
امریکا: یوه مسافر وړونکې الوتکه پر کورونو غورځېدلې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۰، ۱۳۹۵ل): د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې یوه مسافر وړونکې الوتکه پر کورونو غورځېدلې چې له امله یې د الوتکې له سپرلیو څخه لږ تر لږه څلور تنه مړه او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
د امریکايي رسنیو د خبر سره سم د الوتکې د را لوېدلو له امله لاندي په یوه کور کې دوه کسان ټپيان شوي هم دي.
د بیړنیو مرستو او اطفائیې چارواکو ویلي چې الوتکه وړه وه، د عملې په ګډون پنځه کسانو سفر په کښي کوی، د کالیفورنیا ایالت له یوه ښار څخه بل ښار ته روان وه چې پر لاري د تخنیکي وجوهاتو له امله د یادي پيښي سره مخ شول او څلور تنه یې ځای پر ځای ووژل شول خو د سپرلیو څخه یوه ښځه وژغورل شول.
دوی وویل چې په پيښه کې دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي او یو شمېر کورونه تخریب شوي دي.