راز څنګه ؟

عزام کابلی
دزړه رازدِ یارته مه وایه رحمانه
هغه یاربه یارلري تابه رسوا کړي

سِرعربی کلمه ده چی په پښتوکې ورته راز ویلي کیږي راز یو اهم شئ ده البته د هغه چالپاره چې په اهمیت یې پوهیږي د راز ساتل په هرڅه کې ډیراهمیت لري هغه که دزنده ګۍپه هره شعبه کې وی کاراوبار،تجارت،اهل عیال،سفراوحضر،دوست اودښمن خصوصاپه جهادي امورو کې څوک چې د راز ساتني په اهمیت پوه شوي دي هغوي بیاله خپلوجهادي امورو خوند اخستي له دي وجې نه اسلام هم د راز ساتنې اهمیت بیان کړي ده . پیغمبرانقلاب صلی الله علیه وسلم څومره ښه فرمایلي دي چاچې خپل راز پټ وساتلو هغه خپل منزل مقصود ته ورسیدو. همدارنګه حضرت عمررضي الله عنه فرمایلي دی چاچې خپل راز خوندي وساتلو د هغه کارونه به د ده په اختیارکې وی او که راز يې افشاکړوکاریې خراب اوتراب شوه. همدارنګه محسن انسانیت صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي دخپلوحوائجوپه پوره کولوکې له رازڅخه کار واخلئ ځکه هرنعمت والاکس سره حسدکیدلي شي .

رازساتنه د هوښیاري علامه ده .
رازساتل امانت اوافشاکول یې خیانت ده.

په هغه لوښي کې خیرنشته کوم چې د یوشئ د ذخیره کولو وړتیانه لري اونه په هغه ملګري کې خیرشته چې رازنه ساتي.
دمال ساتل د راز له ساتلوڅخه آسان دي .

دراز د برداشت کولوبوج د مال له بوج نه سخت وی. راز ستابندي ده که درنه افشاشوه بیایې ته بندي یې .

برابره خبره ده که خپل راز وي او که د بل چا کله کله داسې وي چې یوانسان خپل راز خوندي ساتي البته د بل چاد رازاهتمام نه کوی پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی چې یوڅوک تاته خبره کوی بیایوې خوا بلې خواته ګوري نودا امانت او رازده .

همدارنګه چې کله به محسن انسانیت نبی کریم صلی الله علیه وسلم کومې غزا ته د تګ اراده وکړه نوترهغوبه يې هیچاته نه وخت ښودلواونه ځای ترڅوبه چې لښکر تیاراومستعدشوه دقتال لپاره.

دخپلوحاجتونورازساتل .کله چې یوڅوک د یوکارسرته رسولو اراده لری البته په ښې طریقې سره نوده ته پکارده چی ترڅویې هغه کارختم شوی نه وی یایې سرته نه وی رسولي خپل راز وساتي لکه مخکی چی حدیث پاک ذکرشوه د خپلوحوائجو په پوره کولوکې له راز څخه کار واخلئ .

دکور رازونه پټول. کوم کارونه چې د هغو تعلق له کور سره ده که هغه د ښځې اوخاوندترمنځ وي یاد کورد نورو افرادوترمنځ وي دا هم یو راز ده بایدپټ وساتل شی داسې خبرې چې د خاونداوښځې ترمنځه راز وي بایدبل چاته ونه ویل شي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي دقیامت په ورځ بدترین دخلکوهغه څوک ده چې له خپلې ښځې سره نزدیکت وکړي بیابل چاته دغه خبره کوي .

نن سبابایدمجاهدین د خپلوګروپونو اودلګیو رازونه پوره خوندي وساتي د عملیاتو ،اقتصاد، دملګرو،د
اوسیدلودځایونو،دمشرانو،دوسائلواودموبایلونوراز. هرمشرملګري بایدخپل ماتحت ملګري په دغه خبره پوه کړئ د راز اهمیت اود اراز په خونديې خبر کړي د دښمن په وړاندې د راز ساتني په طرز اوطریقه یي پوه کړی .

نن سبازمونږپه مجالسوکې مجاهدین د خپلوجهادي کارونوبیان په ډیره بې باکي سره په ډیردرب او دروب سره کوي حالانکې داډیره نقصاني خبره ده ددي عواقب او انجام ډیرخراب وي یو ورځ په یوه ولایت کې یواهم کارشوي وه په یوه مجلس کې یوښه تکړه اوهوښیارکس لګیاوه دغه رازیې افشاکړو چې داکارفلاني مجاهد کړي وه کمې ورځې نه وي تیرې شوي چې په هغه فلاني مجاهد باندې چاپه راغله له ګڼ شمیرملګروسره د صلیبیانولخوا په شهادت ورسیدوداسې نه ده چې له عملیاتو وروسته راز افشاکول تاوان نه لري راز هر وخت راز وی څومره خوندچې د رازپه افشاکولو کې ده همدومره خوندد رازپه ساتلوکې ده خوکه څوک په دغه خوندپوه شي لکه د هندوستان یوعالم دین [رحمه الله] فرمایي څومره خوند چې په بي دیني کې ده له دی څخه زیات خوند په دینداري اوعبادت کې ده که مونږهرڅه کوو دخالق لپاره یې کوو نه دمخلوق لپاره د چالپاره چې مونږجهادیابل نیک عمل کوو هغه مو همیشه ویني نو افشاکولوته یې څه ضرورت ده؟

راز به له خپل دوست نه هم ساتي که چیرته په دغه کارکې درسره همرازه نه وي له دښمن څخه هرڅوک د راز ساتلو کوشش کوي .

د راز خبرې به په کورکې د زنانه اوماشومانوپه مخ کې نه کوي .

کوشش باید وکړو چې په غیرمربوطه او د راز په خبرو ځان ډیر خبرنه کړوفائده به یي دا وي که خدای مکړه له دښمن سره اسیرشوو نو له ډیرو خبرو به ناخبره یوو ځکه انسان عاجز ده چې څه ورسره وي ورنه ویل کیږي اوکه یوڅوک په یوه خبره نه وي خبر نو څه به ووایي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د