افغانستان

د افغان ترک مکتبونه د ترکیې حکومت ته وسپارل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د افغان ترک ادارې چلوونکي د ترکیې د حکومت مخالف ګوند مشر «فتح الله ګولن» سره خپل تړاو ردوي، د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د دغه مکتبونو اداره به په رسمي ډول د ترکیې حکومت ته سپارل شوي دي.

د راپورونو سره سم د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني امر کړی چې د افغان ترک مکتبونو اداري چارې دي د ترکیې حکومتي تعلیمي ادارې ته وسپارل شي.

د راپور سره سم د مکتبونو د اداري چارو د لیږد پروسه د ملي امنیت شورا په لاس کې ده، چې د ادارې د تسلیمولو لومړني پړاوونه یې مخکې لا تر سره شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته ویلي چې دغه پرېکړه یې د ترکیې د حکومت په غوښتنه کړې.

بلخوا د افغان ترک تعلیمي ادارې چارواکو دغه پریکړه یو بې ځایه او بې وخته بللې او ویلي یې دي چې له وجې به یې ځیني مکتبونه بند او د ځینو تعلیمي معیار به متاثره شي.

د افغان ترک د مکتبونو مرستیال مدیر احمد فواد حیدري زیاتوي چې دغه پرېکړه به پر یادو مکتبونو ډېر بد اغېز ولري.

باید وویل شي چې افغان – ترک په افغانستان کې شاوخوا لس مکتبونه لري چې په کابل، مزارشریف او هرات کې د هلکانو او انجونو لپاره او په کندهار، شبرغان، او جلال اباد کې یوازې د هلکانو لپاره په ښه معیار د تعلیم چارې پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x