پاول اوربي

طالبانو په وزیرستان کې د نادرکه امریکايي له موضوع سره هر ډول تړاو رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۰، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې په وزیرستان کې د نادرکه شوي امریکايي تبعه (پاول اوربي) کورنۍ ادعا وکړه چې هغه د طالبانو د «حقاني ډلې» لخوا نیول شوی، طالبانو یې دا ادعا په هراړخیز ډول رد کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې لومړی خو د دوی په اداري چوکاټ کې د حقاني په نامه کومه جلا ډله یا نیټورک نه شته او دوهم دا چې دوی په وزیرستان کې هیڅ فعالیت نه لري او نه هم د یاد امریکايي په نیولو کې لاس لري. نوموړي د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې زیاته کړې:

«پخوا موږ د دغه کس کورنۍ ته په شخصي لارو هم له خپلې خوا اطمنان ورکړی چې د کورنۍ غړی يې له موږ سره نشته ، دا ځل بیا په صراحت سره اعلانوو چې امریکايي تبعه پال اووربي نه زموږ د مجاهدینو لخوا نیول شوی، نه له موږسره ساتل کیږي او نه يې هم موږ په نیولو او ساتلو اګاهي لرو».

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې که نادرکه امریکايي له دوی سره وای د نورو بندیانو په څیر به یې د هغه نیونه رسنیزه کړې وای او د خوشې کیدو په بدل کې به یې خپله غوښتنه په ډاګه کړې وای.

نوموړی زیاتوي چې له دوی سره ټول بندیان له خپلو انساني حقوقو برخمن دي او په روغتیايي خدماتو سربېره ټولو بندیانو ته له کورنیو سره د اړیکو ساتلو حق ورکوي.

د یاد نادرکه امریکايي مېرمن وايي چې پخوا به یې له مېړه سره هره ورځ په تلیفون خبرې کولې خو تر نادرکه کیدو وروسته یې په تېرو دوه نیمو کالو کې له هغه سره هر ډول تماس قطع دی.

پاول اوربي چې ۷۴ کاله عمر لري، د ۲۰۱۴م کال په می میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی او تر اوسه یې د مړي او ژوندي هیڅ درک نه شته.

د نوموړي مېرمن وايي چې میړه یې د افغانستان جګړې په اړه کتاب لیکه او په همدې موخه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د معلوماتو په راغونډولو بوخت و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د