ملا عبدالسلام اخند( ارشيف انځور)

په اسلام کي د امیر شهادت

 محمد حارث
أن أبا هريرة رضي الله عنه قال: سمعت النبي صلى الله عليه و سلم يقول ( والذي نفسي بيده لولا أن رجالا من المؤمنين لا تطيب أنفسهم أن يتخلفوا عني ولا أجد ما أحملهم عليه ما تخلفت عن سرية تغزو في سبيل الله والذي نفسي بيده لوددت أن أقتل في سبيل الله ثم أحيا ثم أقتل ثم أحيا ثم أقتل ثم أحيا ثم أقتل ).

ژباړه:حضرت ابوهریرة رضی الله عنه وايي، چي ماله نبی عليه السلام څخه واورېدل، چي ویل یې: زما دي په هغه ذات قسم وي، چي زما(محمدصلی الله علیه وسلم) نفس د هغه په ید کي دی، که چیرته مومنانو دا بده نه ګڼلی، چي دوی له ما څخه (په مدینه منورة کي) تر شا پاته شي،( ځکه چي له هغوی سره به توښه او وسلې نه وې) له ما سره به د هغوی د سورلۍ لپاره سپرلۍ هم نه وه، نو زه به له یوي غزا څخه هم چي په لاره د الله تعالی کي ترسره کیږي نه وای پاته شوی، زما دي په هغه ذات قسم وي، چي زما(محمد صلی الله علیه وسلم) نفس د هغه په ید کي دی، زه دا خوښوم، چي په لاره د الله تعالی کي شهید شم، بیا ژوندی شم، بیا شهید شم، بیا ژوندی شم، بیا شهید شم بیا ژوندی شم، بیا شهید شم، په یوه روایت کي راغلي، چي جګړه وکړم، بیا شهید شم…

دلته نبی عليه السلام دا خوښوي، چي په هر لښکر کي ووځي او د مجاهدینو د قائد په توګه له شهادت سره خپله مینه ښيي او څلور ځله وایي، چي زه دا خوښوم چي دالله تعالی په لاره کي شهید شم، په دې کي په ځانګړې توګه امیرانو او مشرانو ته د شهادت د خوښولو او ورته د رسېدلو درس پروت دی، همدا لامل دی چي مسلمان امیران شهادت ته رسېدل د خپل ژوند ستره هیله بولي.

د شهادت اهمیت ته په کتلو سره حضرت عمررضی الله عنه ځان ته د شهادت دعا کوي او وايي، چي یا الله ماته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مدينة کي شهادت را نصیب کړې، الله تعالی هم هغه دعا قبلوي او په داسي حال کي چي لښکري یې په نړۍ کي خپرې وې او له عدل څخه يې اسلامي نړۍ ډکه کړې وه د سهار د لمانځه پر مهال په داسي حال کي چي په جماعت ولاړ و د یوه مجوسي له لوري په خنجر وهل کيږي او څو ورځې وروسته په شهادت رسیږي او دا هیله يې پوره کیږي.

کله چي د مسلمانانو د دریم خليفه حضرت عثمان رضی الله عنه کور د یاغیانو له لوري کلابند کیږي، حضرت عثمان رضی الله عنه چي د یوشمېر صحابه وو رضی الله عنهم له لوري يې ساتنه کېدله دمسلمانانو د خپل منځي جګړې له ویري له یاغیانوسره د جګړې اجازه نه ورکوي، ځکه د نبی عليه السلام د وړاندوینې له مخې يې په خپل شهادت باور درلود او په داسي حال کي شهید کيږي، چي قرآن کریم تلاوت کوي او مبارکې ویني يې په قرآنکریم توئيږي.

د مسلمانانو څلورم خلیفه حضرت علی رضی الله عنه په داسي حال کي چي د سهار د لمانځه لپاره له کوره وځي، د خوارجو له برید سره مخ کیږي او د ابن ملجم خارجي له لوري پر سر وهل کیږي او تر ټپي کېدلو وروسته په شهادت رسیږي او په دې ډول د نبی عليه السلام له وړاندوینې سره سم خپلې هیلې ته رسیږي.

د هجرت په اتم کال نبی عليه السلام له روم سره د مقابلې لپاره یو لښکر د شام پر لوري وليږو، کله چي د مسلمانانو درې زره کسيزه لښکر د اردن موته سیمي ته رسیږي خبریږي، چي په مقابل کي يې یو لک رومیان او یو لک د عربو نصارا راټول شوي دي، نبی عليه السلام په دې لښکر زید بن حارثه رضی الله امیر وټاکو او ويې ویل، که زید(رضی الله عنه) شهید کړای شي او یاڅه ورته ورسیږي، امیر به جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه وي او که هغه شهید کړای شي او یا څه ورته ورسیږي امیر به عبدالله بن رواحة وي او که هغه شهید کړای شي او یا څه ورته ورسیږي، بیا دي مسلمانان د ځانونو لپاره امیر وټاکي، جګړه پيلیږي، حضرت زید رضی الله عنه د شهادت جام نوشوي، حضرت جعفررضی الله عنه له آس نه راښکته کیږي، د هغه پښې وهي، بیرغ په لاس کي اخلي او د رمیانو پر لښکر ورګډیږي، له درنګ شېبې وروسته حضرت جعفر رضی الله عنه چي لاسونه یې په جګړه کي پرې شوي و شهید کیږي او بیرغ دریم امیر عبدالله رضی الله عنه اخلي، وروسته هغه هم له خپل ملګري سره یوځای کیږي، مسلمانان په یوه جګړه کي د دریو امیرانو د شهادت له امله مورال نه بايلي، نه ګډوډي پکې راځي او نه تېښته کوي، بلکې د جګړې په منځ کي حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه د خپل امیر په توګه ټاکي، هغه په جګړه ييز چال سره د رومیانو زړونه له رعب څخه ور ډکوي او په کمو تلفاتوسره د مسلمانانو لښکر د جګړې له منځ څخه راباسي.

داسي ډیري بېلګي د اسلام په تاریخ کي شته، خو د امیرانو شهادت د جګړې په ډګر او د جګړې له میدان څخه بهر د مسلمانانو په مورال، مبارزې او فتحو چندان اغېز نه دی لرلی، ځکه جهاد یوه الهي فریضه ده او د اسلامي احکاماتو یوه برخه ده، نو تر څو چي اسلام وي همدا به جهاد وي، د امیرانو او مجاهدینوپه شهادت سره نه یوازي چي جهاد نه کمزوری کیږي، بلکې الله تعالی د شهیدانو د وینو په برکت مسلمانانو ته ډیري فتحې او بریاوي ور نصیبوي.

الله تعالی هیڅکله د امیرانو په شهادت سره مسلمانانو ته ذلت نه دی ور په برخه کړی، ولو که په ځینو جګړو کي مسلمانان د امیر د شهادت له امله شاتګ ته اړ شوي، بلکې الله تعالی مسلمانان هغه وخت له ذلت سره مخ کوي، چي هغوی جهاد ته شا کړي او کله چي مسلمانان جهاد ته هوډمن وي، بیا په هغوی هیڅ شی اغېزه نه کوي.

په اسلام کي شهادت بریا بلل کیږي، ځکه يې هر مسلمان غوښتنه لري او دې بریا ته د رسېدلو هیله د کندز فاتح الحاج ملا
عبدالسلام بریالي هم لرله، تیره میاشت چي کله دښمن د نوموړي د شهادت اوازه واچوله، نو ده په یوه مرکه کي وویل، چي د دوی ټول کوششونه د همدې شهادت د ترلاسه کولو لپاره دي، هغه وو چي دغه ارزو يې الله تعالی یوه میاشت وروسته ور پوره کړه او د صلیبي نیواکګرو له لوري شهید کړای شو او په دې ډول دا بریالی مجاهد په واقعي ډول بریالی شو.

شهید ملا عبدالسلام رحمه الله د روان جهاد په بهیر کي یو نوی باب پرانیست او دوه ځله یې وکولای شوای، چي د غربي استعمار له پيل راهیسي په لومړي ځل د یوه ولایت مرکز ونیسي، نوموړي نه یوازي چي د نیواک لاسپوڅو ته د مرګ ترخه ور وڅکل، بلکې د جرمني نیواکګرو پوځیانو ته يې کندز د جهنم په کنده بدل کړ، نوموړي په خپلو بریاوو سره د کندز چارواکي د کندز پرېښودلو ته اړ کړي وو او د کابل مېشته چارواکو زړونه يې ور کاږلي وو او په خپلو کارنامو سره يې نړۍ ته دا ثابته کړه، چي د نیواکګرو په شتون کي طالبان د ولایتونو د مرکزونو د نيولو وړتیا لري او طالبان د یوه پوځي قوت په توګه خپلو بریاوو ته رسېدلی شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.