نظــر

مدنې ټولنې د دجال په خدمت کښې -عتیقزی

څو کاله مخکې طلوع تلویزیون یوه صحي برنامه درلوده چې په مارکیټونو او بازارونو کښې به یې غذایي مواد څارل او له جوړونکو، واردونکو او عمده او پرچون فروشانو سره به یې ورباندې تبصرې کولې.

یوه ورځ یې د اچارو د جوړولو کومه سوړه پیدا کړې وه، ورغلل او د اچارو د جوړولو پروسه یې له نږدې وڅارله. دوی هلته لیدل چې لوی لوی دیګونه ایښي وه او په هغو کښې یې داسې څه وموندل چې لیدونکو به ترننه پورې خدای خبر که بیا اچار خوړلي وي. په دغو دیګونو کښې د ډیرو حشرو او مرداریو سربېره  د اچارو پر سر یوه لویست ډبل پوپنک هم پروت وه چې له ورایه یې لیدونکو او نوش جان کوونکو ته په خپلو شنو بریتونو کښې مسکا کوله. د غربي دیموکراسۍ له خپلواکۍ سره سم افغانستان د اچارو په دغه لوی دیګ واوښت چې هر ډول حشره، خزنده او پوپنک وهلي قلابي شخصیتونه پکښې پراته دي، او ددغو پوپنک وهلو لپاره یې داسې قالبونه جوړ کړل چې دوی پکښې لکه لمده خټه په هر شکل اوښتلی شي.
د دیموکراسۍ له دغو قالبونو څخه کولای شو یو د مدني ټولنو نوم واخلو چې د ولسواکۍ په حکمرانۍ کښې ډیرې زیاتې وزیږیدې او خپل فعالیتونه یې په هره برخه کښې، صحت، ټولنه، سیاست، نظام، تعلیم، او روزنه کښې شروع کړل. د مدني تولنو په دغه ژر بدلېدونکې نړۍ کې ان جي او ګانې، ټولنیز حرکتونه، د کارګرو اتحادیې، مسلکي انجمنونه، بشردوستانه بنسټونه، خودي بنسټونه، د چاپیریال ساتنې ګروپونه او نورې ډلې مهم رول لوبوي او د بحث او معلوماتو دروازې خلاصوي، دولت ته ستراتیژي ګانې جوړوي او دولتونه . مدني ټولنې هر چیرې د دیموکراسي د پلتیا په خاطر کوښښ کوي او داسې پروګرامونه پر مخ بوزي چې هلته اکثره وخت د ټولنیزې رفاه پر ځای ټولنیز انشعاب رامنځته کوي، د فکرونو ټکر ته لاره هواروي او هغه انساني وجیبه چې دوی یې په ظاهره نعرې وهي نه انجاموي. لږ داسې مثالونه ترسترګو کیږي چې دوی دې خپله ټولنیزه انساني دنده تر سره کړې وي او د یوه ټولنیز او جامع خنډ په مقابل کښې دې کوټلی ګام پورته کړی وي.
ددغه اقل خدمت په بدل کښې دوی رښتینې ټولنې ته څه وړاندې کړي دي؟ د بشریت پاللو د نعرو سر بېره آیا دوی په رښتیا سره د بشریت پالل ترسره کړي او که یې بشریت غندلی او محکوم کړی دی؟ مدني ټولنې په دغه برخه کښې پاتې راغلي دي او یوازې خپل جاسوسي او معلوماتي ماشین یې په کار اچولی تر څو د اولس ذهن ددوی په تعبیر له سنتي او زوړ فکر (اسلامیت) څخه د خپلواکۍ او ولسواکۍ لوري ته واړوي. ددې ادعا د ثبوت په خاطر یوازې همدا دلیل کافي دی چې دوی د ښځو د بې سترۍ  او بې حیایۍ په خاطر د ښځو د آزادۍ او د ښځو په مقابل کښې د تاوتریخوالي د قانون له پاس کېدو څخه په کلکه ملاتړ کوي، او په ډېرو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کښې یې د ښځو د حصار د ماتېدو په خاطر ډیر اغیزمن کارونه کړي دي. او عجیبه خو لاداده چې د اکثرو مدني ټولنو تمرکز د ښځو په حقوقو دی.
د ولسي جرګې د منشي عبدالستار خواصي د راپور مطابق چې د دولت له لوري ددغې قضیې د څیړلو په پار سیمې ته تللی وه وویل: امریکایانو د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د وازغر په دره کښې په بې ګناه وګړو بمبارۍ کړې، او بیا یې د پیاده عسکرو په وسیله د عامو وګړو لسو کورونو ته بمونه ایښي او پر بل مخ یې اړولي. په دغه بشري ناورین کښې چې د مړو او ټپیانو شمېره یې له شلو هم اوړي ټول وژل شوي او ټپیان بې ګناه دي او داسې څوک پکښې موندل شوي ندي چې هغوی دې یا خو طالبان واوسي او یا دې له طالبانو سره کوم ډول اړیکه ولري. خو ښایي امریکایي پیلوټانو او امرینو ته د رامسفیلډ دا وینا وریاده شوې وي چې موږ ملکي خلک نه وژنو او څوک چې وژل کیږي یا طالبان دي او یا له طالبانو سره خواخوږي لري. یعنې، محض هغه خلک دویته ټارګیټ دي چې هغوی له طالبانو سره خواخوږي لري چې ددې دلیل په مصداق ټولو مجاهدینو ته د امریکایي نظاميانو سربېره د ټولو ملکي وګړو مرګ روا او جایز دی، ځکه د هر امریکایي وګړي د مالیې په پیسو باندې دغه اسلام او مسلمان ضد جنګ روان دی چې تر مالي ملاتړه پورته خواخوږي بله نشته.
د سیاګرد له دغې پېښې یوازې دوه ۲ ورځې وروسته د کابل په وزیراکبر خان سیمه کښې د لبنانیانو پر یوه هوټل باندې طالبانو برید ښخ کړ چې په پایله کښې یې ډېر خارجي اتباع د هوټل د مالك په ګډون چې یو لبنانی وه، ووژل شول. د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې دا برید یې د سیاګرد ولسوالۍ د بې ګناه وژل شویو وګړو د دفاع په خاطر وکړ او زیاته یې کړه چې پدغه برید کښې ډیر خارجي وګړي ووژل شول. یو برتانوی، د افغانستان لپاره د آی ایم ایف ادارې رئیس، د ملګرو ملتونو ځینې غړي او همدارنګه نور خارجي کارکوونکي او افغانان په دغه برید کښې ووژل شول. د لبناني هوټل د برید په غبرګون کښې ډیرې سړې او تودې وپاریدلې او ډیرو خلکو ځان د بشرپاله ښودلو په خاطر په طالبانو د همېش په څېر توندې او برګې خبرې او مرکې وکړې او دا یې یو غیرانساني او بشر ضد عمل وګاڼه.
بلې خوا ته نه ځو، پدغو غومبر وهونکو کښې د مدني ټولنو پر اسلام ضد او بشر ضد رول باندې غږیږو. زهرا موسوي یوه فمینسټه او روافضه لیکواله او د مدني ټولنې فعاله ده چې پرون یې ددې مظاهرې د پرلارې اچولو جاج اخستی وه او دا لاریون یې رهبري کاوه. لاریون کوونکو خپل لاریون له متوفی لبناني هوټل څخه پیل کړ او د ملګرو ملتونو تر دفتره پورې وبهېدل او په تلو تلو کښې یې دا شعارونه ورکول… (مرګ بر تروریزم… ما برنده ایم.. ترورست ها باخته اند).. لاریون کوونکي د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته تم شول او خپله قطعنامه یې بیان کړه او په ملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې دوی دې افغانستان په نیمه لاره کښې نه پریږدي څو په راتلونکي کښې په یوازې ځان د ترورستانو په مقابل کښې خپله دفاع وکړي. بې ضمیره فعالانو ته د ملګرو ملتونو ځواب مثبت وه او نن یې اعلان وکړ چې موږ به افغانستان یوازې نه پریږدو چې پخواني حالت ته وګرځي.
دغه بشرپالان به ډېر خوښ وي او ښایي دا به یې د ژوندانه تر ټولو لویه لاسته راوړنه هم وي چې د څو ارجلو په غوښتنه ملګري ملتونه په یوه هیواد کښې خپل شتون ته ادامه ورکوي، خو آیا تاسو وپوهیدئ چې خبره چیرې او څه ډول تنظیم شوې ده؟ دا بې حیثیته فعالان هغه مهال چیرې ویده ول چې د سیاګرد په مسلمانانو باندې د امریکایي انسانانو او دیموکراتانو بمونه غورځېدل او د هغوی غوښې او هډوکي یې هوا ته الوځول؟ مدني ټولنې چیرته وې چې ددغو بې ګناه افغانانو د ژوند سوال یې کړی وای، او حداقل ددغه وحشي جانیانو د عمل په غبرګون یې یو لاریون کړی وای؟ خو له دې خبرې دا جوتیږي چې مدني ټولنې د پردیو د استخباراتو د کار او زیار محصول دی او هغوی ته انسان یوازې هغه څوک ښکاري چې ددوی جیب ورډکوي او هغه بې کسه او بې کوره، بېچاره او بېوسه ولس چې همدا بې ضمیره او بې حیثیته یې له ځمکې او اوبو څخه استفاده کوي، انسان نه ورته ښکاري او نه ورته د انسانیت په معیار قایل دي. او خدای ناخواسته داسې هم نده. دوی دې خبر وي چې ملت ویښ دی او دوی ډیر ښه پیژني، ددوی په شیطاني اعمالو باندې ډیر ښه خبر دی او هغې ورځې ته منتظر دي چې دوی یې په مخ کښې ټیټ سر ولاړ وي.
وتلك الآیام نداولها بین الناس..!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x