــ هماغه اثر درېيم مخ. ۶ــ هماغه اثر ،۴مخ . ۷ــ هنري کيسنجر،ديپلوماسي ، لومړی ټوک ،سريزه، لومړی مخ . ۸ــ هماغه اثر ،۳۰مخ. ۹ــ الماناخ وستوک، Soft power, или “мягкая сила” ،۲۰۰۶ کال،۵ ګڼه،دویم مخ. ۱۰ــ هماغه اثر ،۳مخ. کیف – اوکراین

د تېرې برخې لینک:https://www.nunn.asia/leekani/articles/9310-%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%A9%D9%8A-%D8%AF%D9%8A%D9%BE%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%B3%D9%8A-%D8%AF%D8%B1%DB%90%DB%8C%D9%85%D9%87-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx