د پاکستان د پوځ ویاند: میجرجنرال اصف غفور

پاکستانی پوځ: افغانستان دې د دښمن په عینکو نه راته ګوري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پوځ ویاند یوه تلویزوني چینل سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان دې د پاکستان ضد عینکو کې دوی ته نه ګوري، بلکې خپلې افغانۍ عینکې دې وکاروي.

نوموړي دغه خبري په داسي مهال کې کوي چې د پاکستان پوځ په دغه هیواد کې دننه د “رد الفساد” په نامه عملیات اعلان کړي او تر اوسه یې د افغانانو په ګډون زرګونه خلک نیولي دي.

په پاکستان کې د داعش او پاکستاني وسلوالو د وروستیو چاودنو له امله په سلګونو کسان مړه او ټپيان شول، د پاکستان پوځ تور لګوي چې د پاکستان پر ضد وسلوال عناصر په افغانستان کې مېشت دي او د هندوستان له لوري کومک ورسره کیږي تر څو په پاکستان کې وسلوال بریدونه وکړي.

پاکستان د همدې وسلوالو د ځپلو په بهانه د افغانستان پر سرحدي سیمو بمباري کړې او د یو شمېر وسلوالو د وژلو ادعاوې یې کړي خو افغانستان وايي چې د پاکستان د بمباریو او توپونو په وجه په سلګونو کورنۍ له خپلو سیمو هجرت ته اړ شوي او یو شمېر ملکي وګړي ټپيان او مړه شوي دي.

افغانستان څلور ځله په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او رسمي احتجاجي لیک یې ورته وسپاری.

بلخوا پاکستان هم په ورته توګه افغان سفیر احضار کړ او د هغو وسلوالو د نیولو غوښتنه یې ترې وکړه چې په افغانستان کې اوسیږي او بریدونه په پاکستان کې کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور وویل چې افغانستان خپله د وسلوالو د بریدونو څخه کړیږي او غټي قربانۍ یې ورکړي، کله چې مونږ وایو په افغانستان کې ځیني کسان د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي، مطلب مو دا نه وي چې ټول افغانستان دي په دغه کار کې ښکېل وي.

«افغانستان د ډیرو قوتونو لپاره د جګړې ډګر ګرځېدلی».

د ډان نیوز د راپور سره سم نوموړي وړاندي وویل: «تر ټولو مخکې افغانستان باید فکر وکړي چې ددوی لپاره څه بهتر دي، ددوی لپاره بهتره ده چې د خپل امنیت او پاکستان سره اړیکې د “افغاني عینکو” څخه وګوري، نه د “پاکستان ضد عینکو” څخه. تر څو چې افغانستان د پاکستان سره په اړیکو کې خپل عینکې ونه کاروي، دا کیسې به روانې وي».

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د وسلوالو شتون هندوستان او پاکستان ضد قوتونو ته دا فرصت په لاس ورکړی چې هغوی د پاکستان پر ضد استخدام کړي. د هغه په وینا د پاکستاني پوځ د رد الفساد عملیاتو هدف همدا دی چې د «تروریستانو» او د هغوی د ملاتړو تر منځ رابطه وشکوي.

باید وویل شي چې د پاکستان پخواني ولسمشر او پوځي دیکتاتور پرویز مشرف څه موده مخکې ویلي و چې د افغانستان د استخباراتو اداره «ملي امنیت» د هندوستان د لاس آله ده او د هغوی لپاره د پاکستان پر ضد لوبیږي.

خو څو ورځي وړاندي د پاکستان د ورته تهمتونو په جواب کې د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله ویلي و چې د افغانستان حکومت د هیڅ چا په خلاف د هیڅ یوه «تروریستي» ګروپ ملاتړ نه کوي.

5 تبصرې

  1. یاره نن ټکی اسیا وله تا سو هم ډیره ازادی لری ، ددومره پښتنو ډځوریدو یو راپور مو خپور نکړ، دپا کستان دزنا خانو باره کی مو یو راپور خپور نکړ دپا کستان د همجنس پالو باره کی مو هیڅ نشر نکړ. دمشرف داخبره مو ونکړه چی مونګ طا لبان دی لپاره ملا تړ کوه چی دکرزی حکومت پری کمزوری کړو بس تا سو هم خپل مسولیت ښه په درز پیژنی.دافغانستان دعسکرو هغه بد تصویر پوست کوی خو دپا کستان دعسکرو هغه ټولو کی چی ښه تصویر وی پوست کوی. لژ فکر وکړی یارانو

    • ستاسو ليکني مي مخکي له حده خوښيده . ليکن اوس راته دالو که تور ډير ښکاري . لږ افغاني مسوليت هم پيژندل پکار دي . مننه

  2. پاکستان دی الله تباه کړی ټول افغانان یی در په در کړه طالبانونه هم ګیله لرم پاکستان افغانان څومره زیات یی وزوراول بیا هم تاسو یو غږ مو جیګ او نن تکی اسیا خپور نکړو دیکی در باندی شک پیدا کیږي.

  3. یاره ولیخانه ، نن ټکی اسیا خو خپلواکه رسنۍ ده ، او دا خپلواکی اسلام ورکړی چه ستاسی په شان غلامانو او کوڅه ډبو تبصری څه چه لیکنی یی هم خپروی. ولی ستاسی د بادارانو په رسنیو کی حتی تاسو ته هم اجازه نشته چه د بادارانو له ګټو غیره خوله پرانیزۍ ، که وی راته ویی لیکه.
    ستاسی غلام خرزی چه د امریکایانو په ډولی کی میکپ شوی د شاه شجاع او یا خرمل په شان راوستل شو هغه دی هیر دی ، د مشرف یادونه کوی ، په دروغو هم نه شرمیږی ، دا خبره لمړی مشرف کړی هم نه ده مشرف هغه لوی غلام دی چه زمونږ د ګران هیواد له اشغال دمخه یی نواز شریف سعودی ته ولیږلو ځکه امریکایانو د بی شیرف په شان جنګی سپی یا خره ته اړه وه، د مشرف وخت او یا له هغه وروسته د کابل تر غلامانو او بادارانو زیات په شهادت رسولی یا بندیخانو کی اچولی ، مګر تاسی ته ویل شوی چه د اشغال څخه د هیوادوالو او نړیوالو پام پاکستان ته واړوی پاکستان یاد کړی حتی پاکستان ته د همدی یادونو د پاره په بیلونو ډالر ورکول کیږی . ،
    په ځانګړی ډول تاسی د ولیخان مستعار په نوم خامخا د دغه ناوړه او فاسدی غلامی اداری کوم اجیر وزیر یا ریس به یی ، مونو د ډیرو وزیرانو سره وخت ناوخت ناست یو یا مو تلویزونو کی ورله خبری اوریدلی ، سواد نه لری کټ مت ستا په شان د کوڅو ادبیات او استدلال کاروی.

  4. فیضانه وروره تیز تللی یې ! دلائل به ورته ولیکو نور دهر چا خپل وجدان او کار دی !

    – د افغانستان دولت يو فاسد مذدور دغلو دولت دی چې اولس یې د نس په خو ږو ککړ کړی او دغه فاسدین بې کاره
    لوړه غړپه انسانان خپل معاشونه له سې ای اې څخه اخلي !

    – له پاکستان سره مونږ ستونځه نه لرو، زمونږ ستونځه له فاسد دولت او له اشغالګرو سره ده !
    – همجنس بازان او فاحشه توب ، ځان خرڅول له پاکستانه په افغانستان کې ډيره ده !
    – دافغانستان دولت داولس دغلولو لپاره دسولې نارې وهي خو هیڅ وخت سوله نه غواړي ځکه چې هغوی دالر غواړي
    نو که سوله وشي خو بیا صلیبیان خوابدي کيږي او دالر دريږي !!
    – اشرف غني اجنټ دمونشن په غونډه کې خپلو بادارانو ته وویلې چې د افغانستان اردو او افغانان دغربیانو د کټو دساتلو لپاره په افغانسان کې د تروريزم په مخ جنګيږي !!
    – هند د طالبانو په وخت کې داحمد شاه مسعود سره خورا مرسته کوله او اوس د افغانستان په استخباراتو کې مستقیم لاس لري، پاکستان انزوا کوي او پاکستان د افغانانو په زهنو کې بد معرفي کوي هندي کلچر هندي فلمونه دافغاناو اخلاق خرابوي ، هند د پاکستان له سر حد سره په افغانستان کې ډيرې کونسلګيري لري چې دپا کستان پر ضد دمخبري کار ترې اخیستل کيږي !!
    – هندو دازادي نارې وهي خو کشمیر یې کلک محاصره کړی او ازادي یې ترې اخیستې نو که فاسد هندو بشر دوسته وي ولې کشمیر ته اذادي نه ورکوي ؟؟؟ نو ایا دا ټولې هلې ځلې چې افغان دولت هم پکښې ګډ دی د پاکستان د بر بادي پلانونه نه تر حه کوي !!

    پاکستان څوک دی ؟ پنجاب ، سند، بلوچستان او پښتونخوا !!
    ایا دغه پښتانه د پښتونخوا چې څلور میلیونه افغانانو ته یې په خپله خاوره او خپل پټي کې یې دا ۳۵ کاله ځای ورکړی ، له مونږ نه بیل شوي پښتني قامونه ندي ؟؟ چې د انګلیس د ظلم او استبداد تېره نتیجه ده !!

    ***دپاکستان په ضد تېری د پښتنو په نقص او زیان دی او هند دغه زیان غواړي !!

    مونږ يو پرابلم لرو چې هغه زمونږ دمغزو دسر طا ن مرض دی او دا عبارت د افغان فاصد دولت او دصلیبیانو شتون او باداري یې دي !!!

    که مونږ ددې سرطان مرض علاج وکړو نو بیا هيڅوک زمونږ په کارو نوکې مداخله نشي کولی !!!

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.