افغانستان

کتابونه یادښتونه- ذاکر جلالي

تېره اوونۍ د جنورۍ پر ۱۴مه د امریکا د پخواني دفاع وزیر، رابرټ ګېټس کتاب «د یو وزیر ماموریت» د کتاب بازار ته ووت. له راوتو مخکې د دې کتاب ځینې برخې د ځینو ورځپاڼو او رسنیو له لورې خپرې شوې وې، چې دلته په افغانستان کې یې هم په افغاني رسنیو کې کافي غوغا جوړه کړه.

ګېټس له دې “رازه” پرده پورته کړې وه، چې ګواکې د افغانستان د ۲۰۰۹م کال ټاکنو کې امریکایانو غوښتل لاسوهنه وکړي او د ولسمشر کرزي پر ځای د ده سیال عبدالله‌عبدالله د ولسمشر په توګه غوره کړي. کېدای شې همداسې شوي هم وي؛ خو لوستونکي د دې شک حق هم لري، چې کېدای ښاغلی ګېټس هڅه کړې وي د افغان حکومت خپلواکي او د امریکا د لاسوهنې ناتواني ثابته کړي. دا هم یو شک کېدای شي؛ خو دا چې تېرې ټاکنې څومره رڼې وې، دا ګردو ته جوته ده، چې د ټاکنو پایلې چا نه منلې تر هغې چې د امریکا اوسنی د بهرنیو چارو وزیر او هغه مهال د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس، جان کېري راغی او پرېکړه وکړه چې بیا ټولو ومنله! [دا بیا لاسوهنه نه وه]دا ښه عادت په لوېدیزوالو کې عموماً او بیا په امریکایانو کې خصوصاً ډېر دود دی. هلته اوس دا خبره تقریباً له منځه تللې ده، چې په ټولنه کې دې یوه ځانګړې ډلګۍ د لیکوالو په توګه وپېژندل شي او پاتې ټولنه ځانونه لیکوال ونه بولي. په افغانستان کې د امریکا لومړني قومندان، ټومي فرانکس د «امریکايي سرتېري» په نامه خپل یادښتونه خپاره کړل. فرانکس له داسې رازونو پرده پورته کړه، چې افغانانو ته یې ښکاره کړل، چې د دوی د هېواد برخلیک یو مهال د څه ډول شخصیتونو(؟) له خو ټاکل کېده. د ده یادښتونو د ډېرو ماښامونو ناستې او معاملې داسې رسوا کړې، چې د افغان لوري په خیال کې به هم نه ګرځېدل چې دا د پټ پټونو ناستې دې کومه ورځ رسنيزې شي. د جهاد پر مهال د «سي آی اې» د اسلام‌اباد څانګې رئیس، ګېري شېرون هم له متحدې جبهې سره د خپلو لیدنو کتنو کيسې لیکلي او خپاره کړي. د هغه یادښتونه هم بلا رازونه بربنډوي. د ډېرو د عمل او قول ټکرونه څرګندوي. ډاډه یم، دوی سره چې کومو افغانانو معاملې کړې وې، هغوی په هېڅ ډول دا نه انګېرله چې دا پرنګیان به کومه ورځ د دوی د پټو یارانو کيسې په دومره سپينه ژبه تر ولسونو پورې رسوي. که یې دا فکر کولای، کله به یې هم دوی سره دومره ازاد مجلسونه نه وای کړي. دا مې غالباً د ګېري شېرون د کتاب په سریزه کې لوستي وو، چې د «سي ‌آی اې» مامورین چې کله کتاب ولیکي، د ادارې له خوا په دقت کتل کېږي، چې د رازونو افشا د دوی ملي امنیت ته کوم ګواښ پېښ نه کړي؛ خو دا خبره یې هېڅکله هم جدي نه ده نیولې چې د خپلو «یارانو» معاملې رسوا نه کړي!      
د ورځنیو پېښو قلمبند کول، د هر ويښ او مسئول انسان اړتیا ده. اړینه نه ده، چې خاطره‌لیکونکی دې پېژندل شوی سیاستوال او یا مشهور لیکوال وي. هر څوک کولای شي خپل خاطرات ولیکي. که يې نورو ته لوستل څه ګټه ونه لري، لږ تر لږه لیکونکي ته خو يې دا ګټه شته، چې په راتلونکي کې به د خپل تېر په باب څه یادښتونه ولري.
د نوموتو لیکوالو یادښتونه، نه یوازې دا چې د ده د شخصي ژوند په اړه معلومات لري، بلکې د هغوی خاطرات د دوی د ژوند د پير پر مهال ګردې ټولنیزې، سیاسي او تاریخي پدیدې رانغاړي. سربېره پر دې د پیاوړو لیکوالو خاطرې د ژبې په ادبي غنا کې ګټوره زیاتونه بلل کېږي، چې دا ارزښت یې تر نورو هغو ښايي ډېر وګڼل شي.  
د سیاستوالو د خاطرو ټولګه بیا ځکه د اهمیت وړ وي، چې سیاستوال خپله په پېښو کې دخیل وي؛ نو  د یوه عیني شاهد په توګه د پېښو تتې څنډې ښه رڼولای شي. د سیاستوالو له هرې کړنې لوستونکي ډېره ګټه پورته کولای شي. د دوی له لاسته‌راوړنو، ماتو، خاطرو، ارمانونو، لیدنو او پښېمانیو د دوی ولس او په تېره راتلونکي نسل ته د عبرت ډېر داستانونه پرېښودای شي. دلته یو شی ډېر مهم دی او هغه دا چې د خاطرو یا یادښتونو لیکوال باید له خپلو لوستونکو سره رښتینی وي. که لوستونکی یو ځل پر لیکوال بې‌باوره شو، بیا نو محال ده، چې باور یې بیا ورغول شي. زموږ وروستیو درېوو لسیزو کې ډېرې داسې سټې راپورته شوې، چې یو مهال د هغوی د ژوند هره شېبه د نن ورځې تاریخ دی؛ مګر زموږ مشرانو یا د هغه وخت مطرح څېرو هېڅ نه دي راپرې ايښې. که چا لیکلي، هغو ته بیا خپلې خامۍ د ولو منځ او د نورو ورته د کلي منځ ښکاره شوي؛ ځکه یې د يادښتونو مخ هم څوک نه اړوي. همدا نن، زموږ د هېواد د سیاسي ډګر په دواړو غاړو کې داسې ډېر شخصيتونه شته، چې د هغوی نننی ژوند د سبا ورځې تاریخ دی. سبا به بیا تاریخ‌لیکوال د نن ورځې ډېرو عادي مسئلو پسې سرګردانه وي. بیا به مغرض لیکوال د پېښو له تت‌والي په استفادې تاریخ بیا په خپله خوښه هرې خوا ته کاږي را کاږي. تېر کالم کې مې د پخواني افغان دیپلومات، ملاعبدالسلام‌ضعیف د «ګوانتانامو انځور» خبره یاده کړې وه. دا کتاب نه یوازې دا چې د ښاغلي ضعیف شخصي خاطرات وګڼل شي، سربېره پر دې د تمدني ټکرونو او له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو له ناځوانیو پرده پورته کوي. ښاغلي ضعیف «My Life with Taliban» (له طالبانو سره زما ژوند) هم لیکلی؛ خو دا کتاب په انګلیسي دی، چې تر دې مهاله مې پښتو ژباړه تر ګوتو شوې نه ده. د سفیرانو یوه دنده، بلکې عمده دنده په کوربه هېواد کې د هغه هېواد د پېښو څارل او بیا یې په اړه خپل متبوع هېواد ته له خپلو شننو سره ګزارش ورکول دي. دا شننې د متبوع هېواد پالیسي جوړوونکو مراجعو ته ډېرې ارزښتناکې دي. په دا دیارلسو کلونو کې خو ما تر دې دمه د کوم افغان سفیر یادښتونه ونه لیدل. سفیران ډېر کښته او پورته شول، خو تر دې دمه د کتاب بازار ته د دوی کوم یادښت رانغی. دلته په بهرنیو چارو وزارت یا بهرنيو دیپلوماتیکو ماموریتونو کې د کارمند ځانګړنه سره نيکټايي او شیک پتلون ګاڼه شي!
څه موده کېږي، چې د فېسبوک ټولنیز جال کې مې د ډاکټر جوادظریف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاڼه خوښه کړې ده؛ نو وخت ناوخت چې څه لیکي، زه یې لوستلای شم. ډاکټر ظریف پوخ دیپلومات دی. د ده په راتګ سره د ایران دېرش کلن د «مرګ بر امریکا» سیاست تر ډېره د بدلون په لور رهي شوی دی. ظریف چې کله په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي سفیر و، خپل خاطرات یې د (ښاغلی سفیر) په نامه کتاب کې خپاره کړل. په پاکستان کې قاضي حسین احمد تر مرګه کالمونه لیکل. د پاکستاني اتوم پلار، ډاکټر قدیرخان اوونۍ کې یو یا دوه ځله په اردو او انګلیسي په دوو ورځپاڼو کې کالمونه لیکي.
په دې هيله چې دې ښه عادت ته زموږ اوسني سیاستوال پام وکړي او د راتلونکي لپاره څه راپرېږدي. دا هم د دوی د ځان په ګټه دي او هم يې د ولس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x