شعـــــرونه

غزل/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

بدرنګ مو نه دي خوښ ښکلا پسې مو سترګې وځي
د ازادۍ د ژوند دنيا پسې مو سترګې وځي

غمونه ښه ډير دي پريمان دي کړو ارمان د خوښۍ
د خوشالۍ فضاء خندا پسې مو سترګې وځي

ناټو دی وړی په چاپه کې د زندان غېږې ته
جومات مو شاړ شو له ملا پسې مو سترګې وځي

چې نه په کلي وي چاپه نه د چورلکو غوغا
له داسې شپې داسې سبا پسې مو سترګې وځي

سولې ته چېرته يې زموږ نصيب کې ولې نه يې؟
امنه! راشه کنه تا پسې مو سترګې وځي

يتيم څه نه ويل خو د حال ژباړه يې داسې وه چې
هر وخت ځوريږم له بابا پسې مو سترګې وځي

ستا په دعا باندې مشفق د ژوند بېړۍ زغلوم
ادکې مور ستا دعا پسې مو سترګې وځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx