افغانستان

طالبان: بدخشان کې مو د لاجوردو کان ژغورلی او ۴۴ پولیس ژوندي نیولي

نن ټکی آسیا: طالبان وایي د بدخشان ولایت په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان چې څو ورځې وړاندې د نامسؤله وسله والو له خوا د چور او لوټلو په غرض محاصره شوی و، د خلکو په مرسته بېرته نیولی.
طالبان وايي، چې دوی د سيميزو خلکو په همکارۍ او مخامخ مرسته ياده سيمه ټوله د غلو او لوټمارو له ولکې وايسته او نور ياد کان او ملي شتمنۍ خوندي او وژغورل شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خپرپاڼه کې ویلي :« د بدخشان ولايت د کران ومنجان ولسوالۍ اړوند د لاجوردو کان چې د کابل ادارې پورې تړلو غلو په کې  شخصي کيندنې پيل کړې وې او ګټه يې د مفسدو قومندانانو، ټوپکمارو او جنګسالارانو جيبونوته تله، د اسلامي امارت د سرسپارلو مجاهدینو لخوا مکمل ونیول شو.»
نوموړی زیاتوي :« هغه محافظتي قطعه چې د دښمن لخوا د ياد کان لپاره په سيمه کې اچول شوي وه  په بشپړه توګه دړې وړې شوه ۴۴ پوليس ژوندي ونيول شول ۶ تنه شديد ټپيان او نور ټول ساتونکي له سيمې نه په تيښته خلاص شول‎.»
مجاهد وايي چې د دوی مجاهدینو د بريد په مهال د دښمن په لسهاوو ميله سپکه او درنه وسله، رینجر موټران، مهمات او ګڼ نور لازم توکي هم نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې د تیرې یکشنبې په ورځ یو شمېر وسله والو او په اصطلاح پخوانیو ټوپکیانو د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو په کان برید وکړ او له کابو یوې اونۍ راهیسې یې په ولکه کې و.
د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار له پېښي یوه ورځ وروسته اعتراف وکړ،چې کان د زورواکو ټوپکمارو په منګولو کې کښېوتی دی او دوی به هڅه وکړي چې بېرته یې ترې ونیسي.
خو داسې بریښي چې طالبانو پرې وار ړومبی کړ او د ټولو شریکه دا ملي شتمنۍ او ولسي سرمایه یې وژغورله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x