مجاهد امریکايي جنرال نیکولسن ته: تاسو به لیوني او له هیواده ټیټ سر وشړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان او امریکايي جنرال نیکولسن د هغو خبرو په جواب کې چې د ملا عبدالسلام د وژل کېدو وروسته یې کړي وي، ویلي چې تاسو به لیوني کړو او له هیواده به مو ټیټ سر وشړو.

تېره ورځ جنرال نیکولسن د ملا عبدالسلام د وژل کېدو وروسته د طالبانو څخه غوښتنه کړې وه چې طالبان دي د خبرو اترو له لاري سوله وکړي کنه لکه ملا عبدالسلام یو یو به وژل کیږي.

د نوموړي د خبرو په غبرګون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه تونده خبرپاڼه نن ټکی اسیا ته را لیږلې چې په کښي ویل شوي:

«اسلامي امارت د افغان مجاهد ملت خصوصا د کندوز  په شهادت مین ولس په استازیتوب د جنرال نیکلسن د دغو ناموجهو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې تاسو له مجاهدینو سره د مخاطبې او چانس ورکولو وړتیا نه لرئ، ځکه تاسو یرغلګر یاستئ او په دې پوهیږئ چې افغان غیرتي ولس له یرغلګرو سره تل داسي چلند کړی چي یو وار یې دهغوی ماغزه سرته ور وستي دي اوبیا یې له خپل هیواد نه په ټیټ سر شړلي دي.

د افغان ولس تاریخ وګورئ، همدا افغانان وو چې تر تاسو وړاندې يې په پوځي او اقتصادې لحاظ ډیر ځواکمن انګریزان او شورویان د جهاد او تورې په زور له خپل هیواده وشړل؟

ایا تاسو اوس په نړۍ کې د لویې برتانیا او شوروي اتحاد په نوم کوم ځواک وینئ؟

افغان مسلمان ولس تاسو امریکایانو ته د هماغو یرغلګرو انګریزانو او شورویانو په سترګه ګوري او هماغسي به مو د جهاد په برکت او د الله په نصرت له خپل اسلامي ټاټوبې څخه شړي.

د ملا عبدالسلام شهادت زموږ لپاره ناکامي او د پيښيمانۍ وړ خبره نه ده؛ بلکې ویاړ او داسې کامیابي ده چې ستاسي په خلاف یې د کندوزي او په مجموع کې د ټول افغان ولس د انتقام جذبه په جوش راوستې، دمجاهدینو حقانیت یې نور هم څرګند کړی، ملا عبدالسلام او دده ملګري یې په ټولنه کي نور هم درانه او محبوب ګرځولي دي، تاسو پوه شئ چي موږ هغه قوم یو چې د الله تعالی په لاره کې شهادت دومره خوند راکوي لکه تاسوچې د فاني دُنیا نیمګړی ژوند خوښوئ.

دا مو تش جذبات او تخمیني خبرې نه؛ بلکې هغه ملموس واقعیتونه دي چې له امله یې ستاسي تر یو نیم لک زیات مجهز پوځ همدلته په ګونډو کړل شو.

که تاسو اشغال پای ته ونه رسوئ او دافغان غیرتي ولس روا غوښتنو ته غاړه کښینږدئ نو دا ملت به مو که خدای کول د ناټو او امریکایي ځواکونو د قومندان په توګه له خپل ټول ځواک او تخنیک سره داسې له افغانستانه شړي لکه تر تاسو وړاندې یې چې ستاسي تر ټولو مشهور قومندانان او وریزیده جنرالان د مقاومت په مټ مات کړی، لیونی کړی او له افغانستانه شړلی و. ان شاءالله»

باید وویل شي چې د نړۍ په سطحه سیاسي تحلیلګران او کارپوهان په دې اند دي چې امریکا نه پوهیږي د افغانستان اوږده جګړه څرنګه کنټرول کړي او څه باید وکړي، همدا وجه ده چې د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه د خپل کمپاین پر مهال او نه هم تر اوسه د افغانستان په اړه څه ویلي دي.

څه موده مخکې جنرال نیکولسن د امریکا په سنا مجلس کې وویل امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې په داسې بنده کوڅه کې راګیر دي چې نه وړاندې تلی شي او نه وروسته راتلی شي.

جنرال نیکلسن د امریکا د سنا مجلس د نظامي کمیټې مشر (جان مکین) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکایانو د افغانستان جګړه ګټلې که بایلې، وویل: «زه باور لرم چې امریکا او ناټو په افغانستان کې داسې وضعیت کې دي چې نه جګړه ګټلی شي او نه یې پریښودلی شي».

د جنرال نیکلسن په باور له دغه حالته د وتلو یوازینۍ لار دا ده چې په افغان ځواکونو پانګونه وشي ترڅو د جګړې مسئولیت په خپله غاړه واخلي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.