نن په انځورونو کي

د سیاه ګرد د خونړۍ پېښي قربانیان- مستند راپور او ویډيو

نن ټکی آسیا: تېره اونۍ د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴-۰۱-۱۴)  کله چې امریکايي ځواکونه د پروان ولایت د غوربند درې په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د اربکیانو د نویو پوستو د جوړولو په خاطر د مرستې لپاره سیمې ته راځي ، سمدستې د طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ څو ساعته جګړه نښلي.

په جګړه کې پر یوه کور مرمۍ لګېږي ، یو طالب او دوه ماشومان د مور په غېږ کې په شهادت رسوي او د ماشومانو مور ټپي کوي.

د همدې ورځي په پای او د چهارشنبې په شپه لس بجې په وازغر دره کې د ملکي خلکو پر کورونو د امریکايي الوتکو وحشیانه بمبار پیل شو او تر سهاره پورې یې دوام لاره.

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴-۰۱-۱۵نېټه) سهار د بمبارۍ تر درولو وروسته امریکايي عسکر پلي شول او په سېمه کې يې کور په کور تلاښي پیل کړه او په همدې ترڅ کې يې دولس کلیوال په شهادت ورسول.

په دغو عملياتو کې د هغو ملکي خلکو نومونه په لاندي ډول دي چې شهیدان شوي :

۱ــ الف الدين دمحمدايوب زوی . عمر ۳۸کاله
۲ــ بسم الله جان د سليم زوی عمر ۲۲ کاله
۳ــ عزت الله دقربان الله زوی عمر ۱۷ کاله
۴ــ شمس الرحمن د عبدالرحمن زوی عمر ۱۲ کاله
۵ــ ثريا بنت قربان الله عمر ۴ کاله
۶ــ ارزو بنت قربان الله عمر ۶ کاله
۷ــ جان ګل د ګل خان زوی عمر ۶۰کاله
۸ـــ ښځه چې د افغاني دودونو له امله يي نوم نه ده ښودل شوی
۹ــ ښځه // // //
۱۰ــ ښځه // // //
۱۱- شپون / چوپان (د خواصي په وینا)
۱۲- شپون / چوپان (د خواصي په وینا)siagard parwan shaheed1

همداراز په دې خونړۍ پېښه کې ځينې مظلوم کلیوال ټپيان شوي هم دي، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:

۱ــ حشمت الله دقربان الله زوی عمر ۲۰ کاله
۲ــ محمد صادق د ميرزا امير زوی
۳ــ صابر د ميرزا امير زوی
۴ــ محمدعالم د ميرزا امير زوی
۵ــ علم جان د ميرزا امير زوی
۶ــ نوروزګل د وزيرګل زوی
۷ــ ناصر د عطاؤالله زوی
۸ــ محراب د صاحب ګل زوی
۹ــ امير شاه خان د اميرګل زوی
۱۰ــ خان جان د مياجان زوی
۱۱ــ ذاکرالله د خان جان زوی
۱۲ــ شيرين آغا د سیدآغا زوی
۱۳ــ ميراجان د سیداحمد جان زوی
۱۴ــ ښځه
۱۵ــ ښځه
۱۶ــ ښځه
۱۷ــ ښځه
۱۸ــ ښځه

په بمبارد کې نهه (او د عبدالستار خواصي له ګزارش سره سم لس) کورونه تخریب شوي، چې د څښتنانو نومونه یې دا دي:

۱ــ بادام ګل
۲ ــ الف شاه خان
۳ــ حاجي امان
۴ــ حاجي خان شيرین
۵ــ نورمحمد
۶ــ ملاعبدالغني
۷ــ عبدالحي
۸ــ محراب
۹ــ امان الله

http://images.china.cn/attachement/jpg/site1001/20140129/0019b91eca391452f66b47.jpg

طالبانو د جګړې په باب وویل ، چې دوی پکې خپل پنځه ملګري له لاسه ورکړي او د ګڼو کورنیو سرتېرو سربېره یې لږ تر لږه ۲۵ بهرنیو عسکرو ته مرګ-ژوبله اړولې.

د ولسمشر کرزي له لورې د پېښي د پلټنې لپاره مؤظف شوي پلاوي وویل چې دا عملیات د داخلي ځواکونو او سیمه یېزو چارواکو له سلا- مشورې پرته ترسره شوې.

خو له پېښې څلور ورځي وروسته یعني پرون ایساف د یاد پلاوي څرګندونې په کلکه رد کړې او په دغه جګړه کې يې یوازې د دوو تنو ملکیانو پر وژلو اعتراف وکړ او زیاته یې کړه ، چې دا عملیات یې د ولایتي چارواکو، والي ، ولسوال او نورو امنیتي چارواکو سره په همغږۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې سیاه ګرد له دغه وحشیانه برید څخه دوې ورځې وروسته یعني د جمعې په ورځ (۲۰۱۴-۰۱-۱۷نېټه) طالبانو د خپلو دریو سرتېرو بریدګرو په مټ د کابل ښار په تر ټولو خوندي سېمه -وزیر اکبرخان مېنه- کې پر لبناني هوټل برید وکړ او د بهرنیو دیپلوماتو او لوړپوړو چارواکو په شمول ۲۱تنه یې ووژل.

سیمي ته د ولسمشر حامد کرزي له خوا د لیږل شوي پلاوي مشر عبد الستار خواصي وینا:

 {dailymotion}x1a0v8j_govt-delegation-s-report-on-civilian-casualties-in-parwan-province_news{/dailymotion}

او د پيښي ځينې قربانیان او کنډوالې په لاندي ویډيو کي کتلای شئ: (د کمزوري زړه خاوندان دې يې نه ګوري)

 {dailymotion}x1a0vlt_ghorband-masscare_news{/dailymotion}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x