ټولنیزه برخه

د لوي څښتن سپېڅلی کوركعبه شريفه

عبدالمالک همت

لوی څښتن فرمايي : ﴿ إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ ﴾ [ آل عمران : 96 ]

ژباړه : بې شکه تر ټولو لومړى کور چي(الله ته) د خلکو (د عبادت) لپاره (په ځمکه کي) جوړ سوى دى، هغه (بيت الله الحرام) دى چي په ” مکه“ کي دى. هغه ته د جوړېدو له مهاله (زيات خير او) برکت ورکړه سوى دى(د نېکيو ثوابونه پکښي دوه برابره کيږي او رحمتونه پکښي اوري) او (په لمانځه کي په ورته درېدو کي او د حج او عمرې لپاره په ورتګ کي يې) د نړۍ د خلکو لپاره (ښېګڼه او) هدايت دى .

د كعبې د پيدا كېدو د څرنګوالي په هكله په كتابونوكي څو قوله را غلي دي:
يو دا چي كعبه لومړۍ كوټه ده چي خداى تعالي د آسمانونو او ځمکي تر پيدا كېدو دوه زره كاله پخوا پيدا كړې؛ د اوبو پر مخ يې را څرګنده كړې او بيا يې ځمکه تر هغې لاندې غوړولې ده. بل دا چي كعبه لومړۍ كوټه ده چي د ملايكو لخوا د خداى په امر د آدم تر پيدا كېدو دوه زره كاله د مخه پر ځمکه ودانه سوې ده چي ملايكو طواف پركاوه. بل دا چي كعبه لومړۍ كوټه ده چي آدم عليه السلام پر ځمکه ودانه كړې ده چي په هغې كي يې لمونځ كاوه او طواف يې پركاوه.

د دغو درو سرو قولونو د هر يوه د ثبوت لپاره په كتابونوكي ډول ډول آثار او روايتونه راغلي چي ډېر يې ځينو صحابه وو او تابعينو ته او لږ يې حضرت نبي كريم صلی الله عليه وسلم ته منسوب دي، او د زياتروماخذ د امام ازرقي رحمة الله عليه تاريخ مكه يا اخبار مكه دى.

خو لكه چي د امام فخر الدين رازي رحمة الله عليه په تفسيركبير كي د آل عمران د سورې د 96 او 97 آيتونو د تفسير په ترڅ كي د هغه رايه ګورو هغه هم په دلايلو وايي چي كعبه د آدم عليه السلام په زمانه كي موجوده وه. او د نورو ډېرو اسلامي عالمانو له تاليفونو څخه هم دغه خبره په ګوته كيږي.

بل كله چي د قرآن كريم دې آيت ته دقيق سو چي وايي:﴿ رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ﴾[ ابراهيم: 37 ]

ژباړه: ای زموږ پالونکې! ما خپل ځيني اولادونه (چي زما زوی اسماعيل او د هغه اولادونه دي، د مکې)په يوه (بې اوبو او) بې کښته ناوه کي ستا د درانه کور په ګاونډ کي مېشت کړي دي، ای زموږ پالونکې!(دوی مي ستا د کور په ګاونډ کي) د دې لپاره (مېشت کړي دي) چي (په دغه کور کي) لمونځ وکړي، نو ای زموږ پالونکې له خلکو څخه د ځينو په زړونو کي د دوی (او د دغه ښار)
په اړه تلوسه پيدا کړه او د خوراک له ميوو څخه روزي ورته ورکړه، هيله ده چي(تاته ستا پر نعمتونو باندي) شکر وکاږي. (او لوی څښتن جل جلاله د ابراهيم علیه السلام دغه دعا قبوله کړه).

نو ځني څرګنديږي، چي كله حضرت ابراهيم عليه السلام خپله مېرمن بي بي هاجره او خپل زوى اسماعيل عليهما السلام مكې ته بوتله او هلته يې خوشي كړه خداى جل جلاله ته يې عرض كړه چي پروردګاره ! ما په يوه بې اوبو او بې وښو ناوه كي د خپل اولاد يوه برخه ستا د [ محترم كور تر څنګ مېشته كړېده ] يعني د﴿ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ ﴾ له جملې څخه څرګنديږي چي كعبه د ابراهيم عليه السلام د مخه د بيت حرام په توګه مشهوره وه او ځاى يې مشخص او ټاكلى وو، كه څه هم د زمانې د حوادثو له امله ورانه سوې وه.

له دې امله موږ په دې هكله اړيو چي و منو چي د ابراهيم عليه السلام تر ودانۍ د مخه كعبه په همهغه بڼه وه او ځاى يې معلوم او مشهور وو، خو دا نه ده معلومه چي هغه تر ابراهيم د مخه د چا له خوا اوكله جوړه سوې وه. ځكه چي په دې هكله كوم صريح آيت او د رسول صلی الله عليه وسلم كوم صحيح حديث په نظر نه دى راغلى او هرڅه چي په دې باب ويل سوي د اصحاب كرامو، تابعينو او موْرخينو څرګندوني دي. چي ښايي تر اسلام د مخه، د قديمو كتابونو او روايتونوپه حواله وي، او ښايي له هغو څخه ځيني څرګندوني د روايتونو د تعدد او قدامت او د ځينو راويانو د ضعف له مخي د واقعيتونو سره هم سمي نه وي.

خو څنګه چي په مطلقه توګه د كعبې موجوديت د حضرت ابراهيم عليه السلام د مخه د پورتني آيت او د مشهورو اقوالو له مخي جوت او ثابت امر باله سي، نو موږ به كوښښ وكړو چي په دې هكله د دغو رواياتو له منځ څخه هغه چي د حقيقت سره سم بريښي را نقل كړو.

د كعبې لومړنى پيدايښت :
د تفاسيرو او نورو تاريخي كتابونو له مخي، د كعبې شريفي ځمکه هغه سپېڅلې ټوټه ده چي د ټولي ځمکي د پيدا كېدو بنسټ باله سي. د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ، مجاهد، قتاده او سدي په قول كوم چي ډېر مشهور دى،كعبه تر ځمکي دوه زره كاله د مخه پيدا سوې ده، اوكله چي ځمکه او آسمانونه پيداكېدل،كعبه د اوبو له مخي څخه ترټولو لومړى څرګنده سوه. په پيل كي
كعبه سپين ځګ وو چي وروسته وچ او سره ونښتۍ او بيا ځمکه تر هغې لاندي داسي وغوړېدل لكه د اوړو د زوالې څخه چي سړى ډوډۍ پخه كړي. ځكه نو مكه” ام القرٰى” يعني د ښارونو مور وبلل سوه.

د ملائكو لخوا د كعبې ودانول:
خو ځيني بيا وايي چي كعبه لومړنۍ خونه ده چي پر ځمکه ودانه سوې ده. د علي بن الحسين ( امام زين العابدين رضي الله عنه) څخه پركعبه باندي د طواف د پيل او څرنګوالي په هكله چا پوښتنه وكړه، هغه جواب وركړ: ” كله چي خداى جل جلاله ملائكو ته وويل چي :﴿ زه په ځمکه كي ځانته يو خليفه دروم ﴾. نو هغو ورته وويل چي: ” ته په ځمکه كي هغه څوك خليفه كوې چي په هغې كي به وراني او فساد كوي او په ناحقه به ويني تويوي ؟ حال دا چي موږ ستا په تسبيح، حمد او تقدس بوختي يو”. لوى څښتن ورته وفرمايل: ﴿ په هغو چي زه پوهيږم تاسي نه پوهيږئ ﴾. نو ملائكو داسي وګڼل چي د دوى په دې خبره خداى جل جلاله پردوى په غضب سوى دى. نو يې عرش ته پناه وروړه او د هغه ګرد چاپېر يې اووه واره طواف وكړ، څو چي خداى جل جلاله ځني راضي سو، او دوى ته يې د طواف لپاره بيت المعمور وټاكى. بيا يې ملائكوته وفرمايل چي ما ته په ځمکه كي د بيت المعمور غوندي يوه خونه جوړه كړئ او د ځمکي خلكو ته يې وفرمايل چي پر هغې باندي داسي طواف وكړئ لكه د آسمانو خلك چي يې پر بيت المعموركوي.

د آدم او شيث عليهما السلام له خوا د كعبې بيا جوړول:
څنګه چي خداى تعالى قادر مطلق دى، كولاى يې سواى چي كعبه شريفه، چي د ده پاك ذات ته منسوبه ده د قيامت تر ورځي پوري د هماغسي لومړنۍ ودانۍ په شكل باقي وساتي، اوكه يې دا اراده واى چي څوك دي د هغې د ترميم كار ونه كړي، نو د جواهرو داسي يوه ټوټه به يې ګرځولې واى چي باد او باران او نورو حوادثو هيڅ اغېزه نه پركولاى او تر څو دا ځمکه، دا آسمان واى هغه به پر يوه حال ودانه واى. خو څنګه چي دا نړۍ، حادثه( نو پيدا ) او طبيعتاً د هغې د ټولو اجزاوو سره د بدلون او تغير په حال كي ده؛ لكه چي حادث خداى تعالى د خپل حكمت بالغه په مقتضا متغير خلق كړى او له يوه حالته بل حالت ته متحول دى. نو له دې امله د خداى تعالى په حكم د تاريخ په اوږدوكي كله نا كله كعبې بيا رغوني ته اړتيا پيدا كړې. چي خداى خپلو ځينو غورو بنده
ګانو، او د ځمکي ځينو نورو اوسېدونكو ته د هغې په جوړولو او بيا رغولو كي په برخه وركولو سره، ځانګړې نېكمرغي ور په برخه كړې ده. په دې ډول د ځمکي د سر په وګړوكي لومړى د دې سپېڅلي خوني د جوړېدو نېكمرغي د ابو البشر آدم عليه السلام په برخه سوې ده.

ابن عباس رضي الله عنهما وايي: لومړى سړى چي د لومړي ځل لپاره يې پر ځمکه كعبه ودانه كړې او لمونځ يې پكښي وكړ، او طواف يې پر وكړ، او د حج مناسك يې تر سره كړه، آدم عليه السلام وو. اوكله چي ملائكي ورسره مخامخ سوې، ورته ويې ويل چي ستا حج مبرور دى ځكه موږتر تا دوه زره كاله د مخه د دغي خوني حج كړى دى. بيا چي تر آدم عليه السلام وروسته د كعبې شريفي ودانۍ بيا جوړوني ته اړتيا پيدا كړه، نو حضرت شيث عليه السلام ته د هغې د تجديد بنا نېكمرغي ور په برخه سوه.

د يادولو وړ خبره :
علامه ابن حجر عسقلاني په فتح الباري كي وايي:” كله چي آدم عليه السلام د كعبې د ودانولو څخه وزګار سو، نو د خداى په حكم بيت المقدس ته په سياحت ولاړ او كله چي هلته ورسېدى د كعبې شريفي تر جوړولو څلويښت كاله وروسته يې هلته د بيت المقدس مسجد ودان كړ، چي بيا دغه مسجد سليمان عليه السلام ودان كړ”.

د نوح عليه السلام طوفان:
په ځينو روايتونوكي راغلي دي چي د نوح عليه السلام د طوفان په پېښه كي؛ كوم چي كيسه يې په قرآن كريم كي ذكر سوې ده، سره د دې چي د طوفان اوبو د ځمکي ټوله كره پر سر واخيسته او د ډېرو لوړو غرونو تر څوكو څلوېښت ګزه لوړي سوې، اما پركعبه شريفه يې د پورته كېدو قدرت نه درلود، بلكي اوبه لكه لوى لوى غرونه د هغې شا و خوا ولاړي وې. په دې حالت كي د نوح عليه
السلام بېړۍ د مكې مكرمې لوري ته مخه كړه او څلوېښت ورځي يې پركعبه طواف كاوه. بيا ” جودي” نومي غره ته چي په ” موصل” كي واقع دى ورسېده.

په ځينو نورو روايتونوكي بيا وايي چي د نوح عليه السلام طوفان كعبه له بېخه وايسته او د خداى جل جلاله په امر آسمان ته پورته او هلته ودانه سوه. ترطوفان وروسته د كعبې ځاى د سرې غونډۍ غوندي ښكارېدى چي سيلونه نه سواى پر پورته كېدلاى. هلته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه وګړي د زيارت لپاره ورتلل، انبياوو عليه السلام به يې حج كاوه او مظلومانو او بې وزلانو به په دې سپېڅلي مكان كي خداى ته دعا وي كولې. نو داسي وګړي به ډېر لږوه چي خداى به يې دعا نه قبلول.

د نوح تر طوفان وروسته د مكې او كعبې حالت:
لكه چي تاريخ ارض القرآن د ابن قتيبه او يعقوبي د تاريخونو په حواله ليكي د نوح عليه السلام زوى سام د حرم په شا و خوا ځمکوكي استوګن سو، او نوري تاريخي څېړني هم جوتوي چي د سامي قومونو مسكن كوم چي عرب هم له هغو څخه
دي، همدغه د عربو ملك دى چي د زمانې په تېرېدو سره يو شمېر يې د بېلا بېلو موخو او لا ملونو له مخي له دغه ځا يه نورو ملكو ته خپاره سوي دي.

دغه راز تاريخي شواهد ښيي چي د نوح عليه السلام ترطوفان وروسته د ابراهيم عليه السلام تر وختو پوري د مكې معظمې په شا و خوا سيمو كي عرب قبايل اوسېدل. لكه چي په تاريخ طبري او تاريخ ابن خلدون كي راوړي: ” كله چي پر عاديانو د دوى د هلاك د پيلامې په توګه كاختي ( قحطي ) راغله، نو يې څو تنه د باران د اورېدو د دعا لپاره مكې ته واستول او هغو لومړى د مكې او
حرم د باندي د بكر بن معاويه په كوركي واړول او بيا د باران اورېدو لپاره مكې ته ولاړل”.

دغه راز مكه مكرمه د عيسى عليه السلام تر زېږېدو ( 2500 ) كاله د مخه د هغه كاروان تم ځاى وو، چي له يمن څخه تر شامه ( سوريې ) يې تګ راتګ كاوه.

له دې او نورو دغسي رواياتو څخه معلوميږي چي تر ابراهيم عليه السلام د مخه هلته د مكې په شاو خوا كي وګړي اوسېدل. خو پخپله د كعبې پرشا و خوا او په مكه معظمه كي څوك نه اوسېدل، او لكه چي مخكي هم وويل سوه د نوح عليه السلام د وختو څخه د ابراهيم عليه السلام تر وختو پوري د كعبې ځاى د سرې غونډۍ غوندي ښكارېدى، چي ترنوح وروسته هود او صالح عليهما السلام د كعبې د دغه مقدس ځاى حج كړى، او نور وګړي هم هلته د حج او زيارت لپاره تلل. خو په دې موده كي كعبه چا له سره نه ده ودانه كړې.

د كعبې معنا او د هغې نور نومونه:
څنګه چي كعبه، دغه د خداى جل جلاله كور همدغه ستر ذات ته منسوبه ده د هغې د سترتوب، شرف او عزت له امله په كعبه نومول سوې ده. ځكه عرب چي كوم شي ته د سترتوب او شرافت په سترګه ګوري، نو د كعب كلمه ورته كاروي. البته كعبې ته له دې امله هم كعبه وايي چي مكعب او مربع ده، يعني څلوركنجه كوټه ده او هره ودانۍ چي لوړه او څلوركنجه وي، هغې ته كعبه ويل كيږي. دغه راز وايي چي له دې امله يې كعبه بولي چي د ځمکي په منځ كي واقع ده، او ځيني وايي له دې امله يې كعبه بولي چي له نورو ودانيو څخه بېله پرته ده. د خداى دغه كور په قرآن كريم كي دوه ځلي د كعبې په نامه ياد سوى دى. د كعبې
نور نومونه ” بكه “، ” بيت الحرام “، ” بيت العتيق “، ” قادس”،” نادر “، ” القرية القديمه “، ” البنية “، ” الدوار” او ” المسجد الحرام ” او نوردي، چي هر نوم ځان ته علت او فلسفه لري چي په اسلامي رواياتو كي اشار ې ورته سوي دي. دا چي ولي كعبه څلور كنجه جوړه سوې ده او څلور ركنه لري، وايي چي كعبه د بيت المعمور پر برابر او بيت المعمور د عرش پر برابر واقع دى او عرش څلور ضلعي او ركنه لري، ځكه نو كعبه هم مربع جوړه سوې ده. د يوه بل روايت له مخي څنګه چي هغه كلمې چي د اسلام بنسټ پر ايښوول سوى دى، څلور دي، يعني څلور تسبيح (سُبْحَانَ اللَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ) دي، ځكه نوكعبه هم څلور كنجه جوړه سوې ده. نو كوم حاجي او عمره كوونكى چي د ژور ليد څښتن وي هغه په دې اند وي.

چي پركعبه، بيت المعمور او عرش الله طواف كوي او د څلورو تسبيحاتو پر بنسټونو ګرځي راګرځي، چي د دغسي حاجي او عمره كوونكي زړه د خداى عرش ګرځي.

ابراهيم عليه السلام ته د كعبې د جوړولو امر:
كله چي د لوى څښتن له خوا حضرت ابراهيم عليه السلام ته امر وسو چي كعبه شريفه ودانه كړي، له شام څخه د اسماعيل عليه السلام كره (چي د کعبې تر څنګ اوسېدی)راغى او هغه يې په داسي حال كي وموند چي د زمزم د اوبو د څا پر غاړه تر يوې وني لاندي د غشي په توږلو بوخت وو. اسماعيل چي خپل پلار وليد مخي ته ورغى، روغبړ يې ورسره وكړ، يو د بل غاړي ته يې لاسونه سره واچول او بيا تر هغه ونه لاندي كښېنستل، حال احوال يې سره وپوښتى او بالاخره حضرت ابراهيم عليه السلام وويل چي : زويه ! لوى څښتن ما ته امركړى دى چي دلته د خداى خونه جوړه كړم. ( د كعبې پر ځاى سرې غونډۍ ته يې اشاره وكړه ). اسماعيل عليه السلام د دې كار لپاره په ډېره مينه خپل تيارى وښود.

نو هغه وو چي پلار او زوى د خداى تعالى د لارښووني سره سم يوم اوكلنګ را واخيستل، په كار يې پيل وكړ. هغه غونډۍ يې وكيندل، څو چي د كعبې شريفي همهغه د آدم عليه السلام د ودانۍ لومړني تهدابونه ښكاره سول، او بيا يې د كعبې شريفي د دېوالونو په پورته كولو پيل وكړ. ابراهيم عليه السلام يې بنايي كول او اسماعيل ډبري ورته راوړلې، څو چي دېوالونه دونه لوړ سول، چي د ابراهيم عليه السلام مبا رك لاسونه نه ور رسېدل. نو هغه وو چي ابراهيم عليه السلام پر داسي يوه معجزه لرونكې ډبره پورته سو چي هر څونه به دېوال لوړېدى، دغه ډبره به هم په هماغه كچه لوړېدل. ( دغه ډبره مقام ابراهم دى كوم چي د ابراهيم عليه السلام د پلو نخښي باندي سته او اوس هم د يوې څرګندي معجزې په توګه،كعبې شريفي ته نژدې ځاى پرځاى سوې ده).
كله چي د دې ودانۍ كار پاى ته ورسېد ابراهيم عليه السلام ، اسماعيل ته وويل چي داسي يوه ډبره راوړه چي د دې متبركي بيتې په دېوال كي ځاى پرځاى سي، څو د خلكو د طواف د پيل او پاى لپاره نخښه وي. كله چي اسماعيل عليه السلام په ډبره پسي ولاړى، جبرايل عليه السلام حجر اسود ورته راوړه او ابراهيم عليه السلام د كعبې په دېوال كي نصب كړه. اسماعيل عليه السلام چي ډبره راوړه ويې ليدل چي ابراهيم عليه السلام ډبره ايښې وه. نو يې ورته وويل چي دا چيري وه او چا درته راوړه ؟ هغه ورته وويل چي دا هغه چا را ته راوړه چي نه مي تا او نه مي ستا ډبري ته اړباسي.

د ابراهيم عليه السلام لخوا خلكو ته د حج لپاره بلنه :
كله چي ابراهيم عليه السلام د كعبې له ودانولو وزګار سو. نو خداى جل جلاله وحي ورته راولېږلې چي:﴿ وَأَذِّن فِي النَّاسِ لْحَجِّ…﴾ [ الحج: 27 ]

يعني خلكو ته د حج لپاره عمومي بلنه وركړه. حضرت ابراهيم عليه السلام عرض وكړ چي ای پروردګاره ! دلته خو تر ډېرو ليرو سيمو پوري څه ودانۍ نسته او چيري چي ودانۍ سته هلته خو زما ږغ نه رسيږي ؟ خداى تعالى ورته وويل: ته اعلان وكړه، رسول يې پر ما دي. نو ابراهيم عليه السلام پرمقام ابراهيم يعني پر هغه مشهوره ډبره باندي كومه چي اوس هم په حرم
شريف كي پرته ده، وختى او د دې مقام په واسطه لوړ پورته سو، څو د ابي قبيس غره تر څوكو لوړ سو او ناري يې كړه : اى خلكو ! خداى تعالى خپل كور جوړكړى او د هغه حج يې پر تاسي فرض كړى دى، نو د خپل خداى بلنه و منئ او حج ته راسئ !

خداى جل جلاله دغه بلنه په هر ځاى كي هر روح ته ورسول. نو د هر چا چي حج په نصيب وو د هغه روح دغي بلني ته جواب وركړ چي:(لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَة لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ).
يعني زه ستا د فرمان پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړيم. لويه څښتنه ! ستا د فرمان د پلي كولو اوستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم. ستا د فرمان د پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضراو تيار ولاړ يم. تا لره هيڅ شريك نسته، زه ستا د فرمان د پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم.

په رښتيا سره ټوله ثنا،صفت او نعمتونه تا لره دي، او ټولواكي تا لره ده، تا لره شريك نسته.

په دې ډول حضرت ابراهيم عليه السلام د حضرت اسماعيل عليه السلام او د جرهم د قوم د مسلمانانو سره يو ځاى د حج مناسك ادا كړل او د حج د مناسكوڅخه ترفراغت وروسته خپل وطن شام ته ولاړ او هلته وفات سو.

مكه او كعبه په يوناني او مسيحي تاريخونو كي:
د زبور د څرګندونو سره سم حضرت داود عليه السلام د عيسي عليه السلام تر زېږېدو يوولس سوه كاله د مخه د بيت الله شريفي د زيارت لپاره خپله  ليوالتيا داسي څرګندوله : ” اى د لښكرو خدايه. ستا كور څونه زړه راكښونكى دى. زما اروا هغو دربارونو ته ليواله ده؛ بلكې پسې نوليږي. زما زړه او زما ژوندى پږى د خداى لپاره له خوښۍ څخه ټوپونه وهي. سپېڅلي دي هغه چي
ستا په كوركي اوسيږي. دوى تل ستا ستاينه كوي. د چا چي په زړه كي د ” صيون ” لويي لاري دي هغه د ” بكا ” له ناوې تېريږي او د هغه ځاى په چينو كي ځان ته ځاى جوړوي”. [ زبور: 84 باب: 6 شمېره ]

مسيحي تاريخ ليكونكى جرجي زيدان په عرب قبل الاسلام كي ليكي : ” د يونان په لرغونوكتابونوكي د مكې اوكعبې نوم نه ترسترګوكيږي، خو ” ديودورس الصقلي”( Deodars sickles) په 100 كال قبل الميلاد كي د نبطي قوم د  پېښو د بيانولو په ترڅ كي ليكي: ” په حجازكي يو معبد دى چي ټول عرب يې تعظيم او درناوي كوى “.

للاب لوبس شيخو يسوعي هم د نړۍ د مشهورو معبدونو د يادولو په ترڅ كي ليكي:” د نړۍ په ټولو معبد ونوكي تر ټولو زيات مشهور د حجازكعبه ده. د كومي ذكر چي په تاريخ كي تر ټولو دمخه “ديو د ورس الصقلي” په 100 قبل الميلاد كال كړى دى”. ( النصرانية و آدابها ).

دغه راز جرجي زيدان ليكي:” څيړونكو په دې كي چي مكه د كومي ژبي لفظ دى  اختلاف كړى دى. خو زموږ په اند سم قول دا دى چي دا د كلداني يا بابلي ژبي  لفظ دى. ځكه چي په بابلي ژبه كي د مكې معنا كور دى، كوم چي همدغه كور ته عرب كعبه وايي. په 1800 قبل الميلاد كال چي عمالقه هلته ورغلل، نو دوى پردغه ځاى دغه نوم كښېښود. دلته تر ټولو د مخه د عمالقه وو ځاى پرځاى كېدل ترلمر څرګند دي. وروسته دغه ځاى د ځينو جابرو واكمنو د واك د هوس نخښه سو.

ترعمالقه وو وروسته د قحطانيانو يوه تپۍ ” جرهميان ” له يمن څخه كډه سول او هلته ورغلل، د عمالقه وو سره يې جګړه وكړه او دغه ځاى يې ځني لاندي كړ. بيا ډېره موده وروسته بني اسمعيل ( د اسماعيل اولاده ) پر هغو برلاسي سول “.

په ” انسايكلو پيډيا اف برټانيكا ” كي د مكې د لفظ د تشريح په ترڅ كي ليكي:” په عربستان كي د كعبې په نامه يو عبادت ځاى وو، چي د لرغونو روايا توسره سم حضرت ابراهيم عليه السلام ودان كړى وو. كعبه د ټولو عربو په سترګوكي متبركه وه او له ډېري مودې يې د هغې حج كاوه “. دغه راز جرجي زيدان ليكي : ” د حجاز په ښارونوكي مكې ځكه زيات شهرت درلود چي هلته د حج مناسك ترسره كېدل، او تر پر له پسې څو سووكالو وروسته هغه يو تجارتي مركز جوړ سو. د حج پرمهال د حاجيانو د ورتګ او د پلورني او پېرودني د ډېرښت له امله دغه ځاى د لويو لويو قبايلو او سردارانو د پاملرني او سراښۍ منځۍ جوړ سوى دى”.
امريكايي پادري ايس. ام. زوسمير ليكي:” په دې كي شك نسته چي حجراسود د مكې تر ټولو لرغونې زېرمه ده “.
بطرس بستاني په خپل دايرة المعارف كي ليكي: ” حج په بېلو بېلو ولسونوكي له ډېري پخوا زمانې څخه دود دى. كه څه هم په يقين سره نه سي ويل كېداى چي تر ټولو لومړى په كوم ولس كي حج كول پيل سول، خو د عربو د جاهليت په زمانه كي له ډېرو ليري ليري ځايونوڅخه ډلي ډلي وګړي د بيت الله د حج لپاره راتلل. له دې څخه څرګنديږي چي دا تر ټولو لومړى قوم دى چي د حج كول پكښي دودسوى دى. عرب وايي چي آدم عليه السلام له آسمان څه تر راكوزېدو وروسته كعبه جوړه كړې وه او بيا د نوح عليه السلام تر طوفان وروسته ابراهيم او اسماعيل بېرته ودانه كړه “.
پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x