افغانستان

د کابل په چاودنو او ډله ایز بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): نن تر غرمې مخکې طالبانو د شپږمي امنیتي حوزې او دولسمي امنیتي حوزې پر پولیسو ډله ایز بریدونه او چاودني وکړې، چې له امله یې د امنیتي چارواکو په وینا ۱۶ تنه مړه او تر پنځوس زیات نور ټپیان شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي وویل چې لومړی چاودنه د شپږمي امنیي حوزې تعمیر ته نیژدې وشوه او بیا نور وسلوال د ودانۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.

یوه بله چاودنه او برید په ارزان قیمت سیمه کې هم وشوه خو چارواکي وايي چې هلته یې ډېر ژر بریدګر ووژله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو بریدونو مسؤولیت په غاړه واخیست او وې ویل چې په دغه بریدونو کې په لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وویل چې «لومړی برید دکابل ادارې د جلب او جذب په مرکز چې حربي ښونځي يې هم بولي ترسره شو چې له امله يې درنه مرګ ژوبله واوښته.»

«دوهم برید دکابل ښار د شپږمې حوزې په ریاست ترسره شو. هلته هم مجاهدینو د موانعو د لرې کیدو لپاره له منفجره موادو څخه استفاده وکړه، وروسته ګڼ شمیر فدایان د حوزې دننه داخل شول. »

«دریم برید د ۲۴۱ قطعې په دننه کې د استخباراتو په یومهم مرکز ترسره شو، چې له چاودیدونکو موادو څخه استفاده وشوه، د دښمن ګڼ عسکر يې ووژل او ودانۍ ته يې کلک زیان واړوه.»

نوموړي تر ماځیګره د سرتیرو بریدګرو د ژوندي پاته کېدو او مقاومت کولو خبر ورکوی او ویل یې چې بریدګر ژوندي دي او په کلک مقاومت بوخت دي. او زیاته یې کړه چې ددوی جنګیالي اوس هم ورته د تلیفون له لاري معلومات ورکوي او په عالي مورا جګړه کوي.

ولسمشر اشرف غني دغه بریدونه د افغانستان د دښمنانو بللي او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې وویل چې «تروریستانو او د هغوی بادارانو یو ځل بیا کوښښ وکړ چې په کابل ښار کې د رعب او وېرې فضا ایجاد کړي. هغوی په کندز کې د تروریستي ډلې د قوماندان ملاسلام له مرګ او همدارنګه د جګړې په جبهو کې له پرلپسې ماتو وروسته د ګڼه ګوڼې سیمو کې د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره خپلو افرادو ته د روحیې ورکولو کوښښ کوي.»

د خبرپاڼي سره سم جمهور رئیس زیاته کړه: «د افغانستان خلکو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملي ورځ د کب په نهمه وښودله چې په یو غږ د هېواد د وسله والو ځواکونو ملاتړ کوي. »


ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x