کابل کې درنه چاودنه وشوه / انځورونه

نن ټکی اسیا: د کابل په شپږمه ناحیه کې زوروره چاودنه وشوه.

د چاودنې غږ اوچت وو، تر لیرو لیرو واوریدل شو خو تر اوسه د چاودني نوعیت او هدف څرګند نه دی او نه هم د پيښې په تړاو نور معلومات تر لاسه شوي دي.

ویل کیږي چې چاودنه د شپږمي امنیتي حوزې په ماموریت کې دننه را منځته شوې.

یوه امنیتي چارواکي ځايي خبریالانو ته ویلي چې چاودنه ډېره پيچلې او تکتیکي ده، او په زیاته اندازه چاودېدونکې توکي په کښي کارول شوي دي.

د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه هیڅ معلومات په لاس کې نشته.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.