برېښايې کال

مفتي احسان اللّه

دلمر خواوشا زمکه په 365 ورځو کي خپله دوره پوره کوي، همدې دورې ته زمکنی کال ویلکیږي، او کله چې رڼا په 365 ورځو كي مزل وکړي، دې مسافې ته بیا رڼايې کال وايې، دا اصطلاح دلمریز نظام او دهغو ستورو، کهکشانونو او دستورو نورو مجموعو دمصافي دمعلومولو لپاره استعمالیږي.

رڼايې کال دزمکني څو کلونو سره برابر دی؟

ددې لپاره تر هر څه اول باید یو څو باریک حسابونه وکړل شي.

رڼا په ازاده فضا کې په یوه ثانیه کې 300,000 کم مسافه وهي، او دا مسافه له 186,282 میل سره برابره ده.
زمکنی کال = 365 ورځي، = 8,760 ساعة = 525,600 دقيقې = 31,536,000 ثانيې دی.

یعني درڼايې کال ټوله اندازه 5,874,589,152,000 ميله دی.

زمکنی ستوری دلمر شاوخوا په 365 ورځو کې خپله دوره پوره کوي، او دا ټوله مسافه 52 رڼايې دقیقې کیږي.

اوس نو که موږ دزمکني کال ټول ټال دقيقي چې 525,600 دي، پر هغه رڼايې مسافه چې زمکه يې په 365 ورځو کي مکمله وي (یعني 52 رڼايې دقیقو) ، تقسیم کړو، نتیجه به يې 10,108 زمکني مدارونه وي، او دا هغه مسافه ده، چې رڼايې په یو رڼايې کال کې وهي.

یادونه: رڼا په ثانیه کې 300 زره کم فاصله طی کوي، او په یوه دقیقه کې 18 ملیونه کیلومټره کیږي، دې یوه رڼايې دقیقه وايې.
حاصل دا شو: چې یو رڼايې کال له 10,108 رمکني کلونو سره برابر دی.

اخځ ځای: https://www.quora.com/1-light-year-is-equal-to-how-many-yea…
#Astronomy_Science #علم_الفلك



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.