مولد النبي ( د رسول صلی الله عليه وسلم د زېږېدو ځاى )

عبدالمالک همت

په مکه مکرمه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نېکمرغه زېږېدو ځای چي اوس عامه کتابتون دی له سترو تاريخي او فرهنګي آثارو څخه باله سي.

له مسجدحرام څخه د باندي، د صفا او مروه تر منځ د مسعى ختيز لوري ته د ميدان په سركي يوه دوه پوړيزه ودانۍ ده، چي همدغه د رسول صلی الله عليه وسلم د زېږېدو ځاى دى.

پخوا د دغه ځای شاوخوا کلی وو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وختوکی او تر هغه راوروسته وختونو کي يې ”شعب بني هاشم“ ورته ويل. او تر دې وروستيو وختونو پوري کورونه او بازارونه پر راګرځېدلي وه، خو د حرم د سعودي پراختيا او د مکې د عمراني چارو د ترسره کېدو په پايله کي شعب بني هاشم او هغه پخواني کورونه او بازارونه له منځه ولاړل او اوس په دغه اورشو کي يوازي دغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زېږېدو د ځای ودانۍ پاته ده.

دغه ځای د رسول صلی الله عليه وسلم د نيكه عبدالمطلب وو، كله چي هغه په سترګو ړوند سو، نو په خپل ژوند كي يې خپل حق خپلو اولادونو ته ووېشى چي دغه مولد النبي د رسول صلی الله عليه وسلم پلار عبدالله ته ورسېدى. بيـا رسول صلی الله عليه وسلم ته په ميراث پاته سو. امام ازرقي رحمة الله عليه په خپل کتاب ”تاريخ مکه“ کي وايي: ” كله چي رسول صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وكړ دغه ځاى د رسول صلی الله عليه وسلم د اكا زوى عقيل بن ابي طالب ونيو “. خو ابن اثير او نور وايي چي هغه يې عقيل ته بخښلى وو. په هر صورت د مكې د فتحي پرمهال رسول صلی الله عليه وسلم هغه له عقيل څخه وا نه خيستى او وروسته عقيل هغه د مشهور ظالم امير حجاج پر ورور محمد بن يوسف ثقفي وپلورى او هغه په خپل كورګډ كړ. كله چي په 171سپوږميز.كال د هارون الرشيد مور خيزران حج ته ولاړه، دغه كور يې رانيوى او جومات يې ځني جوړ كړ. خو د مهالونو په تېرېدو سره دغه جومات بيرته په كور واوښت، چي په بېلو بېلو مهالونوكي واكمنو تعمير او ترميم كړ.

بيا عثماني واكمنو ديني مدرسه ځني جوړه كړه. په 1343 سپوږميز.كال دغه ځاى ونړېدى. بيا په 1370 سپوږميز. كال د مكې مكرمې يوه پخواني ښاروال شيخ عباس بن يوسف القطان په خپل ځاني لګښت د هغه د جوړولو كار پيل كړ، خو دوې مياشتي وروسته وفات سو. بيا د هغه زوى دغه كار بشپړكړ. ارواښاد عباس قطان وصيت كړي وو چي په دغه ځاى كي دي يو ستركتابتون پرانيستل سي چي د دغه وصيت سره سم په دغه ځاى كي د” المكتبة المكة المكرمة ” په نامه ستركتابتون پرانيستل سوى وو. خو لكه چي قاري شريف احمد وايي په 1415 سپوږميز. كال پردغه ودانۍ باندي د كتابتون لوحه يا كومه بله داسي نخښه نه ليدل كېدل. ما (د دې ليکلني ليکوال)هم په 1421 سپوږميز. كال پر دغه ودانۍ د كتابتون كومه لوحه و نه ليدل. د ودانۍ ورونه تړلي وه او څوك نه پوهېدى چې دننه يې څه دي. خو اوس چي د ۱۴۳۸کال د لومړۍ خور(جمادي الاولی) پر يوولسمه مکې مکرمې ته د عمرې د اداکولو لپاره ورغلم په دغه ودانۍ کي بدلون هم راغلی وو، له پاسه يې د” المكتبة المكة المكرمة ” په نامه لوحه هم نصب وه او له ډېرو ښو اسلامي کتابونو، حطي نسخو، ډول ډول مجلو او اخبارونواو او برېښنايي فهرستونو ډک کتابتون وو.
ويل کيږي چي په دغه کتابتون کي يې د مکې مکرمې د څو تنو سترو اسلامي عالمانو د ځاني کتابتونونو کتابونه ايښي دي چي د شيخ ماجد كردي، د ماجديه کتابتون ډېر مغتنم کتابونه هم پکښې دي.
پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.