افغانستان

طالبانو کندز کې ماشوم د اختطاف کوونکو له منګولو ایستلی او کورنۍ ته سپارلی

نن ټکی آسیا: طالبانو په کندز کې د اختطاف چیانو له منګولو د یوه ماشوم د ژغورلو او کورنۍ ته د سپارلو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله خبرپاڼه کې وايي : «يوه مياشت وړاندې د تخار ولایت  مرکز مربوط  د نهرچمن اوسیدونکي آمرسيف الدين  يو ۱۴ کلن زوی نجيب الله  د سړي تښتونکو اربکیو لخوا وتښتول شو.

آمر سيف الدین د خپل زوي دنجات لپاره له مجاهدينو سره اړيکه ونيوه او  سيميزو مجاهدینو هم د خپل مکلفيت له مخې د تښتول شوي ماشوم پسې د لټې عمليات پيل کړل، په دا وروستيو کې  څرګنده شوه چې یاد ماشوم د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ د مشهور اربکي قومندان سیدمحمد د دوو ساتونکو نجیب او ابراهیم لخوا تښتول شوی او د قومندان سیدمحمد په کور کې ساتل کيږي، تيره شپه مجاهدينو د خان اباد ولسوالۍ په اړونه سيمه کې د ياد اربکي قومندان په کور چې د مرکز په توګه هم کار ځينې اخيستل کيږي برید وکړ چې د عملیاتو په نتیجه کې  ۱۴ ماشوم نجيب الله د تښتونکو له منګلو وژغورل شوو، د غه تښتول شوي هلک نن غرمه مهال د خان آباد ولسوالۍ په محفلي سيمه کې  خپل پلار آمر سيف الدين ته چې يو شمیر سپين ږيرې هم ورسره وو وسپارل شو، د تښتول شوي هلک پلار او راغلو سپين ږيرو له مجاهدینونه مننه وکړه چې په خورا شهامت سره يې د سر په بيعه د دوي ماشوم ته د وحشي اربکيو له منګولو نجات ورکړ.»
د کندز امنیتي چارواکو او د پېښي مسؤلو اربکیانو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x