د سعودي دفاع وزیر: محمد بن سلمان

د سعودي باچا زوی او دفاع وزیر د خپل پلار قدمونه ښکلوي – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۰، ۱۳۹۵ل): د سعودي باچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان چې د هیواد دفاع وزیر او په سعودي کې اوس مهال تر ټولو قدرت مند کس شمېرل کیږي، د پلار سره د مخي ښې په مراسمو کې د هغه قدمونه ښکل کړه.

پر ټولنیزو پاڼو د نوموړي ددغه عمل ویډیو ډېره ولیدل شوه او د پلار سره د احترام دغه عمل د خلکو خوښ شو.

ځوان محمد بن سلمان چې د ملک سلمان زوی دی، د سعودي وزیر دفاع او د هیواد دوهم ولي عهد دی. نوموړی په اوس وخت کې چې په یمن کې د سعودي ځواکونو عملیات روان دي، د عربي او اسلامي هیوادونو ایتلافونو یې هم جوړ کړي، یو له قوي ترینو شخصیتونو څخه بلل کیږي.

نوموړی وروسته تر هغه د خپل پلار قدمونه مچ کړه، کله چې ورته د رختصۍ پر مهال لاسونه مچ کړه او بیا یې قدمونو ته ټیټ شو.

د سعودي باچا د آسیايي هیوادونو په دوره له هیواده رخصت شو او پیل یې له مالیزیا څخه وکړ.

ویډیو:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.